نرسنګ ،اقتصاد او اسلام

محترمو لیدونکو تاسو ته ښه راغلاست وايم  خوشحاله اوسي


 
هورمونونه (Hormones)
هورمونونه کیمیاوی مواد دی چی دداخلی افرازاتو دسیستم Endocrine system دغدو به واسطه تولیدیژی قنات (نلونه) نه لری مستقیما دوینی جریان ته داخلیژی او خپل تاثیرات یا فعالیتونه سرته رسوی د داخلی افرازاتو سیستم Endocrine system غدی عبارت دی له دنخامیی غده Pituitary gland دتایروييد غده Thyroid glandفوق الکلیی غده Adrenal glandپاراتایراید غده Para thyroid glandپینال غده Pineal gland
په دی سربیره ځینی نور غړی هم شته چی داندوکراین له غدو څخه نه دی بلکه داخلی افرازلری یعنی هورمون تولیدوی چی عبارت دی له هایپوتلاموس غده Hypothalamusپانګراس Pancreasesجنسی غدی په نارینه جنس کی خصیی (Tes Tes) اوپه ښځینه جنس کی (Ovaries) تخمدانونه دی معده Stomachکوچنی کولمی Small intestineپښتورګی KidneyپلاسنتاPlacentaپه حاملګی کی ټایمس غده Thymus glands چی په سینه کی واقع ده او په کوچنیانو کی ډیر فعالیت لری یعنی معافیتی رول لری
اول د نخامیی غده Pituitary Gland: دا غده ددماغ په لاندینی برخه یعنی تر هایپو تلاموس لاندی واقع ده دیوه نخود په اندازه جسامت لری او دوه وظیفوی (فص) برخی لری چی وه یی
1: قدامی یعنی مخکینی برخه ده او له غدوی انساجو څخه جوړه شوی ده
2: او بله یی خلفی شاتنی برخه ده چی له عصبی انساجو څخه جوړه شوی ده دمخامیی غده دبدن دنورو غدواتو دکنترولونکی غدی په نوم هم یادیژی ځکه چی هورمونونه یی په نورو ټولو داخلی غدواتو تاثیر لری
لومړی قدامی مخکنی فص :
Anterior lobe یا Ventral لوب دنخامیی غدی قدامی فص نسبتاه لوی دی او ځینی مهم هورمونونه تولیدوی چی عبارت دی:
 دودی هورمون G.H  Growth Hormone داهورمون یو انابولیک (تعمیری ) هورمون دی چی بدن ته وده ورکویپرولکتین هورمونProlactin Hormone دشیدو تولیدونکی هورمون دی ACTH  Adrenocorticotropic Hormone دا هورمون دفوق الکلیی غد دقشری برخی اندکراینی هورمونی فعالیتونه کنترولویTH Thyrotrophic hormone چی د TSH Thyroid stimulating hormone په نوم یادیږی دا هورمون دتایرویید غده تنبه کویFSH Follicular stimulating hormone داهورمون په ښځو کی دتخمدان دلومړنیو فولیکولو (کیسو) د پخوالی او په مذکر جنس کی دسپرمودانکشاف لپاره خصیی تنبه کوی یا هغه هورمون دی چی په تخمدان کی استروجن Estrogen تولی کنترولویLH Luteinizing hormone دغه هورمون په ښځو کی په اصفر (Corpus luteum) جسم تاثیر کوی او په نارینه کی په خصیو باندی تاثیر کوی( FSHاو LH دګوناډوتروپین هورمونو له ډلی څخه دی )
دوهم دنخامیی غدی دخلفی فص هورمون Posterior lube یا Dorsal lube
 د نخامیی غدی خلفی فص دوه هورمونونه تولیدویدا ادار ضد هورمون یا ADH Anti Diuretic hormone دغه هورمون د Vasopressin په نوم یادیږی داهورمون دپښتورګو په تیوبولوباندی تاثیرلری او د ادرار حجم کمویاوکسیتوسین Oxytocin داهورمون دولادت په وخت کی درحم دعضلی دتقلصاتو سبب کیږی او همدارنګه د شیدو له کانالونو څخه دشیدو دانتقال سبب کیږی
 
دوهم دتایرویید غده Thyroid gland: دتاییرویید غده د (درقیه ) دغدی په نوم هم یادیږی دا غده دغاړی په مخکینی برخه دغاړی په غضروفو باندی واقع ده او دپوستکی په وسیله پوښل شویده دتایرویید دغدی نسج له زیاتو فولیکولو څخه جوړ دی چی دا فولیکلولونه دیوه ایوډین لرونکی پروټین په واسطه ډک دی چی د تایروګلوبولین Thymoglobulin په نوم یادیږی دتایریوییدو دغدی هورمونونه په لاندی ډول دی .
  
 دتایروییدو دغدی اساسی هورمونونه Thyroxin  T4 څخه عبارت دی چی په خپل کیمیاوی ساحتمان کی یو اتوم ایوډین لری Triiodothyronine T3 : داهورمون په خپل کیمیاوی ساختمان کی ایوډین لری ددی هورمونو اساسی تاثیرات عبارت دی دبدن دمیتابولیزم تنظیم  او په وده کی کومک کوی همدارنګه دا هورمونونه دمختلفو موادو میتابولیزم لوړ بیایی
:کلسی تونین یا تایروکلسی تونین Thyrocalcitonine دا هورمون دوینی کلسیم کمو په دی اساس د وینی دکلسیم په تنظیم کی رول لری او له Hypercalcemia یعنی په وینه کی دکلسیم دلوړوالی څخه مخنیو کوی
 
دریم : فوق الکلیی غدی Adrenal glands: داغده دوه دانی دی چی لوبیا ته ورته جوړښت لری دښي او کیڼ  پښتورګی په پاسنی برخه کی واقع دی دفوق الکلیی هره غده په حقیقت کی یوه غده ده دجوړښت او ندی له نظره دوه اندوکرایی غړی دی چی په یوه غړی باندی تنظیم شوی دی دا غده هم دوی برخی لری چیغدوی برخه یی قشرCortex منځنی برخه یی چی له عصبی نسج څخه جوړه شوی ده د Medullah په نوم یادیږی منځنی برخه یی دقشری برخی په واسطه احاطه شوی ده قشری برخه یی بیا هم دری برخی لری
اول خارجی برخه
دوهم وسطی برخه
دریم داخلی برخه
داخلی طبقه دفوق الکلیی غد دقشری برخی هورمونونه دفوق اکلیی غدی قشری برخه Adrenal cortex دری ګروپه سټرویډی هورمونونه تولیدوی چی په عمومی ډول سره دفوق اکلیی غدی دقشری برخه هورمونونه دکوټیکوسټروییدو Corticostreroids په نوم یادیږی چی عبارت دی له منرالوکورټیکوییدګلوکوکوټیکوییدجنسی هورمونوڅخه چی هریو یی په تفصیل سره ترڅیړنی لاندی نیسو
منرالوکورټیکویید Mineral corticoids ددی هورمونو له ډلی څخه یو هورمون د الډوسټرون Aldosterone په نوم یادیږی چی دقشری برخی له باندنی یا خارجی طبقی څخه تولیدیږی دا هورمونونه لکه چی له نامه څخه یی معلومیږی په وینه کی دمنرالو (سوډیم او پوټاشیم ) په تنظیم کی رول لری
ګلوکوکورټیکویید Glucocorticoids دا هورمون دفوق الکلیی غدی دقشری برخی له وسطی حجرو څخه تولیدیږی چی په دی هورمونو کی Cortisone او   Cortical شامل دی ګلوکږکورټیکوییدونه دحجری نارمل میتابولیزم تقویه کوی او دبدن دمقاومت په ډیروالی کی چی داوږدی مودی له پاره په وینه کی دګلوکوز دلوړوالی له امله چی کوم فشار منځ ته راځی کمک کوی په دی سربیره ګلوکوکورټیکوییډونه دالتهابی پیښوپه کنټرول کی هم مهم رول لری
دریم جنسی هورمونونه Sex Hormone : جنسی هورمونونه هم په کمه اندازه دفوق اکلیی غدی دقشری برخی په وساطه تولیدیږی چی خصیو او تخمدانو له هورمونو سره ورته والی لری
                                                  
 
دفوق الکلیی غدی دمغذی یا مخ برخی هورمونونه
دفوق اکلیی غدی مغذ دعصابو په واسطه تنبه کیږی په دی وخت کی نوموړی برخه دوه مشابه هورمونه د ادرینالین Adrenaline یا ایپینیفرین Epinephrine او نارادرینالین Noradrenalin یا ناراپینیفرین Nor epinephrine په نومونو سره تولیدوی د ادرینالین Adrenaline یا ایپینیفرین Epinephrine له اغیزی څخه میتابولیزم ګړندی کیږی یعنی ځګر تنبه کوی تر څو زخیره شوی ګلایکوجن په ګلوکوز بدل کړی سربیره ادرینالین دجلدی او داخلی غړو آرټیریولو ته تقبض ورکوی برخلاف داکلیټی عضلو او قلبی عقلی ارټریول ته پراخوالی ورکوی تر څو ذکر شوی عضلی یوه اندازه وینه چی له ګلو کوز او اکسیجن څخه غنی ده واخلی همدارنګه ادرینالین په سږو کی دکوچنیو قصباتو دتوسع سبب کیږی چی په پایله کی زیاته هوا سږو ته ننوځی د ادرینالین مقدار په بیلو حالاتو کی توپیر کوی لکه څرنګه چی په هیجاناتو ا روحی ا ضطراباتو کی یی اندازه ډیریږی چی له زیاتوالی څخه یی دوینی فشار لوړیږی او له بل لوری د ادرینالین دوسیی لوړوالی دوینی دګلوکوز او اکسیجن دلوړوالی سبب کیږی او په پوره ډول عضلاتو ته رسیږی په دی اساس سړی د ډار او غمګینی په وخت کی ډیر ګرمیږی 
نارادرینالین Noradrenalin په عمومی ډول رګوته تقبض ورکوی او دوینی فشار لوړوی نو له  دی امله دوینی په ټیټ فشار کی ډیر موثر دی
څلورم : پارا تایرویید غده Parathyroid gland : کوچنی غده ده چی دتایرویید غدی په خلفی برخو کی واقع ده د پاراتایرویید غدی څلورد انی دی چی دوه دانی یی په ښي او دوه دانی یی په کیڼ طرف کی موقعیت لری دا غدی د (Parathyroid hormone) یا (Para hormone hormone) په نوم هورمون تولیدوی  دا هورمون په وینه کی دکلسیم غلظت لوړوی یعنی کله چی په وینه کی دکلسیم غلظت کم شی کلسیم له هډوکو څخه ازادوی او دوینی معکوس تاثیر لری همدارنګه پاراتامون هورمون  پښتورګی او کوچنی کولمی تنبه کوی تر څو له ادرار او غذایی موادو څخه کلسیم جذب کړی په دی ډ،ل سره په وینه کی دکلسیم سویه لوړوی دکلسیم له کښته کیدو څخه مخنیوی کوی او دکلسیم غلظت نارمل ساتی ځکه دکلسیم نارمل غلطت دروغتیا لپاره  دعصابو دنارمل حساسیت دړزه د فعالیت دوینی دلخته کیدو او ځینو انزایمونو دفعالیت لپاره ضروری دی
 
پنځم :دپینال غده Pineal gland  داغده کوچنی او ګلابی رنګ لری او ددماغ ددریم بطین له پاسه واقع ده غدوی جوړښت لری تر اوسه یی په اړه ډیر معلومات نشته اما ویل کیږی چی دا غده دمخامیی غدی دپانقراس لانګرهانس جزایرو پاراتایرویید فوق الکلیی او جنسی غدواتو په تنظیم اوکنترول کی دخالت کوی همدارنګه باید وویل شی چی د ددی غدی یوه وظیفه د Melatonin له تولید څخه عبارت ده Melatonin په کوچنیانو کی تناسلی سیستم د انحطاط سبب کرځی له همدی امله دکوچنیانو تناسلی سیستم کمزوری وی
 
 دپانګراس غده Pancreases gland: داغده دانسولین Insulin او ګلوکاګون Glucagon په نومونو هورمونونه تولیدوی چی دقندونو په استقلاب کی مهم رول لری دی ډول سره چی کله په وینه کی دګلوکوز کچه لوړه شی د انسولین هورمون په واسطه په ګلایکوجن بدلیږی او په وینه کی دګلوکوز دلووالی مخه نیول کیږی اوکله چی په وینه کی ګلوکوز کم شی دګلوکاګون هورمون په واسطه زخیره شوی ګلایکوجن په ګلو کوز بدلیږی او دوینی دقند دکمیدو مخه نیول کیږی

 

نوشته شده در تاريخ ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ توسط دروح الله روحانی


تنفس
اکسیجن اخیستل او کاربنډای اکسایډ خارجیدل عبارت له تنفس څخه دی په تنفسی سیستم کی لاندی غړی شامل دی پزه NosePharynxLarynxThracheaراسته او چپه طرف قصباتهوایی کڅوړی
پزه Nose  : پزه د تنفسی سیسټم یوه برخه ده چی په خارج کی موقعیت لری او له ددو برخو څخه جوړه شوی ده چی خارجی او داخلی برخه لری
خارجی برخه یی  دعضلاتو غضروفو هډوکو او پوستکو څخه جوړه شویده پوستکی یو ډول غدوات لری چی پوستکی نرم ساتی
داخلی برخه یی دمخاطی غشا په واسېه پوښل شوی ده چی سیلیا لرونکی حجرات لری مخاطی غشا مخاط جوړوی چی مخاط بیا باکتریاوی دوړی او نور اجتنی مواد خارجو ته باسی او یایی معدی ته انتقالوی چجی هلته د اسیدو په واسطه له منځه ځی دپزی داخلی طبقه د اEntranosal
 
بلعوم Pharynx : بعلوم یوه عضلی مجرا ده چی داخلی برخه یی دمخاط په واسطه پوښل شوی ده او دجمجمی له قاعدی څخه دمری تر لومړی برخی پوری ادامه لری بلعوم د Throat په نوم هم یادیژی او ژدوالی یی په لویانو کی تقریبا 12 څخه تر 13 سانتی متره پوری رسیژی بعلوم د پوزی او حنجری سره مجاورت لری او په دریوبرخو ویشل شوی دیLaryngopharynxNazo pharynxOropharynx
 
حنجره Larynx: حنجره دتنفسی سیستم یوه مهمه برخه ده چی دغاړی د 3-6 پوری فقراتو په قدام کی موقعیت لری بعلوم ته یی په سفلی کی دله شزن سره ارتباط ورکړی او شزن ته دهوا دلیژد باعث کیژی داخلی برخه یی دمخاطی غشا په واسطه پوښل شوی ده سیلیا لرونکی استوانی لری چی ډیر حساس دی چی تنبه یی دټوخی سبب کیژی دحنجری اناټومیک اسکلیت له 9 غضارفو څخه جوړ شوی دی چی دری یی منفرد او دری یی جوړه یی دی منفرد غضارف یی د Epiglottis cartilage Thyroid cartilage,  او Cricoid cartilage څخه عبارت دی
 
Epiglottis غضروف د ژبی په خلف کی پروت دی پلن جوړښت لری دغذا او مایعاتو دبلع په وخت کی حنجره بنده ساتی او  Thyroid cartilage دحنجری له لویوغضارفوله جملی څخه دی چی او حنجره اواز تولیدونکی غړی دی چی ډول ډول اوازونه د حبول داهتزاز له امله په کی تولیدیژی دحنجری ښکتنی برخه چی دیو جوړه  التوا دجوړیدو باعث کیژی د Vocla cardپه نوم یادیژی
 
شزنThrachea : له یوه هوایی نل څخه عبارت دی چی له غضاریفو فیبروزی نسج او عضلاتو څخه جوړ شوی دی او دهوا دانتقال باعث کیژی دشزن طول له 10 -12 سانتی مترو پوری دی شزن له هیالینی غضروفی حلقو چی C ته ورته جوړښت لری جوړ شوی دی
 
اولی قصبات Primary Branch: کله چی شزن پای ته ورسیږی په دوو ښی او کیڼو اولی قصباتو باندی ویشل کیږی او په مایله توګه دسږو له سروی ناحیی څخه داخلیږی اولی ښي قصبه یوه اندازه مستقیم سیر لری او دقطر له نظره یوه اندازه لویه ده چی دپه خپله داجنبی اجسامو دانشاق دپاره یوه موقع پیدا کوی ښی سږی نظر کیڼ
سږی Lungs : سږی یوه جوړه یوه اندازه لوی جوړښتونه دی صدری جوف یی نیولی دی دسږو علوی برخه دروی Apex په نوم یادیږی چی دترقوی هډوکی لاندی موقعیت لری او پراخه برخه یی چی ترحجاب حاجزلاندی ده دقاعدی Base په نوم یادیژی سږی دری فصه لری هرسږی سطحه دسیروزی غشا په واسطه پوښل شوی ده چی داسیروزی غشا دریوی یاحشوی پلورا په نوم یادیږی دسږو اولی قصبات چی سږو ته داخل شی په کوچنیو قصیباتو ویشل کیږی چی له هغه وروسته دویمی او دریمی قصباتو باندی بدلیژی چی په ورستی کی په هوا یی کوچنیو طرقو باندی پای ته رسیږی چی دقصیباتو یا Branchiolesپه نوم یادیږی  او په ورستی کی په کڅوړو ته ورته جوړښتونو باندی پای ته رسیږی چی اسناخ یا Alveoli نومیږی  په هرسږی کی په میلونونو اسناخ شتون لری

نوشته شده در تاريخ ۱۳۹۸/۱۰/۱۲ توسط دروح الله روحانی