نرسنګ ،اقتصاد او اسلام

محترمو لیدونکو تاسو ته ښه راغلاست وايم  خوشحاله اوسي

هډوکي

  


هډوکي ژوندي غړي دي چې وزن يې کم خو کلکوالی يې ډير دی. د يوه بالغ سړي په بدن کې ۲۰۶ هډوکی دي چې دا شمير په نویو زيږيدلو ماشومانو کې ۳۰۰ ته رسيږي. د شیدې خوړولو پر مهال، يو لړ هډوکي له نورو هډوکو سره يو ځای کیږي او لوی هډوکي جوړ کړي. کله چې عمر ۲۵ کلونو ته ورسيږي، د هډوکو د ودې بهير بشپړيږي، په دې معنی چې د دې عمر وروسته نورو وده نه کیږي.

هډوکي په بدن کې ګڼې دندې ترسره کوي، چې له منځه يې:

  1. د بدن جوړښت برابروي
  2. حرکات او ملاتړ اسانه کوي
  3. د بيلابيلو داخلي غړو ساتنه کوي
  4. د وینې حجرات توليدوي
  5. هډوکي هغه منرالونه ذخيره کوي چې د بدن لپاره مهم دي. کله چې بدن د ټاکلو منرالونو له کموالي سره مخامخ شي، هډوکي دغه منرالونه د وينې جریان ته آزادوي.
  6. هډوکي فلزات او نور زيان رسونکي عناصر ذخيره کوي. هډوکي د اطراح له لارې د دې مضره موادو له مسموميت څخه بدن ژغوري.

۲۰۶ هډوکي په لاندې ډول دي:

د انسان ککره ۲۲ هډوکی لري. د ککرې هډوکي د دماغ د ساتنې تر څنګ مخ ته شکل ورکوي. په منځني غوږ کې ۶ هډوکي دي. د بدن تر ټولو کوچنی هډوکی په منځني غوږ کې دی. د رکاب په نوم ياديږي او د غوږ د پردې تر شا پروت دی. دا هډ له 0.1 څخه تر 0.13 انچه جسامت لري. ستونی يو هډ لري. په اوږه کې 4 هډونه دي. ګوګل چې له ستوني نيولې بيا د خيټې تر پاسنۍ برخې پورې ادامه لري او د سینې برخه جوړوي له 25  هډونو جوړ دی. دا برخه د پښتيو کپس (د سينې کپس) په نامه ياديږي چې د زړه، ځيګر او د سږو ساتنه کوي. د فقراتو ستنه چې د ملاتير يې هم بولي، له 24 هډونو جوړ دی. بازو له دوه هډونو، ليڅه له څلورو او لاسونه له 54  هډونو جوړ دي. کونغري يا لګن خاصره چې کاسې ته ورته جوړښت لري او د ملاتير پرې ولاړ دی، له 4 هډونو جوړ دی. ورنونه 2  هډوکي لري. لينګي 6  هډوکي لري. پښې له 52 هډونو جوړې دي.

د انسان په بدن کې تر ټولو اوږ هډ فيمور دی چې په ورانه کې موقيعيت لري. فيمور هډ په منځني ډول 19  انچه اوږدوالی لري او د یوه بالغ انسان د وزن 30  برابر پورته کولی شي.

هډوکي په بنسټيزه توګه له کلسيم، فاسفورس، سوډيم، نورو منرالونو او کولاجن مادې څخه جوړ شوي دي.

د هډوکو جوړښت له بيلابيلو طبقو څخه جوړ شوی دی. د هډوکي بهرنۍ طبقه د پيراوستيوم Periosteum په نامه ياديږي. دا يوه غليظه نرۍ پرده ده چې عصبي تارونه او د هډوکي د تغذيې لپاره د وينې رګونه لري. بله طبقه يې د کيښکلي هډ ده چې هوار، سپين او ډير کلک دی. دا هغه برخه ده چې اسکليټ ته په کتلو سره يې سړی ليدلی شي. هډ ګڼې داخلی طبقې هم لري. دا طبقې سفنجي هډ جوړوي چې سفنج ته ورته جوړښت لري. سفنجي هډ د کيښکلي هډ هومره کلک نه دی خو بيا هم ډير غښتلی دی. سفنجي هډ په عمومي توګه د هډوکي داخلي برخه ساتي چې د هډوکي مغز دی. د هډوکي مغز د وينې د حجراتو د توليد دنده ترسره کوي.

هډوکي بيلابيل شکلونه لري. ځينې اوږده دي لکه هغه هډوکی چې په ورانه کې دي. ځينې يې لنډ دي لکه هغه چې په مړوند او ښنګري کې دي. ځينې هډوکي هوار دي لکه هغه چې په کوپړۍ کې ليدل کيږي. نور يې لکه د کوناټي هډوکی نامنظم شکلونه لري. ځينې يې کونځلې ته ورته شکل لري. ځکه په دې نوم ياديږي چې  د کونځلې له تخم سره ورته والی لري. د زنګون هډوکی، کونځلې ته د ورته هډوکي يوه بيلکه ده.

اوسټيولوژي هغه علم دی چې هډوکي څيړي. د هډوکو مطالعه د انسان په اړه زيات حقايق موږ ته راښيي. د هډوکو مطالعه د يو سړي عمر، د اخيستل شوي خوراک ډول او د سړي د جنس په ټاکلو کې مرسته کوي. همداراز د هډوکو مطالعه د یو سړي د عاداتو او کولتور په اړه هم موږ ته معلومات راکوي. د اوسټيولوژي څيړنه په لرغونپوهنه او د جرايمو په ثبوت کې هم مرسته کوي.

د هډوکو ساتنه او تقويه د ټاکلو ويټامينونو او منرالونو پورې اړه لري چې يو سړی يې اخلي. د کلسیم اخيستل، چې په حيواني توليداتو لکه شيدو او مستو کې پيدا کيږي، د هډوکو د ودې په بهير کې مرسته کوي او دا ډاډ هم ورکوي چې نوموړی سړی په خپلو هډوکو کې يوه ذخیره جوړه کړې ده. پر دې برسيره، تمرين، لوبې، نڅا او ان باغونو کې کار کول له هغو ښو طريقو څخه دي چې د هډوکو په وده او غښتلتيا کې مرسته کوي.

نوشته شده در تاريخ ۱۳۹۸/۰۱/۱۳ توسط دروح الله روحانی


 
اناتومي :- اناتومي له دوه يوناني کليمو څخه جوړ شوي دي چي Ana په معنا د تشريح او Tommy به معنا دپري کولو ده
اناتومي هغه علم دي چي د انسان شکل ،جوړښت  او دټول بدن دبرخو موقعتونه او د دوي ترمنځ اړيکي ترمطالعي لاندي نيسي دبدن له جوړښتونه لکه هدوکي او زړه او داسي نور د Grass Anatomy  په نامه ياديژي او دبدن انساج او حجري چي د مايکروسکوب په واسطه ليدل کيژي د Microscopic Anatomy به نامه ياديژي
فيزيالوژي :- له دوه يوناني کليمو څخه جوړي شوي دي چي Phys د طبعيت او Logy به معنا دي علم ده او فيزيالوژي د طبعيت له علم څخه بحث کوي او فيزيالوژي په څو څانګو ويشل شوي ده
1: عصبي سيستم Neuro phys
2: دزړه سيستم Cardiac phys
اناتومي او فيزيالوژي ترمنځ اړيکي

 
اناتومي اوفيزيالوژي ديو بل سره اړيکي لري ددي لپاره چي يو زده کړو او په بل باندي هم ځان پوه کړو
فيزيالوژي له طب سره اړيکي:
فيزيالوژي دژوندي ارکانيزم په ځانګړي ډول دانسان دغړودندي مطالعه کوي او طب دعلم يو اساس جوړوي نوکه صحيح کارکونکي دانسان دبدن په فيزيالوژي باندي وه نه پوهيژي نو دانسان دبدن په مرضي حالت هم نه پوهيژي
دانسان دبدن جوړښت:
1:اتومونه + ماليکولونه = حجره
  2: حجره +حجره = نسج
3:نسج +نسج = سيستم
4: سيستم +سيستم = ارګان (انسان )

دانسان دبدن سيستمونه
1:پوستکي او ملحقات يي Integumentary      
2: عضلي سيستم Muscles                                                 
3: اسکليټ سيستمSkeletal                              
4: عصبي سيستمNervous                                
5: اندوکراين سيستمEndocrine                       
6: تنفسي سيستم Respiratory                         
7: زړه او رګونو سيستمCardiora                      
8: بوليي سيستم Urinary                                 
9: تناسلي سيستمReproductive                    
10: لمفاوي سيستم  Lymphatic                      
11: هاظمي سيستمDigestive                        
12: خاص حواص        Senses                               
اناتوميک اصطلاحات
اناتوميک وضعيت                                                                                     Anatomic position                                                
 
چي انسان ولاړ وي دواړه بازوګان يي طرفونه ته ځړيدلي وي سترګي مخ او دلاس ورغوي يي مخامخ طرف ته متوجه وي
اصطلاحات
Anterior / Ventral                                           قدام
Posterior / Dorsal                                   خلف شاته
Superior پورته (علوي)                                            
Inferior                                              کښته (سفلي)
Medial منځني خط ته نيژدي (انسي)                        
Lateral منځني خط څخه لري (وحشي   )                 
Internal داخلي                          
External خارجي                        
Proximal بدن ته نيژدي              
Distal دبدن څخه لري                 
Palmer دلاس دمخ برخه             
Planter دپښي دتلي برخه           
Superficial سطحي برخه           
Deep ژوره برخه                        
دهډوکي دسطحي تشريح
لويه راوتلي  برخ                  Tubercle
Eminence     راوتلي برخه                 
Tubersity                        زيژه برخه    
اغزي ته ورته جوړښت              Spine
دهدوکی څوکه                         Crest  
حفره کنده   نالي                      Fossa
لويه حفره                                Cavity                
Ductus /Canal                               
Foramen سور ي                              
Hiatusلوي درز                                 
Fissure درز                                      
Groove / Sulcus ناوي ته ورته جوړښت        
Condyle راوتلي مفصلي سطحه                    
Epicondyle دمفصلي سطحي راوتلي برخه   
دبدن قدامی  اناتوميک موقعيتونه
دگيډي برخه                                         Abdominal                       
دڅنګل مخکني برخهAnticubital                    
دتخرک برخهAxillary                                      
مټBrachial                                                  
درخسار برخهBuccal                                      
عنق يا غاړهCervical                                      
ګوته                           Digital                                                   
ورون Femoral                                                                            
هغه ناحيه چي ورون له تني سره وصل کوي Inguinal 
خوله                                     Oral                 
دسترګو برخهOrbital                                     
دزنګانه ګاټيPatella                                    
تناسلي برخه Pubic                                       
صدر ياسينهThoracic                                   
دنوم برخه         Navel / Umbilical                 
دبدن خلفي اناټوميکي موقعيتونه په لاندي توګه دي
داوژي منحنيDeltoid                                           
دکوناټي برخهGluteal                                            
دملا قطني برخهLumbar                                        
دکوپړي خلفي برخه        Occipital                                  
دزنګانه خلفي برخهPopliteal                                  
داوژي دري کنجه هډوکيScapula                          
دپښي دساق يا دنري پنډي خلفي سطحهSural         
 
دبدن دفرضي سطحه
ددي لپاره چي دبدن داخلي غړيو فرضي خطونه مطالعه کړو بدن په دري برخو ويشو
1:ــSagital plan
2:Coromal
3:Transeverse    Horizontal
 
Sagital plan  په دي فرضي سطحه کي بدن له قدام څخه خلف ته په دوه مساوي نيمايي برخو راسته او چپه ويشل کيژي
کوم غړي چي دي خلف ته نيژدي موقعيت ولري د Medial  په نوم او کوم غړي چي ددي خط څخه لري وي هغه ته Lateral  وايي
Coronal د ا فرضي سطحه د راسته او چپه اوژي څخه تيريژي او بدن په قدامي او خلفي برخو باندي ويشي
Transeverse    Horizontal دا فرضي سطحه دبدن په علوي او سفلي برخه ويشي
 
 
 
دبدن جوفونه
دبدن جوفونه يا خاليګاوي  دبدن جوفونه په دوه ډوله دي
1: قدامي جوفونه
2: خلفي جوفونه

دبدن خلفي جوف Dorsal body cavity  دبدن خلفي جوف له دوه برخو څخه جوړ شوي چي يو دبل په امتداد پراته دي له قحفي جوف Cranial cavity  او نخاعي جوف Spinal cavity  څخه عبارت يد
قحفي يا  Cranial cavity  له هغه جوف څخه عبارت دي چي په هغه کي د کوپړي دهډوکو دداخلي برخي خاليګاوي ځاي لري او په هغه کي دماغ موقعت لري
نخاع جوف له ستوني فقرات څخه جوړ شوي دي چي دقحفي جوف څخه شروع کيژي او له ستوني فقرات ترپايه ادامه پيدا کوي په داخل کي يي شوکي نخاع موقعيت لري
دبدن قدامي جوف په دوه ډوله دي
1:صدري جوف – په صدري جوف کي زړه ،سژي ، مري او لوي رګونه موقعيت لري او دبطني جوف څخه ديو پردي په واسطه جلا شوي دي .
 
2: بطني حوصلي جوف هم په دوه برخو ويشل
بطني جوف: په بطني جوف کي معده کوچني کولمي ا ودلويو کولمو ډيره برخه پانکراس توري او ځيګر موقعيت لري
حوصلي جوف : په حوصلي جوف کي تناسلي غړي ،مثانه ، ريکټوم  دلويوکولمويوه برخه موقعيت لري
دبدن قدامي ساحي په لاندي توګه دي
حجره
حجره په 1600 ميلادي کال کي درابرت هوک په واسطه وپيژندل شوه
حجره دژونديو موجوداتو ساختماني او وظيفوي واحد ګڼل کيژي حجره د اندازي له مخي يو له بل سره توپير لري چي کيدي شي ډير کوچني  او يا تر لسو ثانتي  C10 مترو پوري ورسيژي
حجره دشکل له مخي هم يو له بل سره توپير لري کيدي شي مکعبي او وريښم ډوله او نور شکلونه ولري
حجرات د دندي له مخي هم سره توپير لري لکه دسژو حجري جلا وظيفه لري دپښتورګو حجري جلا وظيفي لري
دحجري عمومي اناتومي :- يوه حجره د لاندي برخو څخه جوړه شوي ده
1:هسته Nucleus                                    
2: سايتو پلازم   Cytoplasm                      
3: حجروي غشا  Cell Membrane            
 
 
 
1: هسته :- دحجري دمرکزي برخي څخه عبارت ده چي دحجري فعاليتونه کنترولوي او فروموزونه او ايرثي مواد دلته موقعيت  لري
هسته له دريو برخو څخه جوړه شويده هستوي غشا   Nucleus Membraneهستچه Nucleusکروما تينی  مواد
هستوی غشا:- دوه طبقه يي غشا ده چي هستوي مواد يي احاطه کړي وي
هستچه :- مدور ساختمانونه وي چي تعداد يي کيدي شي چي يو يا څو وي
پيغام وړونکي RNA ذخيره کوی او ورسته يی سايتوپلازم ته وړي
کروماتيني مواد:- ارثي مواد دي چي دحجري دويش په وخت کي خپل شکل ته تغير ورکوي او دکروموزون په نوم ياديژي
2:حجروي غشا :- يو ډول غشا ده چي له شحمو او پروټيني موادو څخه جوړه ده سايتوپلازم يي پوښلي دي او ديو مانع په ډول وظيفه اجرا کوي چي ځيني موادو ته د داخيليدو او خاريجيدواجازه  ورکوي او ځينو ته يي نه ورکوي حجروي غشا مختلفي دندي لري چي مثالونه يي په لاندي ډول ديپه معافيتي غبرګون کي دحجراتو پيژندل دحجراتو دجذب سطحه لوړولدنوروحجراتو سره ارتباط رامنځ ته کوي
3:سايتوپلازم :- دحجروي موادو څخه عبارت ده چي دهستي او حجروي غشا تر منځ موقعيت لري چي ورسته دحجري مهم فعاليتونه سرته رسيژي او سايتوپلازم دري مهي برخي لريCytosol                 Inclusions      Organelles 
Cytosol    يوه نيمه شفافه مايع ده چي ځيني موادو ته يي په ځان کي ځاي ورکړي دي
Inclusion:- يو ډول کمياوي مواد دي چي دحجري له وظيفوي واحدونو څخه شمارل کيژي لکه  واکيولونهمخاطافرازاتشحمي څاڅکيګلايکوجن دانيدميلانين پکمنټونه کريستالونه
Organelles کوچني جوړښتونه دي چي دحجري دژوندي پاته کيدو لپاره مهم دي  او مهم حجروي ارګانيلونه په لاندي توګه ديمايتوکاندريا Mitochondria  :- داجوړښت انزايمونه لري چي غذايي مواد ټوټه کوي او انرژي منځ ته راوړي هغه حجرات چي زيات فعاليت لري دمايتوکندريا اندازه يي زياته وي او هغه حجرات چي فعاليت يي کم وي دمايتو کندريا اندازه يي کمه وي رايبوزوم Ribosome :-ګرد نازک اجسام دي چي دپروټين او  رايبوزومل له RNA څخه جوړ شوي دي او وظيفه يي په حجره کي دپروټين جوړول دي انډوپلازميک Endoplasmic reticulum:- دحجري دننه ديوشبکوي سيستم څخه عبارت دي چي دپيچلي کانالونو څخه جوړ دي او له مايع څخه ډک دي او وظيفه يي په حجره کي دموادو انتقال دي
او انډوپلازميک په دوه شکله ليدل کيژي Rough  Endoplasmic  reticulum  زيژاندوپلازميک ريتيکولم      Smooth Endoplasmic  reticulumښوي اندوپلازميک ريتيکولم  
 Rough-E-Rرف يا زيژ انډو پلازميک ريتيکولم :- د رايبوزوم سره ارتباط  او دوه وظيفي لري يو ه داچي پروټينونه انتقالوي دويم دا چي دحجري غشا لپاره شحم جوړوي
 Smooth –E-Rښويه انډوپلازميک رټيکولم:-د دزيژو رتيکولم ادامه ده  او وظيفه يي دکولسيسترول جوړول او دځيني زهري موادو غير زهري کول او دشحمي موادو ميتابولزم نوله دي کبله دځيګر حجرات په زياته اندازه سموت Smooth  ريټوکولم لرونکي لري
 4.ګولجي اجسام Golgi Apparatus : - يو ډول هوار او کڅوړي ته ورته اجسام دي چي دهستي ترڅنګ موقعيت لري او وظيفه يي دپروټينونو انتقال دي
 
5. لايزوزمونه Lysosomos:-لايزوز مون په لغات کي ټوټه شوي اجساموته ويل کيژي دغه جوړښتونه قوي انزايمونه لري هغه مواد چي داستفادي وړنه وي او اجنبي مواد هضم کوي دويني سپين حجرات په زياته اندازه لايزوزوم لري چي باکتريا وي له منځه وړي
 
6. پيروکسي زوم  Paroxysms  : - داهم کڅوړي ته ورته جوړښتونه دي قوي انزايمونه لري دغه انزايمونه شحمي مواد هضم کوي.
7. سايتوسکيليټن Cytoskeleton  :- له پروټيني شبکي څخه عبارت ده چي په سايتوپلازم کي موقعيت لري او په حجره  کي د هډوکو او عضلاتو وظيفه اجراکوي
8. سنتريول Centrioles :- يوه جوړه دي دهستي په څنګ کي موقعيت لري او په حجروي ويش کي مهم رول لري
9. نور مخصوصه جوړښتونه :- دپورته جوړښتونوسربيره په حجره کي يو شمير نور  راوتلي جوړښتونه هم وجود لري چي دسيليا ا و فلاجلا په نوم ياديژيCillia سيليا ويښته ته ورته شکل لري چي ديوشمير حجراتو په خارجي سطحه باندي موجود وي او  دموادو دحرکت او جذب وظيفه په غاړه لري لکه تنفسي سيستم سيليا چي دتنفس له لاري مخاط خارجوي
 
 
 فلاجلا Flagella :- ټيوب ته ورته جوړښت دي چي په ځيني خاصو حجراتو کښي ليدل کيژي لکه سپرم چي دهغي لکي په Flagella فلاجلا په نوم ياديژي او دسپرم دحرکت سبب ګرځي.
 
دحجري دندي
 اول استقلا ب  یا ميتابوليزم :- يوه لويه اصطلاح ده ټول هغه کمياوي تعاملات چي په حجره کي سرته رسيژي دميتابوليزم په نامه ياديژي په ميتابوليزم کي له سخت مواد په ساده موادو بدل شي دکيتابوليزم په نامه ياديژي 
که چيري ساده مواد په سختو موادو بدل شي دانابوليزم په نوم ياديژي ددي تعاملاتو په نتيجه کي دحجري لپاره انرژي برابريژي دميتابوليزم عمليه دهاضمي سيستم تنفسي سيستم او دزړه او رګونو سيستم سره اړيکه لري
دوهم  هضم  :- دهضم په عمليه کي غذايي مواد په وړوماليکولونو تجزيه کيژي او بيا دويني دوران ته جذبيژي او بيا له هغه ځايه ټول بدن ته رسيژي
دریم اطراح :- دميتابوليزم په نتيجه  کي توليد شوي اضافه مواد او مايعات دبدن څخه اطراح کيژي او ددي لپاره خاص غړي وجود لري لکه دهاضمي سيستم غړي پښتورګي  او نور.
څلورم تکثر یا د مثل تولید Reproduction  :- کوم وخت چی  یو ژوندی موجود دتکامل مرحلی ته ورسیژی په تکثر شروع کوی چی په حجروی سویه او دانسان په عضویت کی ترسره کیژی
په حجریوی سویه کی داسی وی چی له یوی مورنی حجری څخه دوی نوری حجری منځ ته راځی او دانسان په عضویت کی داسی وی چی تخمه په ښځینه تناسلی سیستم کی جوړیژی او سپرم په نارینه تناسلی سیستم کی جوړیژی دواړه سره یو ځای کیژی او دمرحلی دتیریدلو ورسته ماشوم تشکیلوی
 
حجروی ویش :  په انسانانوکی دوه ډوله حجروی ویش موجود وی
1: Mitoses
2: Meioses
Mitoses داحجروی ویش په جسمی حجروکی صورت نیسی او په دغه ویش کی بدن وده کوی په دی ویش کی یو شمیر پیچلی بدلونونه په هسته او سایټوپلازم کی رامنځ ته کیژی او مورنی حجره په دوه نورو حجرو بدلیژی
او میتوسیز څلور مرحلی لری چی همدغه څلورو مرحلو ته انترفیز Inter phase ویل کیژی Pro phase    Meta phase An phase     Te lo phase
اول پروفیز Pro phase    :- دمیتوسیس دعملیی لمړنی پړاو دی چی لاندی تغیرات رامنځ ته کیژی
1:حجروی غلظت زیاتیژی
2:دکروموزمونوپنډوالی زیاتیژی او اوژدوالی یی لنډیژی چی دغه حالت دکرومومرپه نوم یادیژی Chromo mar
3: سنتروزوم ښکاره کیژی او شعا یی خطونه Aster rays منځ ته راوړی
4: دکروموزومونو په واسطه کروماټیډ منځ ته راځی او دکروماټیډ په واسطه سینټرومرمنځته راځی
دوهم مرحله Meta phase په دی مرحله کی کروموزمونه ښکاره بڼه نیسی
دریمه مرحله  Ana phase په دی مرحله کی کروموزمونه په دوه برخو ویشل کیژی
څلورمه مرحله Telo phase  يوه اوژده مرحله ده چی کروموزمونه دسنتریول څنګ ته ځای نیسی چی ددی مرحلی څخه ورسته دسایټوپلازم ویش شروع کیژی
 
دسایټوپلازم ویش یا Cytokines :- په دی مرحله کی په سایټوپلازم کی کی ژوروالی پیدا کیژی سایتوپلازم هم ویش کوی او ددی ټولومرحلو خلاصیدو څخه ورسته دمورنی حجری څخه دوه نوری لوری حجری منځ ته راځی
Meioses:- په جنسی حجرو کی دحجروی ویش طریقه ده  ددی ترڅنګ دحجروی ویش یو بله طریقه هم وجود لری چی په یوحجروی حیواناتو کی ترسره کیژی او دمیتروسیس په نوم یادیژی
Growth یانمو: ـ له هغه عملیی څخه عبارت ده چی په هغه کی دبدن دیوی برخی اندازه غټیژی چی دا لوی والی به دحجراتو دشمیر دزیات والی له کبله وی حرکت: ـ ټول هغه فعالیتونه چی دعضلاتو په واسطه تر سره کیژی له حرکت څخه عبارت دی چی عضلی سیستم داسکلیټی سیستم سره یو ځای مختلف حرکات رامنځ ته کوی
غبرګون یا عکس العمل Response :ـ له مخامخ حواسی تغیراتوڅخه عبارت دی چی په محیط کی رامنځ ته کیژی دمثال په ډول دلاس تماس راتلل دیو ګرم شی سره چی انسان خپله لاس لری کوی
تنفس یا Respiration  داکسیجن اخیستل او د کربن دای اکسایډ خاریجوی تنفس څخه عبارت
چی ژوندی موجودات باید په دوام داره توګه تنسف وکړی ترڅو ژوندی پاته شی
دبدن دسرحداتو ساتنه :ـ ژوندی موجودات ددی توان لری ترڅو خپل سرحدات وساتی لکه حجره چی دحجروی غشا په واسطه ساتل شوی او بدن دپوستکی په واسطه ساتل کیژی چی پوستکی بدن له فیزیکی او کمیاوی عواملو او انتاناتو څخه ساتی
دبدن انساج Body tissues
دیوګروپ حجرات یو ځای والی چی یو مشخصه دنده تر سره کړی له نسج څخه عبارت دی چی څلور اساسی ډولونه لری
1:Ephethelial بشروی نسج
2:Conecitivetissue منظم سنج
3: Muscular  عضلی نسج
4: Nervous عصبی نسج
بشروی Ephe thelial :
اپتیل بشروی نسج مخاطی غشا،غدوات رامنځ ته کوی او داخلی جوفونه پوښی چی ددی نسج دندی عبارت دی له  دموادو جذب ،فلتر ، او اندازه
اول –دبشروی نسج حجرات یو له بل سره ډیرنیژدی واقع دی
دوهم  ـ بشروی نسج یو ازاده سطح لری چی د Apical surface  په نوم یادیژی
دریم  ـ بشروی نسج په یو جوړښت باندی موقعت لری چی دقاعدوی غشا په نوم یادیژی
څلورم  - بشروی نسج دوینی اروا نه لری او غذایی مواد له همسایه انساجوڅخه ترلاسه کوی
پنځم ـ بشروی نسج که په ښه ډول تغذیه شی نو ډیرپه اسانی سره بیرته ترمیم کیژی
دشکل له مخی د اپتیل نسج ډولونه
1:ساده پلن  فلسی شکل Simple Squarmus  : حجری
2:ساده مکعبی شکله Simple Cuboidal Epithel
3:ساده استوانه Columnar Epithelium
4:کاذب څو طبقه ییPseudo stratified columnar Epitheil
داپتیل نسج ډولونه دحجرو دتنظیم له نظره
Simple Ephithial حجرات په یوه طبقه کی قرار لری او د Startifid  په څو طبقو کی قرار لری
ساده اپتیل داډول اپتیلونه په هغه ځایو کی موقیعیت لری چیری چی دجذب افراز او ساتلو وظیفه تر سره کیژی ساده اپتیلونه په لاندی شکلونوویشل شویدی
1: ساده اپتیل دغه ډول اپتیل اکثره وخت غشاوی جوړوی لکه سیروزی غشا دسژو هوایی کڅوړی جوړوی او د رګونو دیوالونه جوړوی او دبدن مخ ته خالیګاوی پوښی
2:ساده مکعبی اپتیلونه غدی او کانالونه جوړوی پښتورګی تیوبونودیوالونه جوړوی او تخم دانونه پوښی
3:ساده استوانه یی :ـ دغه اپتیل ګوبلیت حجری لری چی نرم مخاط افرازوی دغه اپتیل هاظمی سیستم داخلی برخی پوښلی او هغه غشا چی د اپتیل څخه جوړ وی او د بدن داخلی برخه یی پوښلی وی دخارج سره ارتباط ولری دمخاطی غشا په نوم یادیژ ی
4: کاذب څو‌طبقه یی اپتیلونه :- دغه ډول اپتیلونه ځینی حجرات نورو حجراتو ته لنډ او اوژده وی نو ځکه کاذب ورته وایی دغه اپتیل دجذب او افراز دنده لری او ددی اپتیل سیلیا داره شکل په سژو کی موقیعیت لری
څو طبقه یی سکیوموس اپتیل : دا اپتیل د اپتیل په مری او دپوستکی خارجی برخه باندی موقعیت لری
ساده مکعبی او ساده استوانه اپتیلونه:  په بدن کی په نادر شکل لیدل کیژی او عموما د غدو کانالونه جوړوی
څلورم :- Trasitnal   اپتیل حالب مثانه او دبدن یو برخه جوړوی
دریم غدوی :ـ اپتیل دغه اپتیل دبدن غدوات جوړ کړی دی
غده: غده یوداسی جوړښت دی چی له یویاڅوهمرنګه حجراتو څخه جوړشوی او یو ډول مخصوص مواد جوړوی او افرازوی
غده په دوه ډوله ده ExocrineEndocrine
اول Exocrine : له هغه غدواتوڅخه عبارت دی چی خپل افرازات دیوقنات له لاری وینی ته داخلوی
دوهم Endocrine : له هغه غدواتوڅخه عبارت دی چی خپل افرازات په مستقیم ډول وینی ته داخلوی
منظم نسج :
منظم نسج په زیاته اندازه په وجود لری او مهمی دندی یی ارتباط او ساتنه ده دمنظم نسج ځانګړتیاوی
اول دوینی د اروا له نظره ځینی منظم نسجونه په پوره اندازه دوینی  اروا لری او ځینی منظم نسجونه بیا په کمه اندازه اروا لری
دخارج الحجروی متریکس دمختلفو حجراتو او یو شمیر غیرژوندی موادو څخه جوړ شوی دی چی دحجراتو په خارج کی موقعیت لری په مایع جامد او نیمه جامد شکلونوپیدا کیژی چی نسج ته کشوالی ورکوی
منضم نسج په پاشلی ډول موقیعیت لری او لاندی وظیفی لری ارتباطمحافظویحمایوی
دمنضم نسج خصوصیات لاندی خصوصیات لری
دمنضم نسج ډولونه په لاندی ډول دی هډوکیهالین غضروفسخت فایبری نسجشحمی نسجدوینی معقم نسج
1:هډوکی Bones  دمنضم نسج له جملی څخه دی چی دهډوکو له حجرو او سختو میتروکس څخه چی دکلسیمی مالګی څخه جوړ دی منځ ته راغلی
2:هالین غضروف  نرم ربړی جوړښت لری نیمه جامد متریکس لری اوپه بدن کی لاندی وظیفی لریاول دحجری کلک والی دپښتیو یوځای کیدل دسینی دهډوکو سره دهډوکواخری مفصلی برخه دغوږخارجی پرخهفقراتو ترمنځ دډیسک جوړولدمورپه نس کی دماشوم سکلیټ جوړول
3:سخت فایبری نسج داډول نسج دفیبروپلاکس نسج څخه جوړول او لاندی جوړښتونه منځ ته راوړیټینډوم دعضلی ارتباط دهډوکی سره منځ ته راوړیلیګامینټ دهډوکی ارتباط دهډوکی سره په مفصل کی منځ ته راوړی همدارنګه دنسج په واسطه دپوستکی لاندی برخه چی دډریس په نامه یادیژی منځ ته راوړی
Areoier tissue یو ډول منضم نسج دی چی په زیاته اندازه سره په بدن کی پیداکيژی چی په اسانی سره په حرکت راځی او ځینی غړی یی پوښلی دی چی دهغو غړو دساتنی او ښایست باعث هم ګرځی او پردی باندی برسیره دانسج دمالګی او اوبو ذخیره هم برابروی
5:شحمی Ad-PPose tessio , یا Fat نسج دانسج لاندی وظیفی لریدپوستکی شحمی انساج تشکیلوی بدن دتودوخی په وړاندی ساتیدشحمودذخیرووظیفه لریدځینی دغړو او جوړښتونو دساتنی وظیفه په غاړه لری
6:ریتی کولم منضم نسج داډول نسج په زیاته اندازه Fibroblast حجرو څخه جوړ شوی دی دانسج دیوشمیرجوړښتونو دتقوی باعث ګرځی لکه لمفاوی غړی
7:دوینی منضم نسج وینه دمنضم نسج له جملی څخه ده چی حجرات یی عبارت دی
 له د وینی حجرات
او میتریکس یی عبارت دی له پلازما څخه
وینه دغذایی موادو اضافه موادو ، تنفسی ګازاتو ، هورمونونو او نور د انتقال باعث ګرځي
8: عصبی نسج Nervous tissue عصبی نسج له عضلی حجرو یا نیوزونونو څخه جوړ شوی دی او عصبی نسج دوه وظیفی لریانتقالتخریشیت
دنیوزونو او ږدوالی کله کله دری فوټه ته رسیږی لکه دپښوعصبی ریښی
9:عضلی نسج دتقلص او لنډولی قدرت لری چی دجوړښت له مخی په لاندی ډول دی    اسکلیټی عضلی نسجدزړه عضلی نسجملسا عضلی نسجاسکلیتی عضلی نسج دانسج په ارادی توګه کنتولیژی او څه وخت چی تقلص کوی نو دحرکاتو دمنځ ته راتلو باعث کیژی ترمایکروسکوب لاندی دغه نسج کی خطونه لیدل شوی نو ځکه دمخطط په نوم یادیږی دزړه عضلی نسج یوازی په زړه کی پیدا کیژی داهم مخطط نسج لری دعضلی نسج سره لاندی فرق لریحجری یوه هسته لری یو له بل سره نیږدی واقع دی او ده ځینی ناحیو په واسطه چی Interpolated diskلری ارتباط لریدزړه عضلی نسج غیر ارادی دی
ملسا عضلی نسج :- دانسج خطونه نه لری ملسا عضلی منځ ته راوړی او په هغو غړوکی پیدا کیږی چی خالیګا ولری لکه معده ،مثانه ، دوینی رګونه او رحم
ملسا عضلی هم دتقلص قابیلیت لری او غیر ارادی دی
دبدن غشا وی یا Body Membranes دبدن غشاوی چی دبدن داجوافو سطوح یی پوښلی دی او یوه محافظوی پوښ په حیث چی معمولا نرم خاصیت لری او دبدن دداخلی غړو په اطرافو کی قرار لری عمل کوی په ځانګړی  توګه د بدن غشاوی په دوه ډوله ویشل شوی دی داپتیل نسج غشا وی  Epithelial Membranes :- چی عبار ت دی له
Cutaneous Membranes, Mucous Membranes, serous membranesدمنضم نسج غشاوی یا Connective tissue membranes په دی ډول میمبرانس د پوستکی په نوم هم یادیژی چی پوښښی سیستم یا Integumentary system جوړوی .
دبشروی نسج غشاوی Epithelial membranes لکه څنګه چی پوهیژو بشروی غشاوی له Cutaneaus membranes پوستکی mucous membranes  (مخاطی غشا ) Serous membranes ( مصلی غشا ) څخه عبارت دی
Cutaneaus membranes داغشا له پوستکی څخه عبارت دی سطحی برخه یی د Epidermis طبقه ده کوم چی له څو طبقه یی تفلسی کراتین داره اپتیل ( Stratified squamous keratinized epithelial) څخه جوړه شوی ده له پنډ فایبری منضم نسج څخه عبارت دی
مخاطی غشا : Mucous membrane  داغشا له اپتیلوم نسج څخه جوړه شوی ده چی پریو سست منضم نسج چی Iamina propria نومیژی قرار نیسی او په مختلفو موقعیتونو کی چیرته چی ځای نیسی ډول یی تعینیژی
مصلی غشا :Serous membranes  دساده اپتیل له یو ساده طبقی څخه چی د منضم نسج په یو ی نازکه طبقی باندی قرار لری تکیب شوی دی دمخاطی غشا په پرتله چی د بدن اجواف پوښی
هډوکی Bones Ossa دمنضم نسج له جملی څخه دی او دبدن له سختو موادو څخه شمیرل کیژی هډوکی له دوه ډوله موادو څخه جوړشوی دی چی یو یی عضوی مواد لکه کولاجن او پروتینی مواد او بل یی غیرعضوی مواد یعنی معدنی مواد لکه کلسیم او فاسفورس او داسی نور چی دهډوکی دسختوالی باعث کیژی
هډوکی دری ډوله حجری لری  Osteocyte  Osteoblast  Osteoclast
هرکله چی مو دهډوکی دجسم مقطع په عرضانی توګه ولیده په محیط کی یی یو دول سخت عظمی نسج لیدل کیژی د  Compact Bone په نوم یادیژی چی ددی نسج په پراخوالی کی یو قنات لیدل کیژی او دهډوکی مغز په کی قرار لری دمخ عظم یا دهډوکی دمخ یا Bone Marro  په نوم یادیژی په دوه ډوله  دی
Red Bone Marrow دسورمخ عظم په نوم یادیژی چی په اسفنجی هډوکو کی موقعیت لری او دبدن دوینی جوړیدو باعث کیژی
Yellow Bone Marrow دژیړ مخ عظم په نوم یادیژی او په مخی قنات کی قرار لری دقنات دډکیدو باعث کیژی او ګمان کیژی چی په جینی ژوند کی دغه ژیړ مخ عظم دوینی دجوړیدو دنده به غاړه لری هرکله چی دطویله هډوکی دنهایت مقطع وګورو پرهغه به یو اسفنجی ډوله دهډوکی نسج ولیدل شی چی د Spongy Bone  په نوم یادیژی
هډوکی دظاهری شکل له مخی په څلورو ګروپونو ویشل شوی دی
اوږده یا طویله هډوکی Long Bones داهدوکی اوږد شکل لری چی یو جسم او دوه نهایته لری چی جسم یی باریک  او دیوه قنات چی مخی قنات نومیژی لرونکی وی
په دی قنات کی دهدوکی مغز قرار لری
لنډ هدوکی Short Bones لنډ هډوکی عموما مکعب ډوله یا معکب مستطیل ته ورته جوړښت لری چی اکثرا له اسفنجی عظمی سنج څخه جوړ شوی دی ښه بیلګه یی دکارپ او تارس هډوکی چی دلاس او پښی په پنجو کی موقعیت لری
 
هوار هډوکی Flate Bones هوار یا پلن هډوکی نازک او معمولا منحنی شکل لری دا ډول هډوکی ددوه ورقه هډوکو لرونکی دی او  Compact Bone له جملی څخه شمیرل کیژی
غیر منظم هډوکی Irregular Bones داهډوکی غیرمنظم ډوله شکل لری لکه دستون فقرات او سورین Hip هډوکی دی
اسکلیټ Skeleton دبدن ټول هډوکی په خپل موقعیتونو کی داسکلیټ په نوم یاديژی په یو کاهل شخص کی دهډوکو شمیر 206 عدده دی دسر هډوکی  ( 22  ) دانی دی دهایوډ هډوکی  ( 1  ) دانی دی دوسطی غوږ کوچنی هډوکی (6) عدده دعلوی اطرافو افواهډوکی  ( 64  ) دانی دی دسفلی اطرافو هډوکی (62) عددهدستون فقرات په بالغو کی (26) عددهپښتی (24) عددهقص یو (1) عدد چی سټرنوم
 
اسکلیټ دوی برخی لری محوری اسکلیټ یا Axial skeleton چی جمجه ،ستون فقرات ،پښتی او دسینی هډوکی په کی شامل دی
ضمیموی اسکلیټ دعلوی او سفلی اطرافو ضمیموی اسکلیټ جوړوی چی له 126 هډوکو څخه جوړ دی دعلوی اطرافو دهډوکو ډلبندی
په دوه ډوله دی یو داوږی دکمربند هډوکی نوموړی کمربند په ښی او کیڼ لور کی له ترقوی او کتف هډوکی څخه جوړ دی دترقوی هډوکی او ږد هډوکی دی چی دکش شوی S توری په شان دصدر د علوی فوحی په قدام کی کیڼ او ښی لورته قرار لری داهډوکی یو جسم او دوه نهایته لری
Scapula یومثلثی شکل هډوکی دی چی داوږی په شاته برخه کی موقعیت لری دوی مهمی بارزی لری چی عبارت دی له Acromion او Coracoid څخه په وحشی برخه کی ساکټ ډوله جوړښت دی چی د Glenoid Cavity په نوم یادیژی او د Hemoruse او
Humorous: ـ   یو جسم دوه نهایته لری چی راس یی د Scapula هډوکی کی موقعیت لری دوه بارزی لری چی عبارت دی له Greater tubercle او Lesser Tubercle ددی هډوکی په واسطی برخه کی یوه زیژه بارزه وجود لری Deltoid Tuberosity یا د ډیلټویډ عضله ورباندی ټینګه وی چی د Deltoid Tuberosity په نوم یادیژی ددی هډوکی کښته نهایت د ساعد یا مړوند دهډوکو سره مفصل منځ ته راوړی
ساعد یا دمړوند هډوکی :- مړوندله دوه هډوکو څخه جوړ شوی دی چی عبارت دی له Radius او Ulna  څخه .
Radius: هډوکی دمړوند په وحشی برخو کی موقعیت لری یو جسم لری وه نهایته لری چی پورته نهایت یی دهیمورس هډوکی سره مفصل جوړوی او کښته نهایت یی دلاس بند دهډوکی سره مفصل جوړوی
Ulna هډوکی دمړوند په انسی برخه کی موقعیت لری یوجسم لری او دوه نهایته لری چی پورته نهایت یی دهیمورس هډوکی سره او کښته نهایت یی دلاس دبند هډوکی سره ارتباط لری.
لاس Hand ددریو برخو څخه جوړ شوی دی Carpus دلاس بند Meta Carpus ورغویPhalanges ګوتی
اول : دلاس بند د 8 هډوکو څخه جوړشوی دی چی په دوه قطاروکی تنظیم شوی دی
دوهم : دلاس ورغوی د 5 هډوکو څخه جوړ شوی دی چی داولی څخه تر پنځمی ګوتی پوری حسابل کیژی
دریم : ګوتی یا پلینجیز هرلاس 14 عدده پلینجیز هډوکی لری چی په هره ګوته کی یی تعداد دری دی بغیر له لویی ګوتی ولی چی په هغه کی یی تعداد دوه دی چی عبارت دی له
Proximal   3: Middle 2: Distal 1:
 
حوصیله Pelvic یا Hip: ددریو هډوکو څخه جوړ شوی دی چی عبارت دی له Ilium،Ischium  ,Pubis دحوصیلی په دواړو خواو کی ساکټ ډوله جوړښت موقعیت لری موقعیت لری Acetabulum په نوم یادیژی چی د Femur هډوکی سره موقعیت لری حوصله دبدن دوزن تحمل وظیفه په غاړه لری
او همدارنګه دمثانی او لویو کولمو یوه برخه دلته موقعیت لری دحوصلی Ilium هډوکی دستونی فقرات د Sacrum هډوکی سره د Sacral iliac jointیامفصل جوړوی د  Ilium هډوکی څوکه د Cristal iliac په نوم یاديژی
 
 
یو بل جوړښت د Greater Sciatic nothch :په نوم وجود لری چی له دی څخه دسیتاتیک عصاب او رګونه تیریژی او همدارنګه د Obturaturum foramen سوری څخه عصاب رګونه تیریژی
 
 
Pubic هډوکی: په قدام کی غضروفی مفصل په واسطه سره وصل کیژی چی دSymphasis pubis  په نوم یاديژی
حوصیله په دوه برخو ویشل شوی ده چی پورته برخی ته یی کاذبه حوصیله یا False pelvis وایی او کښته برخی ته یی True pelvis  حوصیله وایی
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

نوشته شده در تاريخ ۱۳۹۸/۰۱/۱۳ توسط دروح الله روحانی