نرسنګ ،اقتصاد او اسلام

محترمو لیدونکو تاسو ته ښه راغلاست وايم  خوشحاله اوسي

لومړى فصل

د بازار مفهوم:

ادم سيمت سکاتلندي عالم ؤ دا يې وښودله چې په بازار کې يو مېکانېزم موجود دى، چې د دې مېکانېزم (ساختمان) په بنسټ بازار په اتوماتيک صورت سره رهبري کېږي او د بازار مېکانېزم د آزاد قېمت د تشکيل څخه عبارت دى، چې د عرضه او تقاضا له مخې بدون د دولت له مداخلې څخه تعينېږي.

بازار هغه ځاى يا محل دى چې په هغه کې عرضه کوونکي او تقاضا کوونکى سره مخامخ کېږي، د طبعي اقتصاد په مرحله کې مستقيمه تبادله د انسانانو په منځ کې موجوده وه.

اما د اقتصادي واحدونو ارتباطات يوه اندازه سره نږدې شول او هم د توليد او استهلاک په منځ کې رابطه نږدې وه او کوم شى چې توليد کېده فوراً به استهلاک کېده.

په دې موخه يعنې د طبيعي اقتصاد په مرحله کې د مستقيمې تبادلې مشکلات زيات وو او انسانان د دې په فکر کې شول چې يو داسې شى چې هم ارزښت ولري او د نورو اجناسو په مقابل کې د تبادلې قابليت ولري بايد په وجود راشي چې دهغې وروسته پيسې اختراع شوې او پيسې په وجود راغلې چې د پيسو په موجوديت سره نظم يا د يوه نوي محل تشکيل په وجود راغى، چې دغه محل ته بازار وايو، د غير مستقيمې تبادلې ځاى چې جنس په جنس سره تبادله کېده، مستقيمې تبادلې ونيوو، په دې صورت سره چې جنس په پيسو او پيسې په جنس سره تبادله کېدلې او پيسو په تبادله کې مرکزي ځاى ونيوو.

دا چې د ښاري اقتصاد په مرحله کې بازار له ښارونو څخه تشکيل کېږي او اقتصادي واحدونه په دې مرحله کې د خپل ځآن لپاره نه بلکې د بازار له پاره توليد کوي او په دې وخت کې د پيسو په منځ ته راتګ سره د اجناسو تبادلې په پيسو سره صورت ونيولو، يعنې توليدات يا توليدي اجناسو په پيسو سره ارزيابي کېږي او د توليدي اجناسو قېمت په وجود راځي او د دې ارتباط په اساس چې د کوچنيو اقتصادونو په منځ کې په وجود راغى، نو ښارونه يې په وجود راوړل او مناقلاتي وسايلو په ذريعه سره د متعددو ښارونو په منځ کې ارتباط صورت نيولو، چې په دې وخت کې د ښارونو د ارتباط په اساس ملي اقتصاد په وجود راغى.

موږ چې کله په بازار کې وو او کله چې موږ توکي آخلو او يا يې خرڅوو او يا هغه وخت چې د اسهامو آخيستلو او د مشارکت پاڼو د خرڅولو له پاره اقدام کوو، نو موږ په بازار کې قرار ولرو او په نړۍ کې ډېر رنګا رنګ بازارونه شته دي، د هر څه د مخه بازار په لاندې توګه توضيح کوو:

بازار په اقتصاد کې له مهمو او با ارزښتو مفاهيمو څخه ګڼل کېږي، بازار په اقتصادي معنى او مفهوم په هر رنګه اقتصادي مبادلې اطلاق کېږي، په کلي توګه د بازار له پاره درې ځانګړنې په پام کې نيول کېږي.

لومړى: بازار هغه ځاى دى چې پېرودونکي او خرڅوونکي يو له بل سره ويني او ليدنه کتنه په کې کوي.

دويم: بازار هغه ځاى دى چې په هغه کې د شيانو او خدماتو مبادله صورت نيسي.

دريم: که چېرې په مخابراتي او تيلفوني شکل هم معاملې سرته رسېږي، بازار عملاً منځ ته راځي، ځکه په دې ځاى کې بازار لوزماً د يو خاص ځاى او مکان معنى نه لري او بازار په خلاصه ډول په دې توګه تعريفوو:

د پېرودونکو او پلرونکو اړيکې د کالااو خدماتو د تبادلې په منظور په يوه معين وخت کې عبارت له بازار څخه دى، د همدې تعريف په اساس يو څو ټکو ته توجه کوو او دا چې کله چې بازار منځته راځي، لازمه ده چې پلورنکى، پېرودونکى او پلورونکي د توکو او خدماتو د تبادلې توان او اراده بايد ولري.

همدارنګه که چېرې پېرودونکى وجود ولري، مګر دوى د تبادلې انګېزه ونه لــــــري، بـازار هم نه غـــــواړى چې توکــــي ولري، (په دې معنى چې بـــــازار ته څوک توکي نه عرضه کوي).

په همدې ترتيب سره که چېرې پلورونکى د خرڅلاو اراده نه لري، چې توکي خرڅ کړي، نو د توکو آخيستل صورت نه نيسي، بيا هم دلته بازار په وجود نه راځي.

دريم دا چې: په پخوا وختونو کې بازار هغه ځاى ته ويل کېده چې هلته فقط يو څو بندی (تړلى) مغازې موجودې وې، نو د بازار اطلاق ورته کېدلو، اما نن ورځ چې د دومره ارتباطي وسايلو په لرلو سره لکه تيلفون، کمپيوټر، انټرنټ، فکس او داسې نور، چې موجود دي، مګر بيا هم بازارونه ډېر زيات پراخه شويدي، د مثال په توګه په پخوا وختونو کې به چې په ښارونو کې د بازار څخه خبرې اترې کېدلې، نو همدغه تصور د سړي په ذهن کې راتلو، اما نن ورځ د زياتې توجه او د خلکو د چټکو ارتباطاتو يا اړيکو په اساس سره د يو هېواد نه، بلکې د نړۍ هېوادونو يو بازار منځ راوړى دى، په اوسني وخت کې که چېرې د سرو زرو قېمت يا بيه په بين المللي کچه لوړه او ګرانه شي، په ډېره چټکۍ سره د سرو زرو قېمت په ايران يا نورو هېوادونو کې هم لوړه او ګرانېږي، دا په دې معنى چې بازارونه د پخوا په پرتله اوس ډېر زيات وسيع او پراخ شويدي او په ماډرن (جديد) وسايلو سره سمبال شويدي، دا خيال او فکر به ورته پيدا کېږي، چې د نړۍ ټولو بازارونو فقط يو بازار تشکيل او جوړ کړى دى، لکه چې تيلفون، انټرنټ، کمپيوټر، فکس او داسې نور وسايل چې ډېر عصري او پرمختللي وسايل دي، د پېردونکو او پلورنکو تر منځ د اړيکو او ارتباطاتو د ټينګولو يوه ښه منظمه او بهتره وسيله ده.

دبازار تعریف دمختلفو عالمانو له نظره:

بازارموندنه څه شی دی؟

دا مهمه نه ده چې بازارموندنه څه ډول تعريف کړو، بلکې مهمه دا ده چې پوه شو په نننۍ نوې نړۍ کې بې له بازارموندنې اقتصادي فعاليت ته پرمختګ ورکولى شو که نه؟ او بيا مهمه دا چې بازارموندنه يوازې تبليغات نه دي، بازار موندنه؛ مناسب بازار ته د مناسب محصول يا مناسب خدمت وړاندې کول دي.
بازار موندنه په ټولو سوداګريو، کسبونو او کارونو پورې اړه لري، خو تر اوسه په سمه توګه نه ده پېژندل شوې او په تبليغاتو او خرڅلاو کې تېروتنه کېږي.
بازار موندنه څه شى دى؟
بازار موندنه د پېرودونکو او بازار په اړه يو بحث دى. يو شرکت ددې لپاره چې بريالى واوسي، خپلې موخې بايد د پېرودونکو د هيلو او د بازار له اړتياوو سره سمې برابرې کړي. سربېره پر دې بازار موندنه د مديريت يو توکى دى. ګډه بازار موندنه له نوښتي محصولاتو، د بروشورو شتوالى، اينټرنېټ شتوالى، د پېرودونکو لپاره ځانګړو مجلو، خبري پروګرامونه او مناسبو قيمتونو څخه ده.
د يوه شرکت د پېژندنې لپاره لازمه ده د شرکت د ټولو څانګو موخې، محصول، خپرونې او کړنې يو له بل سره په هماهنګۍ کې وي. کله چې دا ټول برابر شي، نو تل بايد په صحنه کې واوسئ. په ياد مو وي چې په پيل کې يوازې نشرات کافي نه دي، حالات تل د بدلون په حال کې دي او نه شو کولاى يوازې د شرکت پر تبليغاتو تکيه وکړو، هغه څه چې ډېر مهم دي د دغو ټکو درک دى: د ټولنې پلانونه، خو دا ټولنيز پلانونه څه دي؟ شرکتونه پلانونو او ستراتيژيو ته اړتيا لري چې د هغې د توپير ټکي نورو ته وښايي.
کله چې يو شرکت په بازار کې د اړيکو د مرکز په ډول ځان ښکاره کړي، نو د اړيکو د پلان مرکز هم څه رول نه شي پيداکولاى، يوازې د يوې ستراتيژۍ چې ټولې موخې، محصولات، خپرونې او د يو شرکت مناسب نرخونه يوشان جوړ کړي او د پېرودونکي له غوښتنو سره يې سم په کار واچوي.
د موخو ټاکل
کولاى شو د يو شرکت موخې په درېو پوښتنو کې راونغاړو:
• څومره غواړئ چې لاسته يې راوړي؟
• څومره بايد لاسته راوړئ؟
• څومره کولاى شئ لاسته يې راوړئ؟
لومړۍ پوښتنه ( څومره غواړئ چې لاسته يې راوړئ؟) په حقيقت کې هغه پوښتنه ده چې موخه ترې د شرکت د پروګرام جوړونې ستراتيژيکه کتنه ده، په اصل کې د کارکوونکو او مديريت هماغه ژمنې دي چې څومره غواړي.
مګر دويمه پوښتنه (څومره بايد لاسته راوړئ؟) دا پوښتنه د خرڅلاو او ګټې د اندازې موضوع ده چې نرخ ټاکنه هم په ځان کې رانغاړي.
درېيمه پوښتنه (څومره کولاى شئ لاسته يې راوړئ؟) دا پوښتنه د شرکت پټ قوت او اړتياوو پورې اړه لري.
موخې بايد روښانه او د اندازې وړ وي
که د يو شرکت موخې روښانه او د اندازې وړ نه وي، نو لاسته راوړنه به ونه لري. د موخو د ټاکلو پر وخت بايد مسووليتونه هم ځانګړي کړو، يانې دا روښانه کړو چې څوک څه وخت او کوم کار ترسره کړي. د جنجال او تضاد د مخنيوي لپاره بايد داسې يو کار ترسره کړو چې موخې له ستونزو سره مخ نه شي، موخې بايد د باور او اندازه کېدو وړتيا ولري.

 


د بازار موندنې عمومي موخې:
_ په بازار کې د شرکت غښتلتيا
_ د پېرودونکو د رضايت ډېروالى
_ د شرکت د څېرې تقويت
_ د شرکت د تجربې لوړتيا

د اطلاعاتو ملاتړيز رول
د پېرودونکو د غبرګون ثبتول، د هغوى سره د تړلو شيانو څېړل او هغه څه چې پېرودونکو د شرکت د خرڅلاو د څانګې په اړه مطرح کړي دي، يو اړين کار دى. دا معلومات بايد د يو مناسب پوستکالي (سافټ وير) په واسطه ثبت شي.
اوسني حالات او د موخې څرنګوالى
اوسني حالات (The status quo) او د موخې څرنګوالى (Target sitiuation) دوه مهمې معناوې لري:
اوسني حالات: 
_ شرکت په څه ډول بازار کې فعال دى؟
_ د بازار اوسنى مقام څه شى دى؟
_ د بازار سياسي، اکولوژيک او ټولنيز حالت په کوم ډول دى؟
_ څه ډول خدمات وړاندې کېږي؟
_ اصلي سيالان څوک دي؟
_ دا سيالان له کومو ستراتيژيو څخه ګټه اخلي؟
د موخې څرنګوالى:
د هر شرکت فلسفه د موخو خپرول وي.
_ د شرکت موخه
_ هغه ارزښت چې پېرودونکو ته يې ورکوي
_ د شرکت سياسي او ټولنيز مسووليت
_ ګډ ارزښتونه
_ د شرکت کلتور
ګډه بريالۍ بازارموندنه
که د بازار له اړتياوو او د سيالانو له شرايطو باخبره يو، يا په بله مانا چې هم له اوسني حالت څخه او هم د موخې له څرنګوالي څخه خبر ياستو، نو په دغه صورت کې موخو ته د رسېدو لپاره بايد په پوستکالو(سافټ ويرونو) فکر وکړو. معمولاً په جعبو کې توکو ته يوشان بڼه ورکول کېږي، چې په دې کار سره څلور لارې په نظر راځي: د محصولاتو او خدماتو سياست: شرکت کوم ډول محصولات غواړي چې د ګټې لپاره يې خرڅ کړي او کوم خدمات کولاى شي تامين يې کړي؟
د وېش سياست: د پېرودونکو د سپارښتنو اجرا کول او څومره چې ژر کېدى شي د نورو سپارښتنو اخيستل.
د اړيکو سياست: بازار د شرکت له محصولاتو او خدماتو څخه څه درس اخلي؟ کوم شيان کولاى شي د خرڅلاو په ډېرښت کې له موږ سره مرسته وکړي.
نرخونه او قراردادونه: کوم ډول نرخونه کېدى شي د سپارښتنو د ډېروالي سبب وګرځي، څنګه کېدى شي د ښه کيفيت لپاره پېرودونکي ډېرې پيسې ولګوي؟
د پاکوالي د توپير جوړښت
د پاکوالي د توپير جوړښت يوه ډېره مهمه موضوع ده، په دې برخه کې مشوره کول کېدى شي ډېره مهمه وي او پر کار اغېز وکړي او د علاقې وړ توپيرونو سره مرسته وکړي. رسنيۍ، لوړ کيفيت او نور کولاى شي د توپير په جوړولو کې رول ولوبوي.
په بازار کې د نرخونو جنګ هم يوه موضوع ده چې کولاى شو په ښو خدمتونو وړاندې کولوسره د هغې مقابله وکړو.
پېرودونکى په خپلو پښو نه راځي
پېرودونکى خپله په خپلو پښو د کار ځاى ته نه راځي، تاسو بايد هغه تعقيب کړئ. ځينې لارې چارې يې دادي:
په انټرنېټ کې پلټنه وکړئ
پېرودونکي ته د لاسرسي لپاره يوه لاره داده چې انټرنېټ ته لاسرسى ولرئ، کولاى شئ په پرله پسې توګه له نورو څخه د ايميل په لېږلو باخبره شئ. 
په نندارتونونو کې ګډون
په نندارتونونو کې ګډون وکړئ او د خپلو محصولاتو او خدماتو بروشورونه ووېشئ. په هغو نندارتونونو کې ګډون کول چې ستاسو د کاروبار اړوند وي،کېدى شي اغېزمن تمام شي.
له تبليغاتو ګټه اخيستل
تبليغات هم پېرودونکو ته د رسېدو لپاره يوه لاره ده. که څه هم د تبليغاتو د اغېزو تعريف شوى دى او محدود هم دى، تبليغات کولى شي د پېرودونکو پاملرنه راجلب کړي، خو په پوره باور سره د خرڅلاو د ډېرښت سبب نه ګرځي. په سوداګريزو او ځانګړو خپرونو کې اعلانات خپرول کېدى شي ډېر اغېزمن وي.
د ادرسونو اخيستل
په نننۍ نړۍ کې يو شمېر ادرسونه خرڅېږي او يو شمېر کسان يا ډلې دغه ادرسونه اخلي. دا ادرسونه لکه په المان کې ددې هېواد د سوداګرۍ خونې له خوا خرڅېږي او د سيمې معلومات، د خلکو شمېر، د خرڅلاو ارقام او... له ځانه سره لري.
د ټولو کانالونو له لارې خرڅلاو
د پخوا په شان نه شو کولاى د پېرودونکو پر شخصي اړيکو اکتفا وکړو. بايد له ټولو کانالونو څخه ګټه واخلو تر څو د پېرودونکو شمېر زيات شي.


د وخت مديريت
تل د وخت د مديريت په فکر کې اوسئ، وخت ته ډېر ارزښت ورکړئ، نه دا چې د ډېر وخت په لګولو سره يوازې يو کار ترسره کړو، بايد د ډېر وخت له مصرفولو ډډه وکړو.
دايمي پېرودونکي
تل د دايمي پېرودونکو په فکر کې واوسئ، شرکتونه کولاى شي د دايمي پېرودونکو له لارې ډېره ګټه لاسته راوړي او دا تلپاتې ګټه هم ده.
نوي پېرودونکي
نويو پېرودونکو ته متوجې شئ، ځکه چې خپل حسابونه په منطقي ډول خپلو سيالانو ته وړاندې کړئ. دا په ياد ولرئ چې د اوږد مهاله تاوان څخه لنډمهاله تاوان ښه دى.
پوستکالي (سافټ ويرونه)
د محاسبې او مديريت لپاره له ځينو پوستکالو څخه ګټه واخلئ، ځکه چې دا کار له دقت او تېزوالي څخه برخمن دى.
کوم کسان، څه ډول او ولې؟
دا درې پوښتنې ډېرې مهمې دي، خو په کومو وختونو کې؟
پېژندل شوي محصولات: له مسلکي سلاکارانو څخه مو د محصولاتو د کيفيت په لوړولو کې ګټه واخلئ.
پېژندل شوي پېرودونکي: خپل پېرودونکي په کټګوريو ووېشئ، چې د خرڅلاو ټيم مو هغوى سره په اړيکو ټينګولو کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.
سيمه پېژندونکي: دا موضوع په لويو شرکتونو پورې اړه لري، په هغو سيمو کې چې پېرودونکي په کې فعال دي، له هغوى سره د اړيکو ټينګولو کرښه بايد وساتي.
دنده پېژندونکي: پرسونل بايد خپلې دندې په ښه ډول وپېژني او هر يو په خپل وخت په سمه توګه خپل رول ولوبوي.

د اړيکو بازارموندنه
د بازار موندنې په اړه بحثونو کې د اړيکو مقوله هم مهم ځاى لري. په بله وينا اړيکي دي چې د يو شرکت عمومي تصوير جوړوي. بازار موندنه او اړيکي په واقعيت کې يو له بله نه بېلېدونکې بېلابېلې موضوعګانې دي. د بازارموندنې بريالۍ ستراتيژي، د عمومي اړيکو يو قوي ټيم او د خرڅلاو يو باتجربه څانګه کېدى شي د يو شرکت د پرمختګ په برخه کې اغېزمن ځاى ولري.
پر دې بايد پوه شو چې اړيکي تبليغات نه دي، خو ډېرى خلک دا دواړه يو له بل سره يوشان ګڼي، تبليغات د اړيکو يوه څانګه ده چې ډېره مهمه ده.
اړيکي په ټولو کارونو پورې اړه لري، چې يو شرکت معرفي کوي لکه له يو شخص سره اړيکي ټينګول يا دا چې شرکت يو ليک خپل پېرودونکي ته لېږي، يا يوه تابلو چې د شرکت پر ودانۍ نصب شوې وي. ليک، وېبپاڼه، ټلېفون، بروشور، خبرپاڼه او يا هغه محصولات چې خپله مو د شرکت د معرفي کولو لپاره چاپ کړي وي، کولاى شي په دې برخه کې رول ولوبوي.
په هر حال د اړيکو کړنې بايد ستاسې د شرکت د شفافيت او دقت تصوير جوړکړي. 
د يو شرکت د تصوير د جوړولو څخه د بازار موندنې په نړۍ کې موخه د شرکت طرحه (Corporate design) ده او لنډيز يې CD دى. د داسې پېژندنې په لرلو سره بايد د اړيکو دوه مهمې مقولې په نظر کې ولرئ:
د اړيکو د موخې تعريف
د اړيکو د موخې د تعريف او تعين لپاره دا اړينه ده چې څه ډول تصوير غواړو له شرکته يې واخلو او يا دا چې شرکت غواړي د بازار په کومه برخه کې واوسي. لکه له يوه شرکت څخه د يوې مذهبي او قومي څېرې وړاندې کول، بايد څېرې او نوښتونه يې له بل شرکت سره توپير ولري.
د تصوير تعريف
د يو شرکت د تصوير د تعريف لپاره اړينه ده چې له سلاکارانو او ګرافيکانو او يا له تبليغاتي اژانسونو سره مشوره وکړئ. ددې پروژې برخې عبارت دي له: د شرکت لوګو، د شرکت رنګ، وېزېټ کارت، بانکي حسابونه او نور تبليغاتي مواد (لکه بروشور، خبرتياوې او...)

د بازار اقتصادی نظام:

  د بازار اقتصادی نظام  هغه اقتصادی سیستم دی چې په هغو کې د پریکړو د نیولو او معاملو د اجرا په وخت کې د تولید پر وسایلود خصوصی ملکیت تقدس په نظر کې نیول کیږی. د ملی اقتصاد په کچه د اقتصادی معاملو او پروسو پلان او کواردیناسیون په متمرکزه سراسری بڼه نه وی.  د هر اقتصادی واحد ځانګړی پلانونه او د فعالیت تدبیرونه په بازار کې د موجودو سیالیواو د خرڅلاو د قیمتونو پر بنسټ جوړیږی. د ځانګړو اقتصادی واحدونو پلانونه چې هر یو بیل بیل د بازار د نرخونو سره په تړاو کې جوړیږی، تلل کیږی او د ټول ملی اقتصاد په کچه د همدې ځانګړو پلانونو یوځایی پیونداو ارزونه د ملی اقتصاد د پلان  او وړاندې لید له پاره په کاریږی. پانګوال نظام د خصوصی ملکیت د تقدس پر بنسټ ولاړ دی او د بازار اقتصاد د آزادو سیالیو له لارې د انسانانو د اړتیاوو د پوره کولو په میکانیسم دریدلی دی. یا په بل عبارت، د تولید پر وسایلو خصوصی ملکیت  د بازار د آزادو رقابتونو له لارې د ټولنې د اړتیاوو له پوره کولو سره ټینګ تړلی دی او د ډیرو پوهانو په نظر ، یو بې له بله ، د تصور او عملی کارونې وړ نه دی.

د بازار د اقتصادی نظام غوره بڼې:

د بازار اقتصاد یو لرغونی تاریخی اقتصادی نظام دی چې د بشری ټولنې د تاریخی تکامل سره سم یې وده موندلې او د ملی ټولنو له اړتیاوو اود نړیوالو شرایطو له غوښتنو سره سم یې بدلون موندلی دی. د تاریخ په اوږدو او په تیره بیا د شلمې پیړۍ په بهیر کې د بازار د اقتصادی نظام نوی ډولونه رامنځته شوی، چې ځینې غوره بیلګې يې د آزاد بازار (لبرال مارکیټ)، ټولنیزبازار (سوسیال مارکیټ)، د چاپیریال ساتنی ټولنیزبازار (سوسیال ایکالوژیک مارکیټ) یادولای شو.

آزاد بازار:

د بازار اقتصادبیلابیلې بڼې لری. یو له هغو بڼو څخه د آزاد بازار  (لبرال مارکټ) اقتصادی بڼه ده چې په هغو کې تولید او مصرف په آزاده توګه د بازار د لارې اداره کیږی. دولت په مستقیمه توګه په بازار کې مداخله نه کوی او یوازې د غیر مستقیمی لارې د بازار په پروسو کې لاس وهلی شی. د مثال په توګه، دولت کولای شی چې ځینی دولتی محصولات بازار ته وړاندې کړی، په سیالیو کې برخه واخلی او یانوی قوانین جوړ او عملی کړی. په آزاد بازار کې اساساً هر څوک خپلې شخصی ګټې لټوی او د هغو د ترلاسه کولو له پاره تولید کوی، خدمتونه وړاندې کوی، په اقتصادی معاملو کې برخه اخلی او له دې لارې په آګاهانه او یا نا آګاهانه بڼه د غونډې  ټولنې د ژوند دسطحې په لوړولو کې رول ادا کوی. داحتمی نه ده چې یو څوک د ټولنې ته د خدمت په عالی درک او احساس په اقتصادی پروسو کې مسئولانه ونډه واخلی، بلکې یوازې د شخصی ګټو د تر لاسه کولو په هدف اقتصادی کار يې په آخری پایله کې د ټولنې د ژوندانه د ښه والی او وطن او وطندارانو ته د خدمتونو خواته  کشوی.

د آزاد بازار په اقتصادی سیستم کې د قراردادونو آزادی یو له غوره ځانګړنو څخه ده. دولت د کار او د نورو اقتصادی معاملو په تړونونو کې لاس وهنه نه کوی. هر څوک د شخصی تشبث، د کار او شغل د انتخاب آزادی لری او کولای شی  پخپله آزاده اراده د هغو په اړه تصمیم ونیسی او د آزادو قراردادونو له لارې د قانون په چوکاټ کې له نورو سره سیالیو ته داخل شی.  د آزاد بازار بله ټاکونکی نښه د مصرف او مصرفوونکو آزادی ده. همدا شان د شغل او مسلک آزادی هم د آزاد بازار له غوره بیلوونکو بیلګو څخه ده. دا ټول بیاد تولید پروسایلو د خصوصی مالکیت پر بنسټ ولاړ دی.

د تولیداتو  او خدمتونو قیمتونه د هغو څښتنان پخپله خوښه آزاد ټاکی او دا په بازار کې د عرضې او تقاضا د انډول له لارې پخپله تنظیمیږی. په آزاده توګه ټاکل شوی قیمتونه بیا پخپله د بازار بیلانس ساتی او د ځينو محصولاتو د اړتیا څخه د زیات تولید(اضافه تولید) مخه نیسی. 

د ازاد بازار په اقتصادی نظم کې بازارته د هر چا مخه خلاصه ده. هر تولیدوونکی کولای شی خپل مال په آزاده توګه وړاندې کړی او هر مصرفوونکی هم کولای شی په آزاده توګه د خپلې اړتیا وړ شیونه پخپله خوښه انتخاب او مصرف کړی. بازار ته آزاده لاس رسی ددې سبب کیږی چې هر تولیدوونکی هاند وکړی، تر څو د مصرفونکو د مینې او ذوق سره برابر پیداوار وړاندې کړی، نوی نظرونه رامنځته شی، ورځ په ورځ د ټاکلی شی نوی موډلونه  او د نویو خدمتونو ډولونه  تولیداو رواج  شی.

د آزاد بازار په سیستم کې د سیالیو آزادی شته او رقابتونه آزاد دی. دا که له یوه لوری د مالونو او پیداوارو د کیفیت د ښیګڼې او ظرافت سبب کیږی له بلې خوا دمالونو د خرڅلاو د قیمتونو د بیلانس سبب هم کیږی.

د تولید پر وسایلو خصوصی ملکیت، آزادې سیالۍ او آزاد تجارت چې د اقتصادی لیبرالیسم اساسی ستنې دی، د آدم سمیت  (Adam Smith )  په نظر د ټولنې د ژوند د سطحې د لوړتیا او سوکالۍ له پاره بنسټیز لومړنی شر طونه دی. ټولنیز ژوندانه په عمل کې هم دا وښوده چې اقتصادی لبرالیسم د اقتصاد صنعتی کېدواو د پیداوارو ظرافت او تنوع ته  چټکتیا ورکړه چې په پایله کې یې پانګوال نظام زغرده وده وکړه.  دا پروسه  بیا د ټولنیزو پراخه پرګنو له بیوزلۍ سره هم ملګرې ده او په پایله کې يې دبډایانو او بیوزلانو ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیاتیږی.

سره له دې چې د اقتصادی لبرالیسم طرفداران په اروپا او امریکا کې ټول په بنسټيزه توګه د اقتصاد د ځواک له پاره کارکوی، خو تر منځ يې ټاکلی توپیرونه هم شته. په اوسنی وخت کې د لبرالیسم نظریه د سیاست د ډګر په څیر په اقتصادی برخه کې هم له هغه پخوانۍ جاذبې څخه لویدلې او د پام وړ پلویان نه لری.

په ډيرو بحثونو کې داسې هم اوریدل کیږی چې د آزاد بازار اقتصاد د افغانستان په اساسی قانون کې د افغانستان لپاره د اقتصادی سیستم په حیث منل شوی دی. دا خبره سمه نه ده. د افغانستان په اوسنی اساسی قانون کې د آزاد بازار اقتصاد نه، بلکې یوازې د بازار اقتصادی سیستم د هیواد د ملی اقتصاد له پاره منل شوی او د هغو د بڼو د انتخاب له پاره  لاره آزاده پریښودل شوی ده.  په اساسی قانون کې راغلی دی چې:

«مادهء دهم:

دولت، سرمایه گذاریها وتشبثات  خصوصی را مبتنی بر نظام اقتصاد بازار، مطابق به احکام قانون، تشویق ، حمایت و مصئونیت آنها را تضمین می نماید.»

او همدا ډول :

«مادهء چهلم:

ملکیت ازتعرض  مصون است .

هیچ شخص از کسب ملکیت و تصرف  درآن منع  نمی شود، مگر درحدود احکام قانون.

ملکیت هیچ شخص، بدون حکم قانون  وفیصلهء محکمهء با صلاحیت مصادره نمی شود.

استملاک  ملکیت شخص ، تنها به مقصد تأمین منافع عامه، دربدل تعویض قبلی وعادلانه ، به موجب قانون مجاز می باشد.

تفتیش و اعلان  دارایی شخص، تنها به  حکم قانون صورت می گیرد.»

 

 

 

سوسیال بازار (سوسیال مارکټ):

د سوسیال بازار اقتصادی سیستم چې د بازار د اقتصاد ځانګړې بڼه ده،  د پانګوالۍ د رژیم د سیالیو پر بنسټ دولت ته دا واک او دنده ورکوی چې په اقتصادی موضوعګانو کې سیاسی – اجتماعی اصلاحات تر لاس لاندې ونیسی، ټولنیز عدالت او سیاسی ثبات ته لومړیتوب ورکړی او د ټولنیزو مساواتو په لار کې ګام واخلی.

د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د اجتماعی بازار اقتصادی سیاسی سیستم مطرح شو او د هغو د پراختیا او پر مختګ په لارکې ګامونه واخیستل شول. په سرمایداری اقتصادی نظام کې د ټولنیزو مسئلو د ښېګڼې او د بیوزلو او محرومو طبقو او قشرونو په ګټه د دولت لاسوهنې ته ځکه اړتیاده چې د پخپل سر او آزادې پانګوالۍ لخوا ډیر ځله د هیواد محرومان او ټولنیزی ضروری چاری  له پامه غورځول کیږی او پایله یې دټولنیز یووالی او سیاسی ثبات د له منځه تلو سبب کبږی. د سرمایداری اقتصاد همدا خپل سرې ودې د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمایی کې د لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې په رامنځته کیدو کې د پام وړ رول ولوباوه.

د الفرید مولر ارمک (Alfred Müller-Armack ) او لوډویګ ایرهارډ (Ludwig Erhard)  له نظره د سوسیال بازار ښیګڼه داده چې د آزاد بازار مثبتې خواوې ساتی، د اقتصادی ځواکمنتیا او د تولیداتو او خدماتو د تنوع له بهیره ننګه کوی، خو په عین وخت کې د هغو  د منفی اړخونو  او  بدو اغیزو مخنیوی کوی،  په ټولنیز ژوندانه کې د ګټې د ترلاسه کولو په خاطر د آزاد بازار د رقابتونو د ورانوونکې اغیزې مخه نیسی او  د څو محدودو کسانو په لاس کې د اقتصادی ځواک دانحصار او تمرکز د ماتولو له پاره د ټولنې په ګټه مناسب او قانونی  تدبیرونه نیسی. د ټولنیز بازار د اقتصاد هدف دادی چې د ټولنې د وګړو د ژوند د سطحې د لوړولو له پاره له ټولو امکاناتو کار واخیستل شی او په عین حال کې د ملی یووالی، ټولنیز مصئونیت، امنیت، سولې او عدالت د تأمین او تحکیم په لار کې هم پوره اقدامونه تر لاس لاندې ونیول شی.

په ټولنیز بازار کې د دولت  ځای او رول د آزاد بازار  څخه فرق لری.  دلته دولت د آزاد بازار په څیر په اقتصادی چارو کې پاسیف رول نلری، بلکې په فعاله توګه په اقتصادی معاملاتو کې برخه اخلی او په هغه ځای کې چې اقتصادی پروسې د ټولنیزو، سیاسی چارو دموازنې د له منځه تلو سبب کیږی، فعال دفاعی او اصلاحی تدبیرونه نیسی. په دې حال کې د دولت غوره اجتماعی سیاسی هدفونه او تدبیرونه د کار په بازار کې، د شتمنیو د جوړولو په سیاست کې، د کورونو د جوړولو او توزیع په سیاست کې، د ښوونې او روزنې په چارو کې د عایداتو پورته کیدو او معاشاتو په اندازه او ویش کې مداخله او داسې نور تر لاس لاندې نیول کیدای شی.  هدف دادی چې اقتصادی پرمختګ او د مادی نعمتونو پریمانی د ملت د عامو وګړو ترمنځ د کشمکش سبب نه شی، بلکې د آزادې سیالۍ په پایله کې د رامنځته شوی  پرمختللی اقتصادی ځواک په واسطه  ټولنیز عدالت، پیوستون او پرمختګ تضمین کړی. د سوسیال اقتصادی مارکټ نظام داسې شرایط رامنځته کولای شی چې  د ملی اقتصاد پرمختګ د ټولنیز عدالت، پیوستون او تره قۍ سره ټینګ تړاو ولری، نه داسې چې د بې امنۍ،اجتماعی انشقاق او سیاسی بی ثباتۍ سبب وګرزی. د سوسیال بازار مارکټ کله کله د سوسیالسم او پانګوالی  نظامونو تر منځ دریمه اقتصادی لار هم نومول شوی ده، خو ډیر پوهان د داسې اصطلاح استعمال سم نه بولی. په نړۍ کې د سوسیال بازار غوره نمونه د آلمان اقتصادی نظام دی چې د ملی اقتصاد د پر مختګ سره یوځای د افرادو ټولنیز مصئونیت هم تضمینوی. په سوسیال بازار کې دولت مکلفیت لری چې بیوزلو، زړو، معیوبو، بیکارو او نورو ټولنیزو مرستو ته  اړو کسانو او د هغو اولادونو ته  د ژوند لومړی ضرورتونه د ټولنې په منځګړې کچه ورسوی. هر څوک حق لری چې مناسب خوراک او څښاک، د سمو جامو د اغوستلو او د معیاری کور د اوسیدلو امکانات ولری.  په هیواد کې د هر اوسیدونکي روغتیا د دولت لخوا بیمه ده. هر څوک حق لری چې د دولت له بودجې او ټولنیزو فاندونوڅخه ورته د زده کړی او ښوونې او روزنې شرایط برابر شی.  د کوچنیانو د زده کړې او تحصیل امکانات د هغوی د میندو او پلرونود ټولنیز موقف او شتمنۍ تابع نه وی.  دولت مکلف دی چې د قانون له مخې د هر چا استعداد ته د ودې مخه خلاصه او ترې بشپړه ننګه وکړی. په دې توګه د سوسیال مارکټ په نظام کې د کور، کالیو، ډوډۍ، صحت او سواد ستونځو ته د حل د لارو موندل د دولت له مکلفیتونو څخه شمیرل کیږی  او د پرمختللی اقتصادی ځواک په زور ورته په آسانه مناسبې لارې موندل کیږی.

سوسیال ـ ایکالوژیک مارکټ (دچاپیریال ساتنې ټولنیز بازار):

د وخت په تیرېدو سره د بشری ټولنې د پایښت له پاره د چاپیریال اهمیت زیاتیږی او د هغو د سالم ساتلو دنده د انسانانو په وړاندې ورځ په ورځ غوره کیږی. ډیر اقتصادی فعالیتونه د انسانانو د ژوند په چاپیریال  منفی اغیزه کوی. له همدې کبله د بازار د اقتصادی نظام د سوسیال مارکټ تر څنګ د شلمې پیړۍ په آخرو کې د ایکالوژیک مارکټ تیوری هم رامنځته شوه او وده یې وکړه. ددې نظریې او عملی اقتصادی نظام هدف دادی چې د اقتصاد (ایکانومی) او د ژوند د چاپیریال (ایکالوژی) تر منځ بیلانس وساتل شی.

د شلمې پیړۍ تر دوهمې نیمایی پورې دا نظریه چلیده چې طبیعی ذخیرې پریمانه او ډیرې دی.  د ژوند د چاپیریال له طبیعی زیرمو څخه وړیا ګټه اخیستل کېده . د شلمې پیړۍ په دوهمه نیمایی او په تیره بیا د اومې لسیزی وروسته دې نظریې زور واخیست چې د ژوند چاپیریال پخپله زیات ارزش لری او باید د تولید له داسې میتودونو او د اقتصادی فعالیتونو له داسې سیستمونو څخه کار واخیستل شی چې د انسانانو د ژوند پر چاپیر يال یې ناوړه اغیزې کمې وی. دلته باید اقتصادی ګټې اوچاپیریال ته د زیان رسیدو ترمنځ سنجش وشی او خالصه اقتصادی ګټه باید د ژوند د چاپیریال د تاوان له لارې لاسته رانه وړل شی.  که په سوسیال بازار کې د اجتماعی او سیاسی مصئونیت او ثبات موضوع په نظر کې نیول کېده، په سوسیال ـ ایکالوژیک مارکټ کې د هغو تر څنګ د ژوند د چاپیریال ساتنه هم په پام کې نیول کیږی. په دې اقتصادی نظام کې د اقتصادی ګټو د ترلاسه کولو له پاره د ژوند د چاپیریال خرابولو ته اجازه  نه ورکول کیږی.

د اقتصادی فعالیتونو او له هغې لارې د مادی ګټو د ترلاسه کولو په لار کې د ژوند د چاپیریال د خرابۍ د مخنیوی په خاطر ټاکلی معیارونه او میتودونه کاریږی. د نمونې په توګه ویلای شو چې د تولیدی ـ اقتصادی فعالیت په پایله کې دکاربن ډای اکساید د تولید د اندازې پر معیار د چاپیریال مالیه ټاکل کیږی. هر څوک او هر اقتصادی ، تولیدی  کامپلکس چې ډیر کاربن ډای اکساید تولیدوی، د ډیرې مالیې پر ورکولو مکلف وی. یا هر څوک چې ډیره انرژی  مصرفوی هم ورباندې د چاپیریال مالیه  ایښودل کیږی. دا سې ډیر نور میتودونه هم شته چې په اقتصادی فعالیتونو کې د چاپیر یال د تخریب  په  مخنیوی او کمښت کې مثبت رول لوبولای شی.

په ایکالوژیک ـ ټولنیز مارکټ کې دولت د چاپیریال د ساتنې له پاره په بازار او اقتصادی معاملو کې فعاله مداخله کوی او هر څوک د ګټې د ترلاسه کولو په خاطر د چاپیریال په تخریب کې آزادې لاسوهنې ته نه پریږدی. دلته دا هم په نظر کې نیول کیږی چې په تولیدی ـ اقتصادی پروسه کې څومره انرژی مصرفیږی او په چاپیریال یې اغیزه څومره ده؟

 د چاپیریال د ساتنې د مؤسسو لخوا داسې هڅې روانې دی چې د ژوند د چاپیریال د قیمت د معلومولو او د بازار په معاملو کې داخلولو له پاره د هغو د سنجش په خاطر څرګندکمی مقیاسونه رامنځته کړی، چې تر ټاکلې اندازې ورپکې بریالی هم دی.  دا نظریه ورځ تر بلې غښتلې کیږی چې د ژوند او فعالیت چاپیریال باید چاته د وړیا څیزونو په حیث د اقتصادی فعالیتونو له پاره په اختیار کې ورنکړل شی.  دا د دولت د عمومی شتمنۍ په حیث وګڼل شی او پر استعمال یې قیود وضعه او قیمت پرې کيښودل شی. د بلې خوا د تولید په پروسه او نورو اقتصادی معاملو کې د انرژۍ مصرف تر کنترول لاندې ونیول شی او د برق، تیلو، ګازو او نوره انرژی باندې مالیه جګه شی. دایکالوژیک ـ ټولنیز بازار په نظام کې هدف دا هم دی چې د راتلونکو نسلونو له پاره د ژوند طبیعی چاپیریال سالم وساتل شی.

 

نوشته شده در تاريخ ۱۳۹۲/۱۰/۱۸ توسط دروح الله روحانی
 

دوهم فصل

بازار   Market

پدي خبره باندي مونږپوهيږوچی دمختلفواجناسو قيمتونه په بازارکې  دعرضي اوتقاضاپه اساس ټاکل کيږي. معنى  داچی په بازارکى پيرودونکى اوپلورونکى يودبل سره په مقابله کولوکى ديوشي قيمت ټاکي ددې  خبري دتحليل اوتجربي لپاره ضروري ده چی مونږدهرڅه دمخه دبازارپه مفهوم باندي ځان پوه کړو.

بازاريعني څه؟   Meaning of Market

په عام ډول سره بازارعبارت دهغه ځاي څخه دى  چی داجناسواخستل اوخرڅول صورت مومي.لکه دغلي بازار،دتازه ترکاري بازاردبرقي سامان الاتو بازاردلباس بازاراوداسي نور.مگرپه اقتصادکى بازاراصطلاح ډيره وسیع اوپراخه معني لري.په اقتصادکى د بازارڅخه مقصدکوم ځانگړي ځاي ندي بلکه ټول هغه ځايونه چي هلته پيرودل اوپلورل په ازادانه ډول صورت مومي اوپه خپلومنځونوکى سره رابطه ټينگوي بازار بلل کيږي                  ولې  داضروري نده چی هغوي دي په خپلومنځونوکى سره وگوري دوي کولي شي چی ايميل، مبايل،فکس له لاري يودبل سره معامله وکړي.

ددي رابطي په اساس ديوجنس دقيمت دتعين په صورت کى بايدپه هغه ټوله منطقه کى يوشان صورت ونيسي.چی په همدي ډول سره دغه ټوله ساحه ددي جنس بازارجوړيږي چی دغه منطقه يوښارهم کيدي شي چی ددي حدودديوي ولسوالي،ولايت   اوديوه هيوادڅخه نيولي ترټولي نړي پوري رسيږي شرط پکى دادي چی پدي ټوله منطقه کى په يوه وخت کى ديوجنس قيمت يووي.

داقتصادمشهورعلمان ډيو  او کلور    Due and Clover د بازارتعريف په لاندي ډول کړي دي.

تعريف : دبازارڅخه مقصدهغه ساحې  دي چيرته چي پيرودونکى اوپلورونکى په داسى کاروبارباندي تړلى وي چی په دغه ټوله منطقه کى ديوجنس دقيمت ټاکل اودنوموړي جنس تبادله پکى صورت ونيسي.

دفرانسي داقتصادماهرپروفيسرکورنوټ Cournot دبازاردقلمي وضاحت په لاندي ډول سره کړي دي.

دبازارڅخه مقصدهغه ساحه ده چيرته چى پيرودونکى اوپلورونکى په خپل منځ کى سره په ازادانه ډول رابطه ټينگوي.چی پدي اساس په دغه ټوله منطقه کى ديوجنس قيمت په تيزي سره يوکيږي.

دلته داخبره دزدکری وړده چی ديوشي په حمل ونقل باندي کوم مصرف راځي دغه مصرف دبازاريونوعه قيمتونه نشى متا ثره کولى مثلاَ که دافغانستان په شمال ولاياتونوکى انگورويوچارک قيمت ٢٠ افغاني وي که دغه انگوردجلال ابادښارته راوړل شى اودجلال آبادپه ښارکى ديوچارک انگورو قيمت ٣٠ افغاني شي نوپدي صورت کى دشمالى ولاياتوقيمت اودجلال آباد ښار قيمتونه سره يوشان دي ځکه دغه ١٠ افغاني دترانسپورت قيمت دي نوويلي شوچی دشمالى ولاياتونوبازارونه اودجلال آبادښاردشمالى انگورولپاره مارکيټونه دي.ځکه چى پدغه دواړوبازارونوکى په حقيقت کى يوقيمت دي.

    په يوه بازارکى لاندي عناصر دذکروړدي

١_   دخرڅولواواخستلوجنس بايدموجودوي.

٢_    پيرودونکى اوپلورونکى بايدموجودوي.

٣_    پيرودونکى اوپلورونکى ترمنځ بايد ازادانه رابطه وي.

٤_    داسي يوه منطقه چی هلته ديوجنس قيمت يووي.

  دبازارډولونه  Kind of Market

بازار کولاى شو چې د مختلفو جنبو له مخې تقسيم بندي کړو:

د مختلفو قسمونو توکو او خدماتو تبادله چې په بازار کې تر سره کېږي، کولاى شو چې بازارونه په لاندې ډولونو سره تقسيم بندي کړو

 دبازارډولونه عبارت دي له

الف:دوخت په لحاظ According to time

ب:   دځاي په لحظ سره  According to space

   ج:    داجناسوپه لحاظ سره  According to Commodities

  د:     درقابت په لحظ سره  According to Competition

 چى هريواوس په لاندي ډول سره ذکرکوو.

  الف:دوخت په لحاظ دبازارډولونه: دوخت په لحاظ بازارپه لاندي قسمونوسره تقسيموو.

١    ورځنى بازار  Day to day Market

ورځني بازاردهغه اجناسوبازاردي چی هغه دنهايي کم وخت لپاره دهغي اخستل اوخرڅول صورت نيسى.

دمثال په ډول غوښه،سبزيجات شيدي،ماهيان اوداسي نوردغه اجناس چی په هره اندازه بازارته عرضه کيږي بايد هغه ټول په خرڅلاوورسيږي يعني بازارددغواجناسوعرضه بايد معينه (Fixed)وي چی نه کموالي اونه زياتوالي راشي.نوويلي شوچی په تقاضاکى دتغيراتوله وجي قيمتونه هم ورځ په ورځ تغير کوي.

که کومه ورځ تقاضازياته شي نوقيمتونه هم ورسره لوړيږي.

برعکس دتقاضادکميدوپه صورت کى قيمتونه خودبه خودراټيټيږي.

٢_    لنډمهاله بازارونه   Shart Period Market

دلنډي مودي په بازارونو کى اجناس ديوي لنډي مودي لپاره ذخيره کيږي يعني دڅوهفتويامياشتولپاره په بازارکى ذخيره کيږي.

يادا دداسي اجناسوبازاردي چی دلنډمهاله یا  دڅوهفتويامياشتوپوري ذخيره کيداي شي ترهغه وخته پوري چی په تقاضاکى تغيررامنځ ته کيږي په عرضه کى هم په همغه اندازه تغيرات واقع کيږي.

څرنگه چى پدي بازارونوکى دجنس دذخيري وخت ډيرکم وي نوددي لپاره که يوشي ته تقاضا زياته شي دهغي دعرفي زياتوالي تريوحده پوري ممکن کيداي شي مثلا که وريجوته تقاضا زياته شي نو دوريجو ميلونه په دوه يادري شفټونو په چلولودوريجوعرفه تريومحدودحده پوري زياتيدلي شي مگرکه چيرته تقاضاډيره زياته شي

 نو په لنډوخت کى نوي تصدي په نسبولوسره دعرفي زياتوالي ممکن کيدلي نشي فلهذا په لنډه موده کي په مارکيټ کي دقيمت انحصار دعرفي په مقابل کى زياتره په تقاضاباندي وي.

٣_    اوږدمهاله بازار  Long period Market

دادداسي اجناسو بازاردي چی دهغوي په قيمتونوکى دعرفي اوتقاضااوږدمهاله تاثيراتواندازه اخستل کيږي.داپه دي معنئ چي ديوشي تقاضاترډيره وخته پوري به کميدوشي نو دتصديوخاوندان دنوموړي شي توليدات کموي چی پدي سره دعرضي مقدارکميږي چی پدي حالت کى دشي قيمت په چټکى سره نه ټيټيږي.

    برعکس که چيرته ديوشي په تقاضاکى دزيات وخت لپاره زياتوالي راشي نودتصديوخاوندان په خپلوتصديوکى دتوسع راوستلوبرسيره نوي تصدي هم جوړوي چی پدي سره ديوشي عرفه په مستقل ډول سره زياتيږي چی پدي سره ديوشي په قيمت کى په زياته اندازه اضافه والي نه راځي قلهذا په اوږدمهاله بازارکي ديوشي دتقاضاتغيرات په نظرکى نيولوسره دهغه شي دعرضي مقدارپه همغه اندازه باندي کميږي يازياتيږي ځکه چى ددغه شي په قيمت کى ډير زيات تغيرات نه واقع کيږي دمثال په ډول که چيري ترډ يري اوږدي مودي پوري  Water Coolerتقاضا کمه شي نودتصديوخاوندان به دغه توليدکم کړي يابه ددي کاروبارپريږدي اويوه بله نوي پيشه به اختيارکړي که چيرته په دغه موده کى Water Cooler ته تقاضازياته شي نودتصدي خاوندبه خپل کاروبارته پراختياورکړي ددي علاوه ډيردتصديوخاوندان به دWater Cooler نوي تصدي جوړي کړي چى پدي سره دعرضي مقداربه زيات شي چی پدي سره به قيمت لږيا زيات په يوي خاصي سطحي باندي برقرار شي فهلذا په يوه اوږده مودي کى ديو جنس عرضه دهمغه جنس په قيمت باندي زيات تاثير واردوي.

ب:   دځاي په اساس دبازاراقسام

دځاي په اساس دبازاراقسام په لاندي ډول دي.

١_    محلي بازار  Local Market

هغه اجناس چی په يوه سيمه کى پيداکيږي اوپه همدغه سيمه کى په مصرف رسيږي يعني دسيمي دخلکولخواخريداری کيږي چي دي ډول بازار ته محلي بازارويل کيږي.چى په دي ډول بازارکى لاندي اصول پلورل کيږي.

شيدي،سبزي جات،غوښه اوداسي نور.چی ددغواجناسوانتقالول ديوي سيمي څخه بلي سيمي ته چی دخرابيدو امکانات لري بس ددغواجناسوبازارته دمحلي Local Market کلمه استعمالولى شوهمدارنگه په محلي بازارونوکى هغه اجناس هم شامل دي چی دوزن په لحاظ دزيات وزن لرونکى وي دمالي له لحاظه دډيري کمي ماليی لرونکى دي.لکه خښتى،ډبري(تيږي)اودځناوروکاروبارهمدارنگه ددغواجناسو اخستل اوخرڅول هم په محلي سطحه باندي کيږي.

٢_    سيمه يزبازار  Regional Market

هغه بازارونه چى دهيواد په يوي برخي يا سيمي پوري منحصروي دسيمه يزبازارو څخه عبارت دي.

په عام ډول سره په دغه بازارونوکى داجناسوراکړه ورکړه دسيمي دخلکوپه رسمورواج اودهغوي دخوښي اوشوق پوري اړه لري.دمثال په ډول دکندهار په ولايت کى دکوټۍ دښارلاسى جوړي شوي خولي ډيري مروجي دي چی پدي اساس دکوټۍ دخوليوسيمه يزبازاردکندهارپه ولايت کى دکوټۍ دښارلاسي جوړي شوي خولي ډيري مروجي دي چی ددغه رنگه اجناسوبازارته سيمه يزبازارويل کيږي.

٣_    ملي بازار  National Market

ملي بازارعبارت له هغه بازارڅخه دي چی په هغي کى دهيوادوگړي خپل خپل اجناس په اسانى سره خرڅ اوواخلي دي نوعه بازارته ملي بازارويل کيږي.

په عام ډول سره ټول پيداوار اوکم وزنه اجناس په ملي بازارکى شامل دي ځکه چى دهيوادهري برخي ته ددغواجناسو رسول په اساني سره صورت نيسي.مثلاً:دافغانستان دسپين غرغوړيوتوليدات چی دهيوادټولو برخوته رسيږي اوپه ټولو بازارونوکى پيرودل اوپلورل کىږي پس دسپين غرغوړيوبازاردهيوادملي بازارتشکیلوي.

٤_    نړيوال بازار  International Market

هغه بازارچی دنړي دټولوهيوادونو اجناس پکى عرضه اوتقاضاصورت نيسي عبارت دي له نړيوال بازارڅخه.

نړيوال بازار:عبارت دهغه بازارڅخه دي چی په هغي کى دنړي دټولو هيوادونو اجناس پلورل اوپيرودل کيږي.

هغه اجناس چى دنړي په ټولو بازارونو کى پيداکيږي عبارت دي له موټر،راډيو،ريفريجريټر،ایرکنډيشن اوداسي نورچی دغه اجناس ډيرمقاومت لرونکى اجناس بلل کيږي اوديوه هيوادڅخه بل هيوادته دانتقال په وخت کى کومي ستونزي نه رامنځ ته کوي.اودنړي ټول وگړي دغوتوليداتو(اجناسو)ته تقاضالري چى ددغي اجناسوعرضه دتقاضامطابق دنړي هرگوټ ته رسيږي اوهمدارنگه دنړي ټول پيرودونکى اوپلورونکى په خپلومنځونوکى سره رقابت کوي اوددغواجناسونرخونه سره ټاکى.

ج      داجناسوپه لحاظ دبازارډولونه

داجناسواوخدماتوپه لحاظ دبازارډولونه په لاندي ډول دي.

١_    عام بازار General Market

دعام بازارڅخه مقصد داسي بازاردي چی په هغي کى هرنوع اجناس پيرودل اوپلورل کيږي.

دمثال په ډول په کابل کى د منډيي په جلال آباد کى دډنډغاړه اوداسي نور بازارونه چی دهيوادپه هرولايت کى وجودلري چی دخلکودضرورت هرنوعه اجناس پکى پلورل اوپيرودل کيږي چى دخرڅلاودارنگه ځايونوته عامه بازارونه ويل کيږي

اوهمدارنگه بازارونه په هرکلي اوهر ښارکى پيداکيږي ترڅودهغه ځاي دخلکوصرورتونه ددغوبازارونوڅخه پوره شي.

٢_    خاص بازار Specialized Market

هغه بازاريامارکيټ چی په هغي کى يوازي ديوجنس کاروبارصورت نيسي عبارت دي له خاص بازارڅخه لکه دوريجومارکيټ دمالگي مارکيټ غلجاتومارکيټ اوداسي نورمارکيټونه.

٥_    دپانگي بازار  Capital Market

دپانگي دبازارڅخه مرادهغه بازاردي چی په هغي کى نوي کفالستونه (Securitize) اونوي بانډونه اخستل کيږي اوخرڅول کيږي.

٦_   داسحاموبازار    Stock change

 ددي څخه مرادهغه بازاردي چی په هغي کى زاړه کفالستونه اوبانډونه اوهمدارنگه دموجوده کمپنيو اسحام اخستل اوخرڅول کيږي

٧_  دعواملو بازار

 دعواملودبازارڅخه مرادهغه بازاردي چی دتوليداتوعواملو يعني ځمکه کارګرپانگه اواداري خدمتونه اخستل اوخرڅول کيږي اوددي تبادله دعرضي اوتقاضا په اندازوپوري تړلي دي .

٨_    دپيسو بازار Many  Market

دپيسودبازار څخه مراد هغه بازاردي چيرته چي مالي اداري (financial Institation) عامو خلکو اوکاروباري اداروته قرض په ډول ورکول کيږي.

٩_    دپيسودتبادلي بازار Foreign Exchange Market

دپيسو دتبادلي د بازارڅخه مرادهغه بازاردي چی دخارجي هيوادونوڅخه کرانتي اخستل اوخرڅول کيږي.

 (  درقابت په لحاظ د بازارډولونه)

درقابت په لحاظ د بازارډولونه په دوه ډوله دي.

الف: کامل رقابت بازار Perfect Market

دکامل رقابت بازارڅخه مرادهغه بازاردي چی هلته کامل رقابت موجودوي.

ب:    دناقص رقابت بازار In perfect Market

الف: دکامل رقابت بازار Perfect Market

 ‌يورقابتي بازارته ترهغه وخته پورى کامل رقابتي بازارنشوويلي ترڅوپوري چی په هغي کى کامل رقابت پلي شوي نه وي دکامل رقابت لپاره چی کوم شرطونه ضروري دي په لاندي ډول دي.

دکامل رقابت شرطونه :

١_    متجانس اشياء

٢_    داخیستونکواوپلورونکوپه مقدارکى زياتوالي.

٣_    په صنعت کى دتصديوازادانه داخله.

٤_   اخستونکى اوخرڅوونکى بايددبازاردحالاتوڅخه په مکمل ډول خبروي.

٥_    دتوليدپه عواملوکى په ازادانه ډول انتقال.

٦_    دعرضي اوتقاضاپه ازادانه ډول سره عمل کول.         

   الف :  دکامل رقابتى      بازارگټي اوتاوانونه:

رقابتی بازارگـتی

١_    په کامل رقابت کى ديوهيوادوسايل په ښه ډول سره استعمال کيدي شي.

٢_     په کامل رقابت کى دعرضی اوښه معياری شيانوزياتوالي.

٣_     په کامل رقابت کى دنوواختراعاتو دحوصلي لوړول.

٤_     په کامل رقابت کى دبیروزگاري خاتمه.

٥_     په کامل رقابت کى دملي عايدمساويانه تقسيم.

دکامل رقابتى بازار تاوانونه

١_     په کامل رقابت بازارديو هيواد دوسايلوضایع کيدل.

٢_     په کامل رقابت بازارکى دداخلي اوخارجي گټوڅخه محرومي.

٣_     په کامل رقابت بازارکى دقيمتونوټيټيدل اولوړيدل.

٤_     په کامل رقابت بازارکى دعامه گټولپاره نه مناسب  والي.

ب:    ناقص رقابتى بازار In perfect computation Market

         په عملي ژوندکى کامل رقابت ډيرکم ليدل کيږي نود دي لپاره ناقص رقابت په حقيقي ډول سره مخکى دي ددي علت دادي چی په کامل رقابت کى ديو شي ټول واحدونه يوډول وي اوقيمت يي هم يو وي چی نه اخستونکى اونه خرڅوونکى په خپل انفرادي عمل سره متاثرکولي شي نوپدي ډول په کامل رقابت کى دتصدي گټه کمه وي چی دهغي په واسطه د تصدي خاوندانو حوصيله کميږي نوددي سره په څنگ کى ديوشي يوشان والي له منځنه ځي پدي صورت کى دتصدي خاوندان خپل توليدات په مختلفو نښوسره جوړوي اوخپل ليبلونه پري لږوي اوبازارته يي دخرڅلاولپاره عرضه کوي اودمعمول څخه په زيات قيمت په لاسته راوړلوباندي کاميابيږي.

کله چى ديوشي ديوه نوعيت مختلف برانډ،نه په بازارکى په مختلفو قيمتونوسره خرڅشي نودي حالت ته ناقص کامل رقابت ويل کيږي.

دناقص رقابتي بازارشرطونه:

دکامل رقابت برعکس دي چی په لاندي ډول سره دي.

١_   دمختلفوتصديوخاوندان چی کوم شي توليدوي دهغي ټول واحدونه يوشان نه وي بلکى هغه درنگ،وزن،ليبل اونورو خصوصياتو په اعتبار باندي ديو اوبل څخه فرق لري مثلاً دجاموصابون،ديوارډصابون اوداسي نور.

٢_   په صنعت کى نوي تصدي په اساني سره نشي داخليدلي نوهغوي هروخت دمخکنيو تصديو پيداشوي مصنوعي مشکلاتو سره مخامخ کيږي.

٣_   ديوجنس ديوبرانډاخستونکواوخرڅوونکوتعدادکم شي اويوهم دخريدارانو څخه په خپله تقاضآکى کموالي يازياتوالي راولي اويايودخرڅوونکوڅخه دخپلي عرفي په مقدارکى کموالي يازياتوالي راولي نودجنس په قيمت کى هم تغيرات واقع کيږي چی په همدي اساس په ناقص رقابت کى دمختلفوبرانډونو اجناس په مختلفو قيمتونوسره په خرڅلاو رسيږي.

٤_   اخستونکى اوخرڅوونکى د بازاردحالت څخه بي خبره وي يعني نه اخستونکى پدي پوهيږي چی دمختلفو اجناسودوکانداران ديوشي کوم قيمت لاسته راوړي اونه خرڅوونکى ديواوبل دخرڅلاو دقيمت څخه خبروي.

٥_   دتوليدعوامل:دتوليد دعواملو انتقالول ډيرمحدودوي يعني ديوه ځايه څخه بل ځاي ته ياديوي بيشي څخه بلي پيشي ته ډيرکم انتقال کوي.

٦_   عرضه اوتقاضآپه خپل منځ کى سره په ازادډول عمل نه کوي.خودولت اودتصديوخاوندان پدي باندي بنديزونه لږوي اوديوشي قيمت ټاکى.

دناقص رقابت ډولونه

دبازار شکل

بازارونه دخپل شکل له مخې په بېلابېلو ډولونو ويشل کيږي :

هغه ډير عمده او مهم شکلونه يې عبارت  دي له  :

انحصار ، اوليګوپول  او پولي پول  يا زروي  رقابت څخه ،  اوس يې هريو په لاندې ډول ترمطالعې لاندې نيسو  . 

الف:انحصار يا  Monopoly

هغه وخت چی ديو جنس توليد يوي تصدي پوري منحصروي اوهغه ددي ټوله عرضه کنټرولوي نودي حالت ته انحصار ويل کيږي.

يا انحصار کيدى شي چې تخنيکي شرايطو او دتصدى دتجسس په نتيجه کې منځ ته راشي  او يا دطبعي پديدو  او توقعاتو محصول وي  چې کولى شو هريو يې په لاندې توګه ترمطالعې لاندې ونيسو .

١. تخنيکي پرمختګ کولى شي چې انحصار منځ ته راوړي  البته داسې چې يوه موسسه  يو نوى شى اختراع کوي او تريوه وخته پورې  دپتنت (Patent)  او نورو له نګا څخه په دې مورد کې دانحصاري قدرت لرونکي وي  . مثلاً  ددوه امريکايي کمپنيو په وسيله  دکمپيوټر توليد  چې اوس هم دنړې تقريباً اتيا فيصده توليدات دهمدې دوه کمپنيو له خوا صورت نيسي  . په همدې هره اختراع تر يوه وخته پورې  دانحصار قابليت لري .

٢. په همدې ډول  طبعي شرايط هم کولى شي چې يوې موسسې اويا يو مملکت ته انحصاري قدرت  ورکړي  .

يا په بل عبارت  :

 طبعي شرايط  نوموړى  موسسه  يا هېواد  انحصاري قدرت قادر کوي  نه دانسان خلاقيت او ابتکار  . لکه دافغانستان لاجورد  او يادکاناډا  نکل  توليدوي .

٣. همدارنګه کيدى شي چې دتوافقاتو په وسيله هم انحصار منځ ته راشي . مثلاً  درې يا څلور هېوادونه چې قرقل توليدوي  کولى شي   چې په خپل منځ کې سره توافق وکړي او په دې توګه دتقاضا کوونکو په مقابل کې انحصاري قدرت لاسته راوړي  .

په خارجي تجارت کې انحصار اکثراً  پورتني درې شرطونه ځانته نيسي  .

ب:    اوليگوپول  Oligopoly

هغه وخت چی ديوجنس ټوله عرضه څو تصدي کوي دي حالت ته اوليگوپول ويل کيږي.څرنگه چي په اوليگوپول کى دتصديوتعدادکم وي نوددي لپاره يوه تصدي په زيات مقدارسره اجناس توليدي اوبازارته يي عرضه کولي شي نوپدي ډول ديوي تصدي يواځني عمل ديوشي په قيمت باندي تاثير اچول دي يعني که چيرته يوه تصدي عرضه کمه يازياته کړي نوپه قيمتونوکى زياتوالي اوکموالي راځي.

په انحصارکى رقابت  Monopolistic Computation

کله چي ديوشي عرضه ډيري تصدي تياروي اوهره يوه تصدي دخپل ځان لپاره يوه تجارتي علامه جوړه کړي وي اوهغه ددي علامي په واسطه خپل اجناس په مختلفوقيمتونوسره په خرڅلاورسوي چى دي حالت ته انحصارانه رقابت ويل کيږي.په انحصارانه رقابت کى دشيانوپه کيفيت کى دمره تغيرات نه ليدل کيږي خوبياهم دتصديوخاوندان اخستونکى دمختلفو برانډونو داعلانونوڅخه متاثره کوي اواخستونکى خپل ځانونه ديو خاص برانډپوري تړي او په هرقيمت باندي ددغه تصديو دبرانډاخستلو ته ترجيح ورکوي څرنگه چی په انحضارانه رقابت کى دتصديو تعدادزيات وي خوبيا هم ديوشي په عرضه کى کوم کموالي اوزياتوالي په قيمت باندي ډيراثرات غورځوي مثلاً:تلويزون چی مختلفي تصدي يي توليدوي اوهره يوه دځان لپاره مختلفي تجارتي نښي جوړي کړي لکه فلپس،هټاچي Rga,sharp,sony اوداسي نورچی هره تصدي دخپلي تجارتي نښي قيمت تعين کړي اوهره تصدي ددي نـښي (ليبل)په اساس په بازارکى سره رقابت کوي.

  دانحصارډولونه  Kind of Monopoly

١_   طبعي انحصار  Natural Monopoly

طبعي انحصارهغه انحصارته ويل کيږي چی ديوشي دټولي عرضي يوه زياته برخه دنړي په يوه هيواد کى پيداکيږي اونوموړي هيواد ددغه جنس په ټولي عرضي اوتوليد باندي کنترول ولري چی دغه حالت ته طبعي انحصار ويل کيږي.دمثال په ډول په نړي کى دپنبي دټول توليد يوه زياته اندازه په بنکله ديش کى توليديږي نو دبنگلديش هيوادپه پنبه باندي طبعي انحصارلري په همدي ډول په برازيل کى دقهوي توليد،په سريلنکاکى دچايوتوليد اوپه ماليشياکى دربړپه توليد باندي طبعي انحصارلري.

٢_    ټولنيز انحصار  Social Monopoly

دټولنيزپرمختگ په خاطرهغه وخت چی ديوشي توليدات اودهغي دتقسيم ټول واک يوي تصدي ته ورکړل شي اونوروتصديوته ددي جنس د توليد مجازنه وي نوپدي حالت کى ټولنيز انحصارواقع کيږي دمثال په ډول په افغانستان کى په برق باندي ددولت انحصارهمدارنگه په ټولنيز انحصارسره دغيري ضروري رقابت ميلان ختميږي اودولتي ضرايع له منځه نه ځي.

٣_   قانوني انحصار  Legal Monopoly

هغه وخت چی يوشخص يونوي شي توليدکړي نوهغه ثبتوي چی پدي سره داشخص په خپل جوړشوي شي باندي قانوني انحصارلري اوبل شخص يااداره داحق نه لري چی دنوموړي شخص داجازي پرته دغه جنس ياشي توليداويا يي نقل وکړي که چيرته کوم شخص داکاروکړي نوقانوني چلندبه ورسره کيږي دمثال په ډول يوليکونکى په خپل کتاب باندي قانوني انحصارلري يعني ددي کتاب ټول حقوق دکتاب په مولف پوري محفوظ دي.

٤_  خودساخته انحصار Implied Monopoly

خودساخته انحصارديوي لويی تصدي د انحصارانه ميلان څخه لاسته راځى کله يوه لويه تصدي خپل داخلي اوخارجي کفايتونوکى خپل دتوليدقيمت دومره راټيټ کړي چی ددي په رقابت کى وړي وړي تصدي دتاوان کولوسره مخامخ کيږي اوخپل توليدات دروي چی پدي سره لويوتصديوته د انحصارموقع په خپله پيداکيږي چي دي ډول انحصارته خودساخته انحصارويل کيږي.

د انحصارگټي اوتاوانونه  Merats and Demerit Monopoly

الف:د انحصارگټي

١_داخلي اوخارجي کفايتونه: انحصارکوونکى يوشي په ډيره پراخه اندازه توليدوي چی پدي سره په زيات مقدارداخلي اوخارجي کفايتونه پيداکيږي مثلاً:خام موادپه ټيټوقيمتونوباندي اخستل دبانگ څخه دقرض په اخستلوکى اسانتياوي دپانگي اوکارگرښه استعمال چی پدي سره دتوليدمصرف کميږي.

٢_په سرمايه گذاري کى زياتوالي:درقابت په نه موجوديت کى رقابت کوونکى په تجارتي ا علاناتو باندي ډير کم مصرف کوي 

 چی پدي سره يي گټه زياتيږي اونوي تصدي پرانيزي.چی دنووتصديوپه جوړيدوسره په هيوادکى سرمايه گذاري زياتيږي.

٣_په قيمتونوکى استحکام:په انحصارکى ديوشي قيمت په زيات ياکم فرق باندي قايم وي ځکه چى انحصارکوونکى دتقاضآکوونکى په مقابل کى دعرضى په مقدارکى تغيرات هم راولي چی ددي تغيراتوپه راوستلوسره دهيوادپه داخل کى دقيمتونو په ټيټوالي اوجگوالي کى کومک کوي.

٤_تجربه اوتحقيق:دمنحصرياانحصارکوونکى مالي وسايل ډيرزيات وي اوهغه دکاروبارلپاره دنوو طريقوپه پلي کولوسره دتحقيق اوتجروبي څخه کومک اخلي چی پدي ډول سره نوي اختراعات منځ ته راځي.

٥_دعامه گټولپاره مناسب والي:دعامه گټولپاره ځيني شيان اوخدمات د انحصارپه ډول راوړل کيږي چی نه ټولنيزمسايل پيداشي اونه ملکى منابع ضايع شي لکه پوسته خانه اوبه برق محکمه د انحصارپه ډول پيداکيږي که چيرته پدي شعبوکى رقابت پيداشي نوهره يوه تصدي به ځانته دبرق لينونه دريل پټلي غزوي چى په هرځاي کى به ددي شيانوجال خورشي اوپه ټولنيزژوند کى به ستونزي راپيدشي.

       دانحصارنواقص

١_دټولنيزپرمختگ مخنيوي.

انحصارکوونکى په عام ډول سره دشيانوعرضه کمه ساتي چى دهغي په نتيجه کى قيمتونه لوړيږي او انحصارکوونکى ډيره زياته گټه لاسته راوړي چى دهغي څخه ټولنيز اوسياسي مسايل رامنځته کيږي اودهيوادثبات دخطرسره مخامخ کيږي.

٢_ددولت متمرکزکيدل:دانحصارپه صورت کى ديوهيواددسرمايي زياته برخه ديوڅو انحصارکوونکوپه لاس کى پريوزي اودهغه هيواد زيات وگړي په غوربت کى ژوندکولوباندي مجبوريږي چی دهغي په واسطه اقتصادي اوسياسي مسايل پيداکيږي.

٣_دتوليددعواملوانتقال:د انحصارپه صورت کى دتوليدعوامل يوخاص نوعه اجناس اوخدمات توليدوي چی په هغي کى دتوليد دعواملوانتقال ميلان کميږي اوهغه په خپل کارکولوسره زيات نه يازياته معاوزه نشي اخستي نوهغه د انحصارکوونکى په ټاکل شوي معاوزه باندي اکتفاوي.

٤_دنووتصديودخاوندانونه تشويق کول.

په خپل اقتصادي قوت سره په بازارکى انحصارکوونکى دومره غالب وي چی چاته دهغوي سره په بازارکي درقابت کولو توان نه پيداکيږي څرنگه چي دنووتصديوخاوندان دخپل کاروبارپه شروع کولوسره په خپل ځان کى ددي توان نه لري چی دلويو تصدي سره رقابت وکړي بله داچی دنووتصديوخاوندان په بازار کى خپل ځانونه بي ملگري اوبي کومکه احسا سوي نودوي په دي باندي مجبوريږي چی دبازارڅخه تيښته وکړي اوبازارپريږدي.

٥_دنوواختراعاتوکموالي:په کامل رقابت کى دتصديوخاوندان يودبل څخه درقابتى گټودلاسته راوړلوپه خاطرنوي نوي اختراعات کوي چی په هغي باندي دسرمايي دپيداکولوپه خاطر نوي نوي ميتودونه منځته راوړي مگرپه انحصارکى دنوواختراعاتوامکانات وجونه لري.

٦_دمصرف کوونکواستحصال: انحصارکوونکى چى کوم جنس توليدوي اوبازاروته يي عرضه کوي نومصرف کوونکوته اجناس په لوړ قيمت واخلي برعلاوه انحصارکوونکى مصرف کوونکوته اجناس په لوړقيمت اوپه ټيټ کيفيت سره يي عرضه کوي چی پدي سره مصرف کوونکى داستحصال ښکارگرځى.

دانحصاردگټواوتاوانونودمقايسه کولو څخه داسي معلوميږي چى ددي تاوانونه تريوډيرحده پوري واضح اومعلوم دي خوگټي يي تريوه حده پوري دي ددي علت هم دادي چی انحصارکوونکى دعامه اوملي گټوپرځاي دخپلوشخصى گټولپاره کاروبارکوي اوپه خپلوکارگرانوانحصارکوي دنووتصديوخاوندانوته اجازه نه ورکوي چی مارکيټ ته داخل شي دنوواختراعاتواوکشفیاتوپرځاي دټول هيوادشتمني ځان ته جذبوي چی ددي پراساس ديوهيوادشتمني په غيري مساويانه ډول سره تقسميږي اوعام خلک په اکثريت ډول سره دغربت په ژوندکولوباندي مجبوريږي چی ددغوخوارواوغريبوخلکولاسونه دانحصارکوونکوپرگريوان پوري رسيږي چی پدي سره هيواد په سياسي اواقتصادي لحاظ سره وروسته پاتي کيږي نوددي گردجن حالت څخه دوتلولپاره په يوه سرمايه دارانه اقتصادي نظام کى بايد ديوجنس دانحصارکوونکو پرمختگ ته اجازه ورنه کړل شي ددولت چارواکى اودجنس مصرف کوونکى بايددانحصارکوونکودکاروباردمخنيوي لپاره لاندي گامونه پورته کړي.

١_دمتبادل جنس لټه:

لکه چي انحصارکوونکى دخپلي گټي په خاطر ديوجنس دقيمت لوړول وغواړي نودصرف کوونکودفروخت قوت کميږي نو پدي حالت کى درقابت کولوپه خاطرديوجنس متبادل جنس لټول پکاردي چی په انحصارکى خرڅيدونکى جنس ته تقاضآکمه شي اوقيمت يي پورته لاړنه شي.

٢_درقابت دحوصلي لوړول:

انحصارکوونکى هميشه درقابت څخه ويره لري که چيرته انحصارکوونکى دخپل جوړشوي توليد قيمت په خپله خوښه لاسته راوړل وغواړي نودولت ته پکاردي چی دهغوتصديوخاوندانوحوصيله لوړه کړي چی په خپل صلاحيت سره دانحصارکوونکى رقابت وکړي شي اودغه تصدي وکړي شي چی په بازارکى دانحصاري تصديوسره په رقابت کى خپل اجناس په ټيټ قيمت سره وپلوري اوپه دي باندي وتوانيږي چی انحصاردتل لپاره دمنځه يوسي.

٣_دقيمت تعينول:

دولت دانحصارپه صورت کى داجناسولپاره قيمت تعينولي شي چی پدي سره انحصارکوونکى دگټوتعين هم کيدي شي اودتعين شووقيمتونوڅخه دلوړقيمت لاسته راوړلوپه صورت کى ددولت له خوادقانوني چلند سره مخامخ کيږي چی پدي سره انحصارکوونکى دخپلي خوښي قيمت په لاس نشي راوړلي.

٤_دتقاضاشکل:

دانحصارکوونکى په واسطه جوړشوي جنس ته تقاضاکه چيرته غيري ارتجاعي وي نوپدي سره ديوجنس قيمت لوړيږي اودزياتي گټي دلاسته راوړلوموقع پيداکيږي نوددي په خاطر يوجنس بايدزيات نه زيات ارتجاعي کړي شي چی پدي سره کيدي شي مصرف کوونکى دخپلي تقاضآمقدارپه خپله خوښه کمه کړي ياددي جنس يومناسب متبادل جنس بازارته عرضه شي اوياديوجنس تقاضآارتجاعي شي چی پدي سره دانحصارکوونکى قوت کميږي.

٥_دمصرف کوونکى ضدعامل:

دانحصارڅخه دخلاصي په خاطرمصرف کوونکى په خپل منځ کى سره اتحادکولي شي اوهغه قيمتونه چی دانحصارپه اساس رامنځته شوي په خپرونوکى ددي خلاف خپل دناخوښي اظهاروکړي ددي ضرورت په وجه انحصارکوونکى مجبوريدلي شي چی خپل اجناس په مناسبوقيمتونوسره وپلوري.

٦_دولتي کړي:

که چيرته کوم انحصارکوونکى دزياتي گټي په خاطرديوشي کيفيت کم کړي اوياپه بازارکى ديوجنس مصنوي کموالي پيداکړي نودولت دعامه گټولپاره خپله دولتي مشينتري راوړي اودانحصارکوونکودغه عمل دناکامي سره مخامخ کيږي.

٧_منطقي انحصار:

دپورتنيوکړنوبرسيره که چيرته انحصارکوونکى دولت اوعاموخلکوسره کومک نه کوي نودولت په مختلفوډولونو سره دغه انحصاري عمل په خپل لاس کى اخلي اوددغواداروشتون له منځه وړي.

نوشته شده در تاريخ ۱۳۹۲/۱۰/۱۸ توسط دروح الله روحانی
 

دريم فصل

دانحصار اوبازاري ځواک په  مقابل کې د دولت سياست :

په واقعي نړۍ کې دکامل رقابت بازارونه په ټوله معنا وجودنه لري او تصدي يه مختلفو درجو بازاري قوت لري ، او س پو ښتنه داده چې ايا د تصديو  د بازاري قدرت درجه په کومه اندازه دملي منافعو په خلاف ده ؟

چې داهغه نقطه ده چې هر حکومت يا دولت چې بايد په بازار کې دمداخلې څخه دمخه په ځير سره و څيړې .

په پورتنۍ مطالبو ته په پام سره دانحصار د ګټې او توان په حقله نتيجه اخيستل کيږي چې د دولت هر ډول مداخله بايد د انحصار په صورت کې د لاندي دريو نقطو په نظر کې نيولو سره ترسره شي .

١ دانحصار منشاڅه ده؟

هغه انحصار چې دموثريت او نوښت نه رامنځ ته شوې وي او په يو صنعت کې دڅو لويو صنعتي شرکتونو تر منځ د تبادلی په اساس د رامنځ ته شوي انحصارسره يوشان برخورد وکړو .

٢ بازاري قدرت چې رامنځ ته شوى څه نتيجه يې ورکړې ؟

دبازاري قدرت نوع اندازه اوپه قيمت ( مصرف ) کيفيت ېي اغيز د مداخلې او برخورد انتخاب لپاره اصل ټاکي .

٣ په خپله د دولت مداخله د ټولنې لپاره څومره مصارف لري ؟

لکه څرنګه چې ليدل کيږي د دولت مداخله ځيني  وخت له انحصار څخه زيات لګښت دټولنې لپاره رامنځ ته کوي .

پورتنيوټکو ته په پام کې نيولو سره دولتونه (٦) عمده کړنلارې دانحصار په مقابل کې په کار اچولې شي .

١ ديوالي او تباني ممانعت :

ددغه قوانينو څخه د بازار ځينو خاصو اشکالو لکه د قميت  د تثبيت لپاره  دڅو شرکتونو توافق يا په خالص يا څو جانبه شکل سره ډير متمرکز انحصار په مقابل کې کارول کيږي .

په افغانستان کې داساسي قانون له مخې ....................

١ددې سره سره ځيني صنعت کاران او تجاران شته چې ښه معاملات نه کوي او په خپلو معاملاتو بخل کوي او غواړي چې د احتکار له لارې په بازار باندې حاکميت ولري ، چې دغه ډول اعمال بيا دملي ګټو په زيان تماميږي ،چې دغه عمل د حکومت کمزوري ښايې .

همدارنګه د اسلام په اقتصادي اخلاقي نظام کې بل هغه عمل چې منع ترې راغلې احتکار دی، احتکار په دې مانا دی چې ځینې سوداګر خوراکي او د انسانانو د اساسي اړتیا وړ توکي اخلي او د ځان سره یې زیرمه کوي، بیا وروسته له دې چې د دا ډول زیرمه کولو له امله په بازار کې نوموې توکې کم شي او قیمتونه یې مخ پورته لاړ شي نوموړي توکي بازار ته عرضه کوي. ځینې وختونه یو سوداګر په بازار کې یو ځانګړی جنس د بیلګې په ډول وړه د ټول بازار څخه رانیسي او د ځان سره یې تر هغه وخته ساتي کله چې نوموړی جنس په بازار کې کمیابه شي، له هغه وروسته یې د ډیرې ګټې د لاس ته راوړلو په موخه راباسي چې په دې حالاتو کې د لګښت کوونکو سره د نوموړي جنس له اخیستو پرته بل انتخاب نه وي او مجبور دي چې په هره بیه یې راونیسي ځکه وړه چې ډوډۍ ترې پخیږي د انسانانو د بنسټیزو اړتیا وړ توکو څخه دي او پرته له دې څخه انسان ژوندی نشي پاتې کیدلای. دا چې احتکار کوونکی سوداګر د نوموړې جنس یوازینی عرضه کوونکی وي ځکه خو بازار په خپل انحصار کې راوړي او بیا یې چې هر قیمت خوښ شي د خپل جنس د خرڅلاو لپاره یې ټاکلی شي. رسول (ص) د احتکار کوونکي اړوند فرمایلي احتکار کوونکی غل او خاین دی، همدارنګه په یو بل روایت کې راغلي چې پر هغه سوداګر چې خپل سوداګریز اموال نه زیرمه کوي او بازار ته یې عرضه کوي د الله رحمت او په احتکار کوونکي سوداګر د الله تعالی لعنتونه دي. (ابن ماجه(

٢ تشويق رقابت  :

هر چيرې چې ممکن وي کيداې شي چې دغه سياست د غيرې رقابتي فعاليتونو منفي اغيزې راکمې کړي .

د مثال په ډول ، دلويو شرکتونو په مقابل کې وړو کارخانو ته دقانون له لارې درقابت ضمينه برابرول .

٣ دمقرارتو وضع کول اونظارات :

چې په دې سره خاصې تصدئ د ورود، خورج ، محصول او قيمت له مخې تر نظارت لاندې نيول کيږي .

دغه رويش دولت ته دا قدرت ورکوي چې پرته له دې چې خپله دتصدئ مالک وي د هغوي فعاليتونه رهنمايې کړي ،چې داډول په طبعې انحصار کې ډير استعماليږي .

٤تملک دولتي (دولتي ملکيت)

دقانون له مخې ځينې طبعې انحصارات دولت په خپله ولکه کې اخلي ، البته په هغه صورت کې چې د ټولنې په ضرر تمام شي .

ولې په اوس وختونو د دولتي ملکيت زيانونه را برسيره شوي او  په اکثره هيوادونو کې دولتي ملکيت په دولتي نظارت بدل شوي وي ، دلته بايد ذکر شي چې يوازې خصوصي کيدنه دردنه دوا کوي بلکې دولتي نظارت بايد ډير تقويه شي .

٥ قيمت ټاکنه او څارنه :

دا هغه لاره ده چې دجنګ پر مهال په ټولو هيوادونو کې استعماليږي ،او ځيني وخت دانحصار دکموالي لپاره ترې کار اخيستل کيږي .

ولې دغه سياست په دوام دار ډول بياپه اقتصاد باندې تخريبي اثرات لرلى شي .

٦ماليات :

داهم دانحصارګر د ناروا عوايدو د کموالي لپاره کارول کيږي .

دولتي انحصار :

هغه انحصاري تصدئ چې د دولت په لاس اداره کيږي دخصوصي تصديو دمراکبت لپاره يوه لاره ده .

ملي شوي انحصاري تصدئ په واقعيت کې څه ډول عمل کوي ؟

څرنګه چې دولتي  تصديو تصميم نيوونکي او مشران هم دسياسي او اقتصادي عواملو اوشرايطو تاثير لاندې راځي ، نو دغې مسلې د دولتي تصديو خواته داقتصاد پوهانو توجه اړولې ده .

په نظري ډول د دغې مسلې حل اسان دى ، ځکه دولتي ملي شوي شرکتونه ‌بايد :

اليف  : دموثريت سره عمل وکړي

ب: دشکل تشريح ٧ فصل ٧شکل

 

دلته بايد شکل ذکر شي

ولې ددې تحليل فرضي } اليف او ب {  و اقع بينا نه دي ؟

دلته د ادارې ستونزو يوه انګيزه موجوده ده ځکه دلته ديو ډول بې اعتنايې موجوده وي او شخصي منافع د تصدئ په مصارفو تر لاسه کيږي .

 پروفيسور کالبرايټ او نور معتقد دي چې په دې حالت کې مدېران يا اداره کوونکي زياته ازادي لري ، چې خپل اهداف تر لاسه کړي ، پرته له دې  چې دتصدئ مالک پرې خبرتياولري او په ملي شرکتونو کې دناسازمانې او بې خبرتيا حاکمه وي .

که دولتي شرکتونه ښه عمل وکړي هيڅ سهم لرونکى به دخپل ثروت په زياتولوقادر نه شي ، ځکه هغوي د خپل حد دترلاسه کولو ضعيف موقف لري ، او هغه پراګنده سهم لرونکي چې نه د مراقبت انګيزه لري اونه لازم اطلاعات نه شي کولى چې دشرکت يا تصدئ مدير ته دهغه فعاليت په ارتباط څه مداخله وکړي

يو بل جريان هم شته هغه دا چې په دولتي تصديو کې ځيني مديران ، کارکوونکي او متخصيصان ديو خاص ګروپي او ډلېز نظريات لري اودوي يو شان ګروهي تمايلات لري ، خصوصاُ هغه وخت چې دوې يو شان سياسي نظريات مثلاً ( اتحاديه ) چې په دې ځاى کې لاندې ستونزې رامنځ ته کيږي

١ ايا مز او دکار شرايط به لوړ شي .

٢ اياراحت او دفترونه ، دکارساعتونو راکميدل ، او کارکوونکو ته اضافه ګټه ورکول کيږي ؟

٣ ايا مهم پوستونه   په خپلوانو (دوستانو ) همفکرانو  وسپارل شي ؟

٤. ايا مديران به اضافي کارکوونکي له دندې ګوښه کړي (خصوصاً دانتخاباتو په مهال) چې په دې ټولو مواردو کې  ديوې ډلې خلکو تمايلات دتصدى دتوليد او مصرف سره په ټکر کې وي  .

اقتصادي نظريات وايي چې  مدني ټولنو کې  په پورتنيو مواردو کې چې انسان دزيات حد غوښتونکى وي  دخاصو ډلو اوګروپونو  منافع زياتې حاکمې وي  سره ددې چې زيات مصارف هم ايجاد شي .

نو کولاى شو چې ووايي  چې عامه تصدى  دانحصاري قدرت څخه دماليه ورکوونکو اومصرفوونکو دمنافعو لپاره نه بلکې ديوې چادرۍ  (پوښ ) په شکل  دخپلې ناکارايۍ او شخصي او ياسياسي ګټو دخوندې کولو لپاره دولتي تصدى او سازمانونه په کار اچوي .

دولت بايد دطبعي انحصار دمخنيوي لپاره څه وکړي ؟

کله چې دپس انداز مقياس زيات اهميت پيداکړي  د طبعي انحصار يا نيمه طبعي انحصار مطابق بنديز  دټولنې په ضرر تماميږي  .  په دې وخت کې حکومت  دپنځو اقداماتو څخه کار اخېستلى شي  .

١. اجازه  ورکړل شي  چې طبعي انحصار يا نيمه طبعي انحصار په ازادانه ډول په کار واچول شي .  چې داکار پرمصرف کوونکي باندې  داجناسو قيمتونه لوړوي .

٢. په انحصار ګر باندې  دځينو مقرراتو وضع کول  .

٣. دصنايعو دولتي کول  ،  چې په اخره کې  دولتي انحصار دخصوصي انحصار ځاى نيسي .

٤. دطبعي انحصار ادارې سره کوم تړون کول  .

٥. درقابت او سيالۍ څخه ملاتړ کول

چې پورتنۍ  پنځه حالتونه هريو جلا جلا تشريح کوو

١. په انحصار کوونکو باندې دځينو مقرراتو وضع کول ( ددولتي نرخونو تائيد)

دولت  کولى  شي دځينو مقرراتو په وضع کولو سره  نرخونه کنترول او انحصار کوونکي دقيمتونو راټيټولو ته اړ کړي  .  په ټيټو قيمتونوکې تر دولتي قيمت پورې  انحصار کوونکي زياته اندازه  توليد کولى شي  .

٧-٧  شکل ددې  ښودنه کوي  چې دولتي قيمت  څرنګه  دمنابعو څخه  دزياتې بهرې يا ګټې  اخېستنې سبب ګرځي . 

انحصار کوونکي د P   په قيمت کې د Q   په اندازه باندې توليد کوي  ،  چې په دې صورت کېMC  =  MR  خو مشتريان  اضافي واحدونه   دمصارفو له مقدار څخه په زيات ارزښت ټاکي  (   D منحني  د MC څخه  لوړه ده  )

دمصرف کوونکو او توليد کوونکو څخه ملاتړ  اودقيمتونو دوضع کولو اداره  څرنګه کولى شي چې په انحصاري حالت کې ښه والى راولي  ، چې دغه کار په دوه طريقو سره امکان لري

 

نوشته شده در تاريخ ۱۳۹۲/۱۰/۱۸ توسط دروح الله روحانی
 

څلورم فصل

١. دمتوسط مصرف دقيمت ټاکنه :

که انحصار کوونکى مجبور شي  ديو قيمت لپاره اجرا شوى کار پيدا او دهغې له مخې قيمت ترتيب کړي .

٢.  دمصرف انتقال :

دمراقبت لاندې دتصديو امکان همېشه ددې انتظار لري چې دسرمايې دبېرته راګرځېدلو اوږد مهاله نرخ ثابتوي  .

صرف نظر له دې څخه چې  يوه غوره رهبري  دمصارفو اندازه راکمه يا يوه  کمزورى اداره  دمصارفو دزياتيدو سبب شي .

که مصارف راکم شي  د ( دسرمايې د عادلانه بېرته راګرځيدنې  )  دقانون له مخې  چې دمسول سازمان له خوا عملي کيږي  دقيمت دښکته کېدو سبب ګرځي .   که  مصارف لوړ شي دهماغه قانون په اساس دقيمت دلوړولو اجازه ورکوي  .  نو په دې اساس  ددغې تصدى مالک نظر يوازې ازادى تصدى ته  دقيمت دمراقبت کمه اندازه لري . په دې حالت کې مديريان  دشخصي اهدافو لپاره خلاص لاس لري   ، تجميلي شيانو ته ترجيع ورکوي  ، دخپلو دوستانو لپاره  ښې بوختياوې پيداکوي  او بالاخره هغه تصاميم نيسي چې دمصارفو دلوړيدو سبب ګرځي  . ترهغه ځايه چې په دې معنى ده چې مشتريان ديوشي څخه دمخ اړولو لپاره متبادل نه لري  او مديران دخپلې ادارې بې کفايتي پړه  په هغوى وراچوي  .

دتصديو خاوندان  معمولاً  داصراف او زياتو مصارفو څارنه کوي ، ولې څرنګه دسرمايې دبېرته راګرځيدلو نرخ څارل ددولت په غاړه ده  ، نو دوى  له عادي حالت څخه  کمه پاملرنه ورته کوي  ،  چې دهماغه د(X)  ناکارائي  ده چې  مخکې ورباندې بحث وشو .

د٧-٨ شکل  دمديريت  ناکاره امد ښيئ  که دتصدى مصرف  په دقيق ډول وليدل شي نو  مجموعي متوسط لګښت به  AC1  وي  .  ولې   د ادارې دناکارائۍ په اساس دغه لګښت AC2  ته انتقال مومي .

دڅارنې  لپاره ټاکل شوى  دولتي  سازمان دسرمايې دحداقل دبېرته راګرځېدنې دتضمين لپاره چې عادلانه تلقي کيږي ، نو قيمت د P1 څخه P2  ته لوړيږي  او داهم ممکنه ده چې داقيمت (P2) له مخکې څخه ټاکل شوى وي  ، ځکه مصارف هم AC2  ته رسيدلي .

دانفلاسيون يا تورم اثرات

دبېرته  راګرځېدنې په نرخ باندې مقررات په انفلاسيوني دور کې  دزياتو مشکلاتو سبب ګرځي ،  کله چې دکارګر ، سون موادو  او نورو کاليو قيمتونه لوړ شي ، نو دڅارنې لاندې تصدى  دکاليو او خدماتو تمام شوي مصارف لوړيږي .

دبېرته راګرځېدو نرخ هر کال دتير کال دعملکرد په اساس ټاکل کيږي  او په انفلاسيوني شرايطو کې دغه ډول نرخ سره تصدي نشي کولى چې خپل مورد نظر عايد ترلاسه کړي  البته که دبېرته راګرځېدو نرخ  دمصارفو دنرخ څخه ټيټ وي  نو د راتلونکې کال په دوران کې به دقيمت دلوړيدو لپاره لاره  خلاصه شي او  که انفلاسيوني حالت ادامه پيداکړي نو دبېرته راګرځېدو نرخ به دمتعارف نرخ لاندې پاتې شي .

په نتيجه  کې دنظر لاندې  تصدى دسرمايې په بازار کې دمالي منابعو دتامين لپاره دمشکلاتو سره مخامخ کيږي  . مثلاً  که دبېرته راګرځېدنې متعارف نرخ  دولس فيصده وي  نو څوک چې  په هغه تصدى کې  نهه فيصده حاصل  لري  سرمايه ګذاري به وکړي .

 

٤. کفايتي مقررات  :

دکيفيت په نسبت دقيمت څارنه  ډيره اسانه ده  ، دنظارت لاندې تصدى چې دقيمتونو لوړيدلو ته متاميل دي  دهغه روشونو څخه ګټه اخلي  چې مصارف راکموي  نو کولى شي په کیفيت تاثير وغورځوي  . دمثال په ډول  دتيلفوني خدماتو په برخه کې دمکالماتو دانتقال سرعت  داړيکو دټينګولو سرعت  په ليکو کې ازدحام  .... هريو دکيفيت په تعريف کې شامل دى  او هريو يې جلا جلا رول لري  چې دغه برخې يې ډيرې سختۍ سره ترڅارنې لاندې راځي .

ديو دولتي مسول سازمان لپاره دا به ډيره ستونزمنه وي چې دڅارنې لاندې وي  . دمقرراتو څخه دتېښتې په خاطر  له دې برخې څخه ګټه اخلي .

٥. دخاصو تمايلاتو اثار : 

تراوسه  مو  دموثرې څارنې لپاره  ديو مسول سازمان مشکلات په عملي ډګر کې وڅېړل  . اقتصادي او سياسي خاص ګروپونه  چې اړونده مقامات چې په زياتې ناکارائى پورې نه ګرځي  ، نوموړې تصدى غواړى چې  دمقرراتو  پلى کوونکي صميمي او معقول خلک وي او ددې لپاره حاضر دى چې  دسياسي او اقتصادي منابعو څخه هم ګټه واخلي  چې داکار په تصميم نيولو باندې دتاثير لپاره صورت نيسي  . دمصرف کوونکو لپاره وضعيت څرنګه ده؟

ايا هغه پلى کوونکى سازمان پيژندنې دمصرف کوونکو ګټې په پراخه کچه پراګنده او غيرى سازمان يافته دي  او ددې انتظار  نه کيږي چې عادي مصرف کوونکي وخت  ، منابع ، لايحه اوسياسي حمايت  ددې لپاره استعمال کړي  ترڅو په طبعي انحصاري قيمت باندې دناظر سازمانونو عملکرد تحقق پيداکړي .

دڅارنې لاندې تصدى په دې اړه  ډير معلومات هم لري  او په برخه کې پانګونه هم کوي  اګرکه دڅارنې دسازمان اوليه محرک کيدى شي دمصرف کوونکو دمنافعو ساتنه او تخصصي کاريايي واوسي  .

په امريکا کې يو تحقيق ښيى چې په  ١٩٨٨ کال کې  داقتصاد په بېلابېلو برخوکې دمقرراتو دوضع کولو څخه پنځه ديرش  ميليارده  ډالر  خالص زيان رامنځته شوى  يعنى دټولنيزې ګټې څخه زيان زيات وو  .  ولې دعايد عادلانه ويش په برخه کې  ١٩١ ميليارده ډالر ځاى په ځاى شوي  ول  . که چېرې هدف همدا دعايد ځاى په ځاى کول وو او په مطلوب شکل ترسره شوي وې  نو بيا دمقرراتو وضع کول   ددفاع وړ دي   ولې دکارائى له نظره  دا وضعيت دپام وړ  دى  .

بازار او قېمت (بيه):

د بازار د دندو له جملې څخه يوه دنده د بازار د قېمت ټاکل دي، په حقيقت کې قېمت د کالو او خدماتو مقدار دى، چې آخيستونکي کالا او خدماتو پيدا کوي او خرڅوونکي يې ورته تاديه کوي، اګر چې په پخوا (وختونو) کې د کالو پيدا کول (لاس ته راوړل) په کالو سره وو، په دې معنى چې جنس په جنس تبادله کېده، اما نن ورځ د پيسو څخه د تبادلې په ډول استفاده کېږي، قېمت د آخيستونکو او خرڅوونکو د توکو او خدماتو د تبآدلې له مخې ټاکل کېږي، د مثال په ډول که چېرې د توکو قېمت لوړ شي، نو دلته متشبثين او متصديان هڅه او کوښښ کوي چې زياته ګټه تر لاسه کړي، نو د زياتې ګټې د لاس ته راوړلو په خاطر د هماغه ترکو توليد او عرضه زياتېږي، برعکس که چېرې د توکو قېمت ټيټ يا کم شي، نو آخيستونکي د هماغه کالو په آخيستو کې زياتوالى کوي.

قېمت خاصتاً په پلورلو کې زيات رول لري، په تېر شوي بحث کې مو وليدل چې په هر اقتصادي نظام کې درې سوالونه مطرح کېږي، که دغه سوسيالستي نظام وي او که سرمايه داري نظام وي.

څومره کالو؟ د چا له پاره؟ او په کوم ډول سره؟ فلهذا دغه بازار دى، چې څومره کالو بايد توليد شي، هغه توکي يا کالي چې ګټه يا مفاد ور څخه په لاس راوړي په زيات مقدار سره توليدوي، چې د مشتريانو شمېر او د کالو مناسب قېمت د کتنې وړ دى، چې بايد په پام کې ونيول شي، هماغه تولیدی منابع ځانګړې کوي او په همدې ترتيب سره د توکو د توليد له پاره روش يا مېتود په تصميم کې ونيول شي، يعنې هغه طريقه يا روش چې په هغه کې کار او سرمايه زياته وي بيا په بازار پورې تړلي دي، که چېرې په بازار کې د سرمايې په نسبت کارګر (د کار قوه) ارزانه وي، نو د کار قوې له طريقې څخه همدارنګه که چېرې د کار قوې په نسبت سرمايه ارزانه وي، نو د سرمايه وي طريقې څخه استفاده کېږي.

بالاخره کوم ډول توکو ته چې ځانګړتيا ورکوو بيا هم د بازار له لارې يې تعينوو، هغه اشخاص يا شخص چې توکو ته زيات يا لوړ قېمت ورکوي او مشتريان دا توانايي ونه لري، چې دوى وپېري هماغه توکي د خرڅلاو مارکېټ نه لري.

او همدارنګه نو غواړو چې قېمتونو باندې د ستاتيک مېتود او ډيناميک مېتود له مخې يو څه اندازه روښنـــــــايي واچوو او هر يو مېتود په بېل بېل ډول سره تشريح کوو چې په لــــــومړي کې ستاتيک (ساکن) مېتـــــود بيا ډيناميک مېتود تر څېړنې لاندې نيسو.

په ستاتيک مېتود کې اقتصادي موضوعات په ترتيب سره مطالعه کېږي، او د وخت عامل له منځه ځي، مثلاً د قېمتونو سطحه مطالعه کوو په کابل کې که قېمتونه لوړ دي، يا ټيټ دي کولاى شو چې د وخت عامل له منځه وباسو، مثلاً: د ١٣٨٢ هـ ش کال د حمل مياشتې په ٢٢ نېټه په ١٢ بجو او ٣٠ دقيقو د قېمتونو سطحه قوي او په دې ځاى کې وخت موقع ور نه کړه، چې په قېمتونو کې تغيرات ور رد کړي او قېمتونو ته په يو ثابت نظر ګوري.

او ډيناميک مېتود (متحول مېتود) د ستاتيک مېتود برخلاف دغه تر مطالعې لاندې نيسي، مثلاً: وايو چې هره پديده د زمان او مکان تابع ده، چې بدغه ځاى کې وخت شامل شو، مثلاً غواړو چې د افغانستان نفوس شمار کړو، د يو کال په اوږدو کې چې دلته تولد کېدل او وفات کېدل صورت نيسي، البته د وخت په تېرېدو سره صورت نيسي، چې دلته د وخت عامل داخل شو او دغه مېتود ته ډيناميک مېتود ويل کېږي، يا مثلاً د قېمتونو سطحه په يوه مياشت کې معلوموو، چې دلته د وخت د تېرېدلو په اثر سره حتمي ده چې په قېمتونو کې تغيرات رامنځته کېږي يا به د قېمتونو سطحه لوړېږي او يا به د قېمتونو سطحه ټيټېږي، يعنې په ډيناميک مېتود کې قېمتونه د وخت په تېرېدو سره تغير خوري، هغه که داخلي عوامل وي او که خارجي عوامل وي، يعنې د وخت په تېرېدو شرايط تغير کوي يا به د ژوند سطحه لوړېږي او يا به ټيټېږي، چې دا وو د ډيناميک او ستاتيک مېتود له امله د قېمتونو توضيح کول.

 

په بازار کې تعادلې قېمت:

تعادلي قېمت د عرضه کوونکو او تقاضا کونکو په اساس تعين کېږي، (نه به د مصرفوونکو او نه به توليد کوونکو په ضرر وي) هغه شى چې د ارسطو په اقتصادي نظرياتو باندې د اقتصادي تفکراتو له پلوه انتقاد واردېږي، ربح يا ګټه ده، چې ارسطو ربح يا سود حرام ګڼلى وه او د ده په نظر د ربحې آخيستل يو حرام شى پېژندل شوى دى او د نن ورځې په اقتصادي مسايلو کې د ربح آخيستل يو خاص اهميت لري، مثلاً: يو نفر توليداتي قرضه آخلي او هغه سرمايه چې په قرض يې آخيستې ده سرمايه ګذاري کوي او د هغې په مقابل کې يو مفاد لاس ته راوړي او دلته لازم بلل کېږي، چې بايد د قرضې ربحه ادا کړي.

ځکه چې هغه قرضه د دې سبب شوه چې د ده لاس ته مفيديت ورځي او عايد په لاس راوړي او د ارسطو په نظر له دې سببه ربحه حرامه پېژندل شوې وه چې ده ويل چې ربح د هغې مصرفې شي قېمت دى چې قرضه آخيستونکي مصرف کړېده او دا غير عادلانه ده، په پخواني يونان کې مو اقتصـــــــــــادي تفکرات مطالعه کړل او اوس غــــواړو چې هغه اقتصـــــــــادي تفکـــــــرات چې په روم کې په وجود راغــــلي دي، تر خپلې مطالعې لاندې ونيسو.

په قديم روم کې اقتصادي افکارو ډېر تکامل نه دى کړى او د دوى خلک اکثره جنګ غوښتونکي وو او د هغې اقتصادي افکار په اقتصادي مسايلو کې نه وو رعايت شوي او د هغې افکار اکثراً جنګ غوښتنې ته متوجه وو.

په منځنيو پېړيو کې اقتصادي نظريات په وجود راغلل، د (اسکولاسيک) مکتب او د سوفيطانيانو نوم دلته ډېر مهم دى، چې واخيستل شي، اقتصادي مسايل يې چې اکثراً د مذهبي مسايلو سره مطالعه کړيدي د هغې له جملې څخه د البرتوس، توماس او وين اکوين چې د کاتوليک مذهب په تصرف کې يې اقتصادي مسايل رعايت کړي وو او دوى دولت يو خداوندي نظام تلقي کوه چې دولت د خداوند او يا خدايي څخه نماينده ګي کوي او خداوندي احکام دولت عملي کوي او د دوى ټول نظريات د مذهبي اخلاقو سره تړلي وو.

مثلاً: ارسطو ويلي وو چې عادلانه قېمت دې په يوه ټولنه کې تعين شي او دوى د مذهب د تاثير لاندې ويل چې عادلانه قېمت بايد تعين شي او بيا په وروستيو مرحلو کې د کاتوليک په مذهب کې انشعاب (جداوالى) راغى او د مذهب پيروان کم شول او هم سوفيطايانو د ربح مربوط مسايل چې ليکل او ويل به يې چې ربح د هماغه مصرفي شي د قېمت آخيستل دي.

او مرکانتالستان چې د دولت د ثروت د زياتوالي طرفداران وو، په اقتصادي امورو کې د دولت د مداخلې طرفدار وو، چې بايد دولت بعضې وختونه په اقتصادي امورو کې مداخله وکړي، مثلاً: په بازار کې د قېمتونو د ټاکلو او تعينولو له پاره هغه وخت چې قېمتونه په بازار کې لوړېږي او يا ټيټېږي په دې وخت کې دولت بايد مداخله وکړي او تعادلي قېمت بايد تعين او برقرار کړي.

 

نوشته شده در تاريخ ۱۳۹۲/۱۰/۱۸ توسط دروح الله روحانی

پنځم فصل

قېمت (بيه)

بيه يا قيمت پولي جنبي يا دا متعې (شيانو) يومقدار چې د هغې په مقابل کې د بلې امتعى يو واحد مبادله کيداى شي قيمت بلل کيږي قيمت ديوه شي (متاع) داساس  خصوصيت اودشيانو دذاتي ارزښت بيانوونکى دى دبيلا بيلو شيانو دقيمت ټاکلوپه اقتصاد کې دبازارونو په چوکاټ او محدود ه کې ترسره کيږي دقيمت په ټاکلو کې دتوليد لګښتونوه، ضرورتونه او بازار اغيزي لري يا په بل عبارت سره که په پيرلو او پلورلو کې دجنس په بدل يا جنس په ځاى پيسى ورکړاى شي هغه پيسى ددغه بيه (قيمت ) بلل کيږي. مثلاً که دغنمو يو من 25 افغاني وپيرل شي نوددغو غنمو يا قيمت 25 افغاني وټاکل شوه يا که ديوه خدمت په بدل کې 40 افغاني ورکړاى شي ددغه خدمت بيه يا قيمت 40 قيمت بللى شو.

جاري اوثابت قيمت (Current and fixed price):

که چيري اقتصادي متغيراتو ياتغير منونکوته  دورځي ددوامدار نرخ له مخي ارزش ته قابل شو اودا ارزش دقيمت په توګه قبول کړو نودې قيمت ته جاري قيمت ويل کيږي اوکه چيري دنوموړي اقتصادي متغيراتو ارزش په يوه ټاکلي اقتصادي دوره مثلاً يوکال کې ترڅيړنې لاندي ونيسو اوکلنى ارزش ددې اقتصادي متغيراتو لپاره دقيمت په توګه قبول کړو نو داډول قيمت ته ثابت قيمت ويل کيږي.

ياپه بل عبارت پوهيږو چې هر اقتصادي متغير ارزش دهغې په مقدارکې دهغې دقيمت دضرب دحاصل څخه په لاس راځي.

ددي اساس له مخې که چيري دورځي ددوامداره قيمت څخه استفاده وکړو نو جاري ارزش په لاس راشي اوکه چيري دقيمت سال يا (بشپړ کال) څخه استفاده وکړاى شي نومتغير ارزش په ثابت قيمت سره حاصليږي.

سال ياپه يوه ټاکلي اومعلــــــوم کال دي چې دهغي کال څخه وروسته  دمتغير زمــــــــاني رول يا په نظــــــــر کې نيـــول شـــــوو متغيـــــــراتو زماني دوره شروع کيږي.

دمثال په ډول که چيري په محاسبه کې په 1374 کال کې دمتغيراتو اوحقيقي ارزشونو په مورد د (1369) کال د قيمتونو څخه استفاده وکړو پدغه صورت کې 1369 کال دسال پايه دکال په نوم سره نومول کيږي. البته په يوه ځانګړي زماني دوره کې يو کال په عنوان داساس سره انتخاب کيږي چې په هغه کال کې د دورې دنوو کالو په نسبت اقتصاد په ډيرو ښو شرايطو کې قرار درلود اود ښه يا زيات ثبات څخه برخمن وو.

ثابت قيمتونو ته دتوحه کولو اهميت پدي دليل سره کولاى شو توضيح کړو چې په ملي حسابداري کې هر هغه څه چې ډيره توجه ورته اړول کيږي، دمتغيــــــراتودارزش واقعــــــــى تغير يعنى دهغـــــــوي دحجــم يامقدار د تغير څخه عبارت دى .

نو ددې اساس له مخې ددې لپاره چې دمتغيراتو د ارزش د نوي رنګ په تحليل کې موغلطي نه وي کړي او دا چې د قيمتونو دنوي رنګ څخه لاس ته راغلي تغيرات دمتغيراتو د واقعي ارزش دتغيرپه توګه په نظر کې ونيه نيسو نو د (سال پايه) دقيمت څخه استفاده کوو. پدي ترتيب سره د(سال پايه) دقيمت په اساس شره دارزشنونو نوي محاسبه شوي شکل اورنګ به ، دمتغيراتو دواقعي ارزش دتغير په نښه کوونکى يا ښوونکى وي ځکه چې ثابت قيمت موپه نظر کې نيولي دى .

اوس د ثابت قيمت دساده او اسان مفهوم د پوهيدلو په خاطر له يوه ساده مثال څخه استفاده کوو. فرض کړي چې ديو کيلو وريجو قيمت به 1369 او 1374 کالونو کې په ترتيب سره برابر يامساوي  ددوه زره افغانيو اوشپږ زره افغانيوسره دي پدي صورت کې په 1374 کال کې د (10) کيلوګرامه توليد شوو وريجو ارزش د (1369) کال په جاري قيمت او ثابت قيمت په لانديني ترتيب سره دى.

د توليد شوو وريجو اندازه په 1374 کال کې X د وريجو قېمت په ١٣٧٤ کال کې د وريجو توليد په جاري (اسمي) قېمت په ١٣٧٤ کال کې

60.000.000=10000×6000

د توليد شوو وريجو اندازه په 1374 کال کې د x د وريجو قيمت په 1369 کال کې دوريجو توليد په ثابت (حقيقې) قيمت په 1374 کال کې 20.000.000=10000×2000

دبازار قيمت اودعواملو قيمت

(Market Price and factors price):

دکالو قيمت د توليد په محل او ځاى کې پرته له دې چې په کالو باندې مصارف او ماليات حساب شي د عواملو د قيمت په نوم سره يادېږي. پداسې صورت کې چې اداء کړي شوي قيمت د مصرف کوونکو لخوا چې پدغه قيمت کې په کالو باندې ماليات هم شامل دي د بازار په قيمت سره مشهور دى، دد ې دوو ډولونو قېمتونو تر منځ تفاوت هغه پيسې دي چې د توکي يا خدمت مصرف کوونکى يې د غير مستقيمو مالياتو په شکل تاديه کوي اوورکوي اوهمدغه خالص ماليات په نظرکې نيول کيږي يعنى دغه خالص ماليات په مصارفو اويا دکالاوو او خدماتو په خرڅولو باندې ماليات دي دپورته دوو مقصدونو رابطه کولاى شو په لاندي ډو وليکو.

خالص غير مستقيم ماليات + دعواملو قيمت = دبازار قيمت

خالص غير مستقيم ماليات + دبازار قيمت = دعواملو قيمت

د قيمتونو ميکانيزم او د پيسو حجم (مقدار):-

ذاتي يا اتوماتيکي ميکانيزم دطلا د معيار شرايطو لاندي دقيمتونو او پيسو دمقـــــدار دميکانيزم له لاري منځ ته راځي. ددغه ميکانيزم دکار شيوه اوطريقه د تادياتو دبيــــــــــلانس دتعــــــادل د نشتــــــــوالي د لري کولو لپاره لاندي ډول ده .

څرنګه چې دپيسو عرضه دطلا دمعيار، محتوا او کاغذي پيسو د شرايطو  لاندي دطلا د پشتواني درلودونکي وي پس د پيسو عرضه په هغه مملکت کې چې دطلا کسر لري کمېږي او د هغې عرضه په هغه مملکتونو کې چې د طلا ما زاد يازيوالي لري لوړېږي، د دې په نتيجه کې د هغې مملکت صادرات چې د طلا کسر لرې تشويقيږي او تر يوه وخت پوري يې واردات کميږئ ترڅوچې د هغې مملکت د تادياتو د بېلانس کسرله منځه لاړشي دپيسو د عرضه دکمولو له لارې د تادياتو د بيلانس د کسر له منځه وړلو او کمولو نظريه دپيسو دحجم يامقدار په نظريه باندې ولاړ دي پداسې ډول چې دا نظريه د Mv=PQ په معادله کې خلاصه شويده، پدې ځاى کې (M) د پيسو مقدار ياحجم (v) دپيسو دلاس پلاس دراکړي ورکړي يادوران سرعت پدي معناچې دپيسو يوواحد په يوکال کې په اوسط ډول څوواره لاس په لاس بدلې شويدي ، (P) په اوسط ډول دقيمتونو انډکس او (Q) داجتماعي توليد څخه عبارت دى د کلاسيکياتو عقيده لرله چې (v) يا د پيسو د دوران سرعت د تادياتى عنعناتو او رواجونو څخه ثابت شويدي، په همدې ډول هغوي ويل چې بې غير د موقتى اختلالاتو څخه په عمومي صورت بى غير دپولي توارم دموجوديت دکامل داستخدام تمايل وجود لري (دغه عقيده دازادو قيمتونو په حرکاتو ، مزدوريو ، سود ، کرايې ، اجارې ولاړه وه ) مثلا ً دبيکاري خواته هره کږيدنه دمزديا مزدوريو دکموالي اوددې په نتيجه کې استخدام دزياتوالي  موجب يا سبب ګرځي . په دي صورت کې Q يا اجتماعي توليد دکامل استخدام په سطحه موجود وي هرکله  V  او Q  ثابت وي پس دپيسو په مقدار کې يوتغير دقيمتونو په سطحه کې د متناسب تغير باعث او سبب ګرځي، يا په بل عبارت سره د پيسو يامقدار د قيمتونو د سطحي سره مستقيماً متناسب دى.

په هغه صورت کې چې يو مملکت د کسر لرونکى وي ، طلا له لاسه ورکوي، د هغې د پيسو عرضه مقدار کمېږي او د دې سره په متناسب ډول قيمتونه راټيټيږي مثلا ً که چېري د پيسو مقدار 10% کم شي نو د قيمتونو سطحه هم 10% راټيټيږي، دغه حالت د صادراتو د تشويق او واريداتو د کموالي سبب ګرځي دغه حالت په هغه مملکتونو کې چې د تادياتو بيلانس څخه دطلا زياتوالي پکې موجود وي برعکس شکل وجود لري، دغه جريان په هر مملکت کې ترهغه وخته پورې پيداکوي چې ددوي دتادياتو دبيلانس کسر اويا مازاد له منځه ولاړ شي .

بايد پوه شو چې داتوماتيکي ياذاتي توافق پروسه په هغه وخت کې چې يو دتعادل نشوالي دتادياتو په بيلانس کې پيداشي ، په کار اچول کيږي. ليکن هغه وخت چې دتعادل نشتوالي له منځ لاړ شي دغه ميکانيزم هم توقف کوي اودريږي همدا ډول بايد وپوهيږو چې نوي توافق د مازاد اوکسر لرونکو مملکتونو د داخلي قيمتونو په تغيراتو باندي بناءً او ولاړ دي پداسې حال کې چې د تبادلي د ازا د نرخ د تبادلي په اثر سره کوم توافق چې منځ ته راځي نوهغه په خارج کې د داخلي پيسو په ارزښت پورې ارتباط پيدا کوي، برسېره پر دې د طلا د معيار د شرايطو لاندې چې کوم توافق رامنځ ته کيږي په زياته اندازه سره په صادرونکو او واردوونکو مملکتونو کې د صادراتو او وارداتو د ارتجاعيت په څرنګوالي او د قيمت په اساس پورې ارتباط لري پدې ډول که چيري ارتجاعيت لوړ وي، پس صادرات او واردات د قيمت د تغير له مخې ډير زيات تغير خوري.

دقيمت ميکانيزم او د قيمتى فلزاتو جريان په 1352 م کال کې د “David Hume”  پواسطه سره پيژندل شوي دي داميکانيزم دمرکانتاستانو دبى مفهومه اوبى معنا عقيدې دښودلو په غرض تراستفادي لاندي ونيول شي مرکانتاستانو عقيده درلوده ، چې يومملکت په هميشه  توګه سره کولاى شي چې دسروزرو خپلې ذخيري په وارداتو باندې دصادراتو په زياتوالي سره بداى او زياتى کړي . ليکن “Hume”  څرګندوي چې هغه وخت چې په يوه مملکت کې دطلا ذخيري زياتى شي نوداخلي قيمتونه  ترهغه وخته پوري لوړيږي ترڅوچې دصادراتو زياتوالي له منځه يووړل شي مثلاً ((هيوم )) پدي برخه کې فزيکى توضيح هم ورکوي ، پداسى ډول که چيري څو لوښې (ظروف ) دنلونو په ذريعه سره يوله بل سره وصل شوي وي داوبو سطحه په هيڅ يو لوښى کې دنورو لوښو په نسبت نه لوړيږي اواو به په ټولو لوښو کې په يوه ټاکلي سطحه باندي پاتي کيږي پس که چيري لوښي دمملکتونو اونلونه دخارجي تجارت په حيث فرض کړو.چې يو اوبل پخپل منځ کې سره نښلوي . اوطلا داوبو په حيث وپيژنو پس په هر لوښي (مملکت) کې دطلا مقدار په يوه سطحه موجود دي.

ليکن دطلا دمعيار په سيستم کې حکومتونه داقتصادي اوپولي سياستونو څخه په کار اخيسته باندي ندي بريالي شوي ترڅوکامل استخدام تامين او د پيسو د پړسوب (توارم) څخه مخنيوي وکړي هغوي به يوازي دطلا د معيار د فعاليت سيل کوونکى او تماشاچيان يو له بلې خوا بې غير د پيسو دپړسوب (توارم) څخه د کامل استخدام د تامين  لپاره د اقتصادي سياست د وسايلو څخه په استفاده کولو سره د حکومتونو کمزوري د کلاسيکانو  د مجموعى عقايدو سره تطابق کوي ځکه هغوي عقيده درلوده، چې په اقتصادي سيستم کې بې غير د پيسو د پړسوب څخه د کامل  استخدام د تامين لپاره يو اتوماتيکي يا ذاتي تمايل وجود لري.

 

نوشته شده در تاريخ ۱۳۹۲/۱۰/۱۸ توسط دروح الله روحانی

شپژم فصل

عرضه او تقاضا

د(تقاضا) ارتجاعي کيدل:-

(تقاضا) هغه وخت ارتجاعي بلل کېږي. چې په بازار کې د يوه څيز د نرخ په لږ بدلون سره د تقاضا زور ډير بدل شي د مثال په توګه که د ډيرو وريښمنو يا وړينو ټوکرانو بيه (قيمت) ډيره جګه شي د پېرودلو د پاره د تقاضا توان کمېږي.

او په ځاي يې خلک ارزان بيه ټوکران پيري ، ددې په عکس دنرخونو په کښته کيدلو د هغوي دپيرلو دپاره دخلکو غوښتنه زياتيږي.داډول غوښتنه چې دڅيزونو دنرخونو دپورته اوکښته تلو په اثر ډيره لږه او زياته کيږي دي ته ارتجاعي تقــــــاضا ويل کيږي، خو که د يو څيز د نرخ د زيات کښته او پورته تللــــو په اثر د پيرلو غوښتنه ډير توپير ونکړي نو وايې چې غوښتنه ارتجاعي نده.:

د مثال په ډول داوړو نرخ که ډير هم پورته لاړ شي، خلک مجبور دي چې اوړه وپيري او ددې له امله  داوړو د نرخ د ډيرو جګيدلو په اثر غوښتنه کې څه خاص توپير نه راځي، همدا راز که دواړو نرخ ډير ټيټ هم شي خوخلک (خپلې هماغې يوې اندازې څخه زيات نه پيري د تقاضا د ارتجاعيت په باره کې مو چې څه وويل د هغې څخه داسې څرګندېږي چې غوښتنه (تقاضا) په عمومې ډول دژوند د ضروري څيزونو لپاره لکه (اوړه، لرګي، د اغستولو جامې) او داسې نورو د پاره ارتجاعي نده خو د داسې څيزونو غوښتنه ارتجاعي ده چې هغه د ژوند لومړني اړتياوې نه، بلکې تجملي څيزونه وي، د غوړيو، غوښو او داسې نورو څيزونو غوښتنه هم عموماً ارتجاعي وي د مثال په ډول که د ژيړو غوړيو او د پسونو دغوښو نرخونو جګ شي خلک به د هغو پرځاى دلم غوړي او د نورو څارويو غوښي زياتې وپيري  دا هم بايد ووايو چې د څيزونو حياتى او تجملى کيدل هم د خلکو د ژوند په ډول يا د ژوند په سطحه پورې اړه لري.

د مثال په ډول يو مليون شخص چې د اعلي سګريتو د څکولو عادت لري، که هغه اعلي سګريت ورته ونه رسيږي. ژوند يې ترخيږي، مګر يو غريب شخص ته چلم هم يو تجملي څير دى خو بيا هم کومه قاعده چې د حيـــــاتي او تجملـــــــي څيـــــــــزونو په باره کې پاس وويـــــــل شوه په زياتره څيزونو کې يو شان ده .

دتقاضا (غوښتنى) قانون:-

د تقاضا (غوښتني ) قانون دا وايې چې د يوه څيز د نرخ پورته تلل د هغه غوښتنه (تقاضا) کموي او د دې په عکس د کوم څيز بيه (قيمت) چې څومره ارزانه کېږي غوښتنه يې ډيرېږي دا قانون که څه هم په عمومي ډول صحيح دي، خو د دې نه بايد دا مطلب وانه خيستل شي چې هرځاى چې نرخونه جګ شي غوښتنه يې هرومرو کميږي.

ځکه کېــــــداې شي چې دځينو بهرنيو اثراتو په اثر دغه قاعده ماته شي . دمثال په ډول د ځينــــــــو څيـــــــزونو غوښتنه موسم ، دود ، رواج ، ذوق او خوښې تابع کيږي.

لکه دا چې اوس د پټکى (لنګۍ) غوښتنه د پخوا په شان ډيره نده خو دا کار  د پټکى (لنګۍ) دغوښتنې دبيخى ټيټوالي او جګوالي سره هيڅ اړه نلري، بلکې د رواح د بدليدو په اثر دا کار شويدى. د راديو او تلويزونو د غوښتني ډيروالي د هغو د نرخونو د کښته کېدلو نتيجه نده، بلکې سبب يې د خلکو خوښه ده، يا دا چې په دوبي کې د يخي (يخ) غوښتنه د هغې د ارزانۍ سبب نه ده، بلکې د تودوخې د مجبوريت په اثر ده د دې له امله نو وينو چې کلــــه کلــــه غوښتنـــــــه نه يوازي د نرخونو د بدلـــــون په اثر توپير لري بلکې د خلکـــــــو د خوښــــــې، ذوق يا د هغـــــــه څيز د اهميـت او ګټــــوروالي په اثر هم توپير کوي.

 

 

 

د عرضې او تقاضا تر منځ انډول:-

که چېرې سخت انحصار او د حکومت څارنه اوکنترول نه وي، نو په بازار کې د يوه څيز بيه (قيمت) د هغه څيز عرضه او تقاضا ټاکي او هغه داسې چې که ديوه څيز د پاره تقاضا ډيره او عرضه لږه وي، د هغه څيز نرخ به پورته ځي او پلورونکي چې په بازار کې نرخ جګ وينى، نو بازار ته د هغه څيز د زياتې اندازې د وړاندې کولو په کار کې يو له بل سره سيالي کوي او هرنفر زيار باسي، چې د جګ نرخ څخه فايده واخلي او په بيړه له نورو مخکې ډير مال بازار ته وړاندې کړي، خو چې کوم وخت په دې ترتيب عرضه زياته شي نرخ په خپله ښکته کيږي ترڅو چې په پاى کې عرضه اوتقاضا سره انډول شي نوقيمت هم ټاکلي اندازې ته ورسېږئ، که چېرې نرخ ارزانه ووينى زياته اندازه پيري او په دې ترتيب عرضه ورو ورو کمېږي او تقاضا زياتېږي او په نتيجه کې يې نرخ پورته ځي تر څو چې عرضه او تقاضا سره انډول شي.

 

 

عرضه (توپ)  د متر قيمت په افغاني     تقاضا په (توپ)

10                                  12.00                                                1000

180                                13.50                                                800

220                                14.00                                                770

340                                14.40                                                720

410                                14.60                                                630

500                                15.50                                                500

50                                  15.50                                                430

580                                16.00                                                250

700                                17.00                                                140

په پورته مثال کې وينو چې په اول کې د يوه متر سان قيمت (بيه ) 12 افغاني وه او ټول 100 توپه سان بازار ته وړاندې شويوو، خو د خلکو تقاضا ټوله 1000 توپه وه په دغه حال کې کوم کسان چې سان ته ډيره اړتيا لري . هغه د خپلې اړتيا وړ اندازه سان په جګه بيه پېړۍ اونور کسان به هم د هغه پيروي کوي او په دې ډول د سان نرخ پورته ځي او يو متر په 13.50 افغاني کېږي، د سان نرخ چې پورته شي پلورونکي د ګټې په عرض زياته اندازه سان بازار ته وړاندې کوي (يعنى 180 توپه ) ، عرضه چې تر دې اندازې زياته شوه خلکو تقاضا څه ناڅه لږېږي (يعنې 800 توپه به شي) خو څنګه چې تقاضا لاهم زياته ده نرخ په هم لا مخ پوره ولاړ شي يعنى (14 افغاني به شي ) پلورونکي به بيا هم د زياتي ګټې د لاس ته راوستلو په عرض ډېر سان بازار ته وړاندې کړي يعنى (220 توپه ) او په دې ترتيب به نرخ لا پسې پورته لاړشي ترڅوچې عرضه د تقاضې اندازې ته رسېږي پورتني مثال کې (500) توپه اوقيمت يې هم په هماغه انډول ټاکي يعنى 15 افغاني .

 

ورځينى نرخ اوعادي نرخ Normal, Market Price:-

ورځينى نرڅ د څيزونو هغه اندازه بيه ده چې په يوه ټاکلي وخت کې په بازارکې وي، د مثال په ډول (پنځه افغاني) چې په پاس مثال کې ورځينى نرخ ټاکل شويدي خو دا چې بيه کولاى شي چې هره ورځ په عرضه يا تقاضا يا دواړو کې د بدلون د پيښيدلو سره سم بدل شي که چيري مال داسې نور د عرضې اندازه څخه زيات څه دځان سره ونه ساتي او هم به يې ورځينې نرخ ډېر لاندې باندې کيدونکى دى کوم څيزونه چې ساتل کيدلى شي او ژر نه ورانيږي يعنې ژر نه خرابيږي  نرخ هم کيداى شي چې دموسم په بدليدلو سره زيات اوکم شى چې ځينې مالونه ممکنه ده په ځينو وختونو کې په تاوران سره هم وپلورل شي مثلاً کله چې پلورونکي ديوالي (مفلس ) شي مجبوريږي  چې خپله يوه برخه مالونه په ارزانه بيه په تاوان  وپلوري ، يا چې کله ځيني نوي  شرکتونه د خپلو حسابونو دپاکولو (تصفيه ) په عرض خپل پاتې مالونه ليلا موي نو هغه هم په ارزانه بيه پلورل کيږي خو بياهم د کومو څيزوو چې غوښتنه (تقاضا) منظمـــه وي ترڅه وخت پورې وروسته دهغو نرڅ مستقل شي چې په ځـــــاى ودريږي چې هغه ته (عادي نرخ) ويل کيږي او د اوږدې مودي نرخ يې هم بولي

په بازار کې تعادل:-

څرنګه چې مخکې موهم د عرضې او تقاضا په هکله بحث کړيدى ومو ليدل چې د تقاضا په  زياتوالي سره قيمتونه لوړيږي او متشبشين هڅه اوکوشش  کوي چې زياته مقدار ټوکي بازار ته وارد کړي چې زياته ګټه لا س ته راوړي او د عرضې په زياتوالي سره قيمتونه ښکته يعنې راټيټيږي چې دلته قيمت ثابت نه پاتې کيږي قيمت د تغير په حال کې واقع کيږي که چيرې دعرضې اوتقاضا ترمنځ تناسب په وجود راغى، نو قيمت هم ثابت پاتې کېداى شي د زياتې توضيح لپاره د لاندې جدول څخه استفاده کوو چې تقاضا او عرضه د بادامو په مختلفو قيمتونو سره ښودل شويده، په نظر کې نيسو چې د 15 قيمتونو سره د عرضې او تقاضا اندازه د تعادل په حالت کې ده يعنې يو برابر ده، نو دغه قيمت ته تعادلي قيمت ويل کېږي چې څلور کيلوګرامه بادام د بازار تعادلي بادام بلل کيږي او د 15 افغانيو څخه په زيات قيمت سره دعرضې .زياتوالي ښودل شويدى چې په لاندي جدول کې په څلورم ستون کې دقيمتونو زياتوالي اوکموالي ليکل شوي دى ليدل کېږي، چې د بادامو د 10 افغانيو په قيمت سره د تقاضا زياتوالي 3 واحده دى او د 20 افغانيو په قيمت سره د بادامو 3 واحده ده او يا د عرضى زياتوالي چې 3 واحده اضافه شويده.

قيمت په افغاني

دتقاضې مقدار

دعرضې مقدار

دتقاضا زياتوالي

0

7

0

7

5

6

0

6

10

5

2

3

15

4

4

0

20

3

6

-3

25

2

8

-6

30

1

10

9-

35

0

12

-12-

ادم سمیت  او د ده پيروان په دې معتقد وو چې بازار د يو اتوماتيک ميکانيزم پواسطه اداره کېږي چې په بازار کې د عرضی او تقاضا قانون فعاليت کوي نو د دې قانون پواسطه اداره کېږي هغه وخت چې عرضه او تقاضا مساوي وي تعادلي قيمت په وجود راځي هغه وخت چې عرضه زياته شي اوتقاضا ثابته پاتې شي قيمتونه ټېټيږي اوکه عرضه ثابته پاتې شي او تقاضا لوړه شي په دې وخت کې قېمتونه لوړېږي.

دتقاضا او سپلای ګرافونه
Demand, Supply and Market Equilibrium


 داسې ورځ به نه وي چې په بازار کې د توکو یا کالیو د قیمتونو د لوړیدو او ټیټیدو په هکله خبرونه وا نه ورو. خو آیا په بازار یا مارکیټ کې د قیمتونو د ټاکلو له میکانیزم او هغه قواوو څخه چې نوموړي قیمتونه ټاکي خبریاست؟   د ازاد بازار په اقتصادي سیستم کې د قیمتونه ټاکنه د نوموړي بازار د دوو لوریو عرضې او تقاضا په وسیله ټاکل کیږي.


په دغه بحث کې به په همدې موضوع غږیږو چې په ازاد بازار کې قیمتونه څه ډول ټاکل کیږي خو دا چې خبره د بازار یا مارکیټ راغله چې نوم به یې ټولو اوریدلی وي او ورسره به اشنا یاست، خو بیا هم دلته یې د لا روښانتیا او پیژندلو لپاره یو څو لنډې خبرې کوو.


مارکیټ هغه ځای دی چې د اخیستونکي او خرڅوونکې ترمینځ  د اجناسو او خدماتو راکړه ورکړه  پکې صورت نیسي. نن سبا د مارکیټ د رامینځ ته کیدو لپاره فزیکي شتون شرط نه دی او مارکیټ د یو ځانګړي توکې د اخیستونکو او خرڅوونکو د ټولګې یا ګروپ د رامینځ ته کیدو او د دوی تر مینځ د معاملې د تر سره کیدو په  مانا دی. اړینه نه ده چې دا معامله یا راکړه ورکړه دې لاس په لاس او د یو ځانګړي موقعیت پورې تړلې وي بلکې کیدای شي نوموړې راکړه ورکړه د نړیجال یا انټرنیټ او یا هم د تلیفون له لارې صورت ونیسي.

د مارکیټ د رامینځ ته کیدو او فعال پاتې کیدلو لپاره دازاد بازار د اقتصاد د دوو محرکو ځواکونو عرضې او تقاضا شتون اړین دی چې د دغه دواړه قواوو په وسیله د بازار دریم عامل یا قیمت price ټاکل کیږي. دا چې تقاضا او عرضه څه شی دی،  په بازار کې د قیمت د ټاکلو په لړ کې څه ډول عمل کوي، د بازار د توازن  یا د عرضې او تقاضا د برابرۍ نقطه څه ډول رامینځ ته کیږي، مجموعی  تقاضا او عرضه څه ډول محاسبه کیږي او داسې نورې پوښتنې به مو د نوموړي بحث تر پایه په بشپړ ډول ځواب شي.

تقاضا Demand :


په عامیانه ژبه کې مونږ تقاضا د غوښتنې او خواهش په مانا کاروو خو د اقتصاد له پلوه د بازار تقاضا د نوموړي مفهوم څخه له یوې مخې بدله ده. دلته د تقاضا څخه موخه  د یو جنس لپاره د غوښتنې سره سره د هغه د اخیستلو توان هم باید موجود وي. خبره به لږه ریاضیکی کړو:


دا خیستلو یا رانیول توان+غوښتنه =  تقاضا
Demand = Desire + purchasing power


اوس نو تقاضا په لاندې ډول تعریفوو:


تقاضا د هغه مقدار اجناسو څخه عبارت ده چې لګښت کوونکی یې په یو ټاکلي وخت  او یو ټاکلي قیمت کې د اخیستلو غوښتنه او ځواک ولري.


په تعریف کې د موجودو قیمت او غوښتنې یا تقاضا ترمینځ  یوه معکوسه رابطه او تړاو شتون لري. یعنې د جنس د قیمت په لوړیدو سره ورته تقاضا کمیږي او د قیمت په کمیدو سره یې تقاضا زیاتیږي. د قیمت او تقاضا نوموړی معکوس تړاو د تقاضا د قانون یا law of demand په نوم یادیږي او د تقاضا او قیمت د همدغه معکوسې رابطې یا د تقاضا د قانون له مخې د یو وګړي د تقاضا مقدار په یوه اونۍ کې د بیلګې په توګه د پسه د غوښې لپاره په لاندې جدول کې مطالعه کوو.

 

 

مونږ د پسه د غوښې د تقاضا لپاره پورتنی جدول تیار کړی خو د هر جنس د تقاضا او قیمت د سنجولو لپاره همداسې جدول جوړیږي چې د تقاضا د جدول یا demand schedule په نوم یادیږي

 


د تقاضا منحنی Demand Curve :


که د تقاضا د جدول ارقام د وضعیه کمیاتو په مثبته ربع کې وضعه شي کومه کرښه چې لاس ته راځي د تقاضا د کرښې یا منحنی په نوم یادیږي. د نوموړې کرښې هره نقطه  په یو ټاکلي قیمت کې د تقاضا ټاکلی مقدار ښایی داسې چې قیمتونه په عمودي یا Y محوراو د اجناسو مقدار په افقي یا X محور ښودل کیږي. که فکر وکړو د تقاضا د منحنی میل یا slope ښکته لوري ته دی، لامل یې هم دا دی چې مصرف کوونکی په ټیټ قیمت کې زیاتو اجناسو ته تقاضا لري.

 

په پورتنی شکل کې د D کرښه  د پسه د غوښې لپاره د تقاضا کرښه ده. که قیمتونه په P1, P2, P3…. Pn   او د تقاضا مقدار په Q1, Q2, Q3 …. وښایو نو په ټولیز ډول د هر توکي د تقاضا لپاره لاندې ګراف صدق کوي:


د تقاضا پورتنۍ کرښه یوازې د د یو تن تقاضا ښایی خو ښکاره خبره ده چې په بازار کې د یو توکي لپاره یو تقاضا کوونکی نه وي، اوس پوښتنه دا ده چې د بازار یا مارکیټ تقاضا څه ډول سنجول کیږي؟


د بازار تقاضا Market Demand:


د بازار تقاضا په بازار کې د ټولو مستهلکینو او مصرف کوونکو د تقاضاوو د مجموعي څخه لاس ته راځي. د بیلګې په ډول که مونږ فرض کړو چې مونږ د پسه د غوښې لپاره درې تقاضا لرونکې A, B اوC   لرو نو په دې صورت کې:


Market Demand = DA+DB+DC  

                                                       
که نوموړي تقاضا کوونکي د 250  په قیمت هر یو A درې کیلو، B څلور کیلو او C شپږ کیلو د پسه غوښه د یوې اونۍ په دوران کې رانیسي نو د هغوی د تقاضاګانو د کرښو څخه د بازار د تقاضا کرښه یا منحنی په لاندې ډول لاس ته راځي:


د دې لپاره چې د بازار مجموعي تقاضا لاس  ته راوړو نو د پورتنیو ټولو مصرف کوونکو د تقاضا مقدارونه جمع کوو:


Market Demand = DA+DB+DC= 3+4+6 = 13


اوس د پسه د غوښې لپاره د ټول مارکیټ د تقاضا د مقدار چې په یوه اونۍ کې دیارلس کیلو کیږي ګراف په لاندې ډول رسموو چې همدغه ګراف د پسه د غوښې لپاره په یوه اونۍ کې د ټول مارکیټ  د تقاضا ګراف دی.

 

په تقاضا کې تغیرات:


د یو تن او د بشپړ بازار د تقاضا د پوهیدلو څخه وروسته غواړو په دې پوه شو چې کوم عوامل په تقاضا کې د بدلون یعنې کموالي او زیاتوالي او یا د تقاضا د بشپړ اوښتون Shift  لامل ګرځي .هغه عوامل چې د تقاضا د تغیراتو سبب ګرځي عبارت دي له


۱د جنس یا توکي قیمت: لکه څنګه چې د تقاضا قانون بیانوي د یو جنس قیمت د هغه د تقاضا په تغیراتو کې مهم او کلیدي رول لري


۲د نورو اړونده  توکو په قیمتونو کې تغیرات: د جنس سره د متبادلو اجناسو په قیمتونو کې بدلونونه هم دغه جنس ته د تقاضا د بدلون لامل کیدای شي. د بیلګې په ډول که د چرګ یا د غوايي غوښه ډیره ارزانه شي نو کیدای شي د یو مصرف کوونکي تقاضا د پسه د غوښې لپاره یو څه را ولویږي او باالعکس که د چرګ د غوښې قیمت لوړ شي نو د پسه د غوښې لپاره په تقاضا کې زیاتوالی راځي.


هغه توکي چې د یو د قیمت په زیاتیدو سره د بل یو په تقاضا کې زیاتوالی  راځي د متبادلو اجناسو یا Substitutes goods  په نوم یادیږي چې بیلګه یې همدا پورته د پسه او چرګ غوښه او داسې نور کیدای شي.


۳د مصرف کوونکي په ذوق کې بدلون: د لګښت کوونکې د ذوق اوطبعې بدلون هم د یو جنس د تقاضا د مقدار د بدلون لامل کیږي په دا پورتني مثال کې د بیلګې په ډول که د مصرف کوونکي په ذوق کې د پسه د غوښې لپاره بدلون راشي او د اونۍ په دوران کې د پسه د غوښې پر ځای د خوراک لپاره یو بل څه وټاکي چې دا هم د یاد جنس ( د پسه غوښه) تقاضا راکموي او بالعکس یې د پسه د غوښې لپاره تقاضا زیاتوي. یادونه باید وکړم چې دلته مونږ د لګښت کوونکې د ذوق او یا هم ترجیح په اړه فیصله نه شو کولی ځکه دا د هغه د ذات پورې تړلې خبره ده چې د یو مصرف کوونکې د رواني ځانګړنو څخه سرچینه اخلي او ټاکل یې د اقتصاد د توان خبره نه ده.


۴د لګښت کوونکو په عاید کې بدلون: دا طبیعي خبره ده چې د عاید په زیاتیدو سره د وګړو تقاضا زیاتیږي او په کمیدو سره یې تقاضا کمیږي. ډیر عاید په دې مانا چې مونږ د توکو د رانیولو لپاره ډیره پانګه لرو ځکه خو د هغه کورنیو چې عاید یې لوړ وي تقاضا هم لوړه وي او د کم عاید لرونکو کورنیو تقاضا کمه وي.


۵د لګښت کوونکي امیدونه: د راتلونکې لپاره امیدونه هم د یو لګښت کوونکي د تقاضا د تغیر لامل کیږي. که مونږ په راتلونکي کې د ډیر عاید د لاس ته راوړلو چانس لرو نو د بیلابیلو توکو لپاره مو خپله موجوده تقاضا زیاتیږي او د همدغه لاس ته راتلونکي عاید په امید مو موجوده لګښتونه لوړیږي. دا خبره بیا د ثابت عاید لرونکو وګړو لپاره سرچپه ده، هغوی چې په راتلونکې کې د عاید د لوړیدو امید نه لري تقاضا یې بدلون نه کوي او حتی په ځینو مواردو کې یې تقاضا کمیږي هم.


پورتنی عوامل په تقاضا کې دوه ډوله بدلون رامینځ ته کوي:


لومړی -  که د تقاضا د بدلون نور عوامل لکه د مصرف کوونکي عاید، ذوق، د هغه امیدونه او د نورو توکو قیمتونه ثابت په نظر کې ونیول شي او یوازې د تقاضا د بدلون کلیدي عامل یا قیمت بدلون وکړي نو د قیمت د بدلون له امله د تقاضا په مقدار کې تغیر رامینځ ته کیږي چې په لاندې بیلګې کې یې کتلای شئ که قیمت د ۲۰۰ څخه ۲۵۰ ته لوړ شي نو تقاضا د A د نقطي څخه B  نقطې ته بدلون کوي چې په دې صورت کې د تقاضا د قانون له مخې د تقاضا مقدار د څلورو څخه دریو ته راښکته کیږي. تاسو یې په لاندې ګراف کې کتلای شئ.

 

یادونه: دا چې ځینې متحولین ثابت فرض کیږي او یوازې یو کلیدي متحول بدلون کوي د Cetris Pribus  په نوم یادیږي. دا یوازې یوه فرضیه ده چې په عام ډول د اقتصادي مسایلو په تحلیل او ځینې نورو برخو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.


دوهمپه تقاضا کې دوهم ډول بدلون د تقاضا اوښتون یا انتقال Shift دی چې د تقاضا د پاتې څلورو عواملو عاید، ذوق، امیدونو او د نورو توکو د قیمتونو څخه په یو کې د بدلون له امله رامینځ ته کیږي چې په ترڅ کې یې د تقاضا منحنی ښي یا کیڼ لوري ته انتقال مومي.

 

که د پورتنیو متحولینو څخه په ټولو یا یو کې کموالی راشي د تقاضا منحنی چپ لوري ته شیفټ او که پکې زیاتوالی راشي د تقاضا منحنی ښي لورې ته شیفټ یا انتقالیږي. دلته لومړی انتقال یعنې کیڼ لوري ته د تقاضا د منحني نقلیدل د یوتن او یا د ټول بازار د تقاضا کموالی او دوهم انتقال یا ښي لوري ته لیږدیدل یې د تقاضا زیاتوالی ښایي.

په پای کې لاندې څو ټکې په پام کې ونیسئ:


د وګړو د تقاضا منحنی ګانې یو ډول نه دي ځکه د وګړو عاید، ذوق، امیدونه او نور سره توپیر لري
د بازار د تقاضا منحنی هم ښکته خوا ته میل لري ځکه چې نوموړي منحنی د وګړو د تقاضا ګانو د منحنیاتو د ترکیب څخه لاس ته راغلي.
د پیریدونکو شمیر یا نفوس د مارکیټ تقاضا ټاکي چې په زیاتوالي یې د تقاضا مقدار زیات او په کمولي یې کمیږي.


همدرانګه د ځان د ارزیابۍ په موخه لاندې پوښتنې ځواب کړئ:


د تقاضا د منحنی میل ښکته خواته یا منفي دی، ولې؟
کوم عوامل په تقاضا کې د بدلون لامل کیږي؟
تقاضا څه شی دی؟ آیا د اقتصادیانو تقاضا زمونږ د ورځنی ژوندانه د مانا څخه بیله ده؟
د تقاضا قانون څه شی دی؟

 

(Supply)

لکه څنګه چې مو مخکې وویل مارکیټ دوه اړخه لري چې د تقاضا او عرضې یا supply  څخه عبارت دي په تقاضا مو مخکې خبرې کړي دلته غواړو د مارکیټ په دوهمې خوا یا عرضې یو څه بحث وکړو.

که د بازار یا مارکیټ اړیکو ته ځیر شو، لیدل کیږي چې د مارکیټ دواړه لوري تولیدوونکي او مصرف کوونکي د خپلو ګټو زیاتوالی او خوندیتوب په پام کې نیسي. تولیدوونکی باید د ګټې دلاس ته راوړلو په منظور بازار ته خپل تولید عرضه کړي چې د تولیدوونکې له لوري همدا د تولید وړاندې کول یا د بازار عرضه په لاندې ډول تعریفوو:

عرضه د تولیداتو هغه مقدار دی چې یوه تولیدي اداره یې د بیلابیلو قیمتونو له مخې په یوه ټاکلي دوره کې بازار ته د خرڅلاو په موخه وړاندې کوي.

څرنګه چې عرضه کوونکی غواړي زیاته ګټه لاس ته راوړي له همدې امله د لوړ قیمت په حالت کې د مولد عرضه زیاته او په ټیټ قیمت کې یې عرضه کمیږي چې د کالیو دعرضې او د هغوی د قیمت تر مینځ نوموړی مستقیم تړاو او رابطه د عرضې د قانون supply law په نوم یادیږي. د عرضې د نوموړي قانون پر بنسټ د یو تولیدي شرکت د عرضې (البته دلته د غوښې عرضه په نظر کې نیول شوې) جدول په لاندې ډول راکړل شوی داسې چې د قیمت په ټیټیدو سره پکې د عرضې مقدار کمیږي او په لوړیدو سره یې دا چاره باالعکس ده.

 

پورتنی جدول د عرضې د جدول یا Supply Schedule په نوم یادیږي.

د عرضې منحنی یا کرښه Supply Curve :

د عرضې منحنی د یو تولیدي واحد د تولیداتو د خرڅلاو د مقدار او د هغه لپاره د بیلابیلو قیمتونو ترمینځ اړیکي او تړاو په ګرافیکی بڼه ښایي. څرنګه چې یوازیني عامل چې د عرضې په مقدار مستقیم اغیز لري د قیمت څخه عبارت دی نو د قیمت نوموړی اغیز او بدلون او له امله یې په عرضې کې بدلونونه په همدې منحني باندې د حرکت له مخې ښودل کیږي. د بیلګې په ډول که د پورتني جدول نقطې د وضعیه کمیاتو په محور کې کیږدو، له سره تړلو څخه یې د عرضې منحني لاس ته راځي او د نوموړي منحنی هره نقطه په یوه ټاکلي قیمت کې د عرضې مقدار ښایي.  په لاندې ګراف کې عرضه یا سپلای د S   توري په وسیله ښودل شوې.

 

که د پسه د یو کیلو غوښې قیمت د 250 نه 300 ته لوړ شي نو د عرضې مقدار د C نه D ته لوړیږي او همدارنګه د نوموړې منحنی پر مخ د حرکت څخه  په یو ټاکلي قیمت کې د عرضې یو ټاکلی مقدار لاس ته راځي. د عرضې د منحني میل مثبت او پورته ښي لوري ته دی ځکه چې د قیمت په زیاتیدو سره عرضه زیاته او په کمیدو سره یې عرضه کمیږي.

د مارکیټ عرضه Market Supply  :

 

د یو مارکیټ عرضه په مارکیټ کې د شاملو ټولو عرضه کوونکو د عرضو د مجموعي څخه عبارت ده.   که د A, B او C او داسې نور عرضه کوونکې ولرو نو:

Market Supply = SA+SB+SC+………. +SN

د مارکیټ د عرضې د ښه روښانه کولو لپاره د همدغو A, B او C په نومونو د دریو تولیدي شرکتونو عرضه د بیلګې په ډول په نظر کې نیسوچې د نوموړو شرکتونو عرضه په بیلابیلو قیمتونو مثلاً 250 او 400 کې په نظر کې نیول شوې. د دغه دوو قیمتونو لپاره د یاد شوي هر یو تولیدي واحد د عرضې منحنی او مقدار په بیل بیل ډول په لاندې شکل کې ښایو:

 

اوس دوه سوه پنځوس او څلور سوه په قیمتونو کې د بازار عرضه د پورتنیو درې سره تولیدي واحدونو د عرضې د مقدارونو د مجموعي څخه په لاندې توګه لاس ته راوړو:

 

د پورتني جدول په نظر کې نیولو سره د مارکیټ د عرضې ګراف په لاندې ډول رسمولی شو:

 

په عرضه کې بدلون

لکه د تقاضا په څیر په عرضه کې هم دوه ډوله تغیرات او بدلونونه رامینځ ته کیږي چې یو د عرضې په مقدار کې تغیر یا بدلون او بل په ټوله عرضه کې اوښتون دی. د نوموړو دوه ډوله بدلونونو توپیرونه باید وپیژندل شي.

د عرضې په مقدار کې تغیرات یوازې په قیمت کې د بدلون له امله رامینځ ته کیږي او دغه تغیرات مونږ مخکې د عرضې په کرښه د حرکت له مخې مطالعه کړل چې د قیمت په زیاتیدو عرضه هم زیاته او په کمیدو سره یې کمیږي. خو دا په داسې حال کې چې د عرضې نور عوامل چې وروسته ترې یادونه کوو ثابت Cetris Paribus په نظر کې نیول شوي وي.

دوهم ډول بدلون د عرضې بدلیدل او اوښتون یا شیفټ shift  دی چې د لاندنیو عواملو څخه په یو کې د تغیراتو له امله رامینځ ته کیږي:

۱ – د تولیدي ټیکنالوجۍ تغیرات

۲ – د تولید د عواملو یا منابعو قیمتونه

۳ – د نورو توکو قیمتونه

۴ – د راتلونکې لپاره د مولدینو او عرضه کوونکو امیدونه

۵ – د عرضه کوونکې تصدۍ موخې او مقاصد چې ایا غواړي د کالیو د عرضې له مخې ګټه لاس ته راوړي او کنه څه نورې موخې هم لري.

۶ – په بازار یا همدغه ځانګړي صنعت کې د نورو تولیدوونکو شمیر او تعدد

که د قیمت څخه پرته په پورتنیو یادو شوو عواملو کې بدلون زیاتوالی او یا کموالی رامینځ ته شي نو له امله یې عرضه هم زیاتوالی او کموالی کوي چې د زیاتوالي په وخت کې د عرضې منحنی ښي لوري او د کموالي په صورت کې کیڼ لوري ته انتقال یا شیفټ کیږي. لکه په لاندې ګراف کې چې د عرضې کرښه (S) د زیاتوالي په صورت کې (S1) او د کموالي په صورت کې د (S2) موقعیت ته اوښتې ده.

 

په پای کې په لنډیز سره وایو چې:

  • د یو جنس په قیمت کې تغیرات د هغه د عرضې په مقدار کې د تغیراتو سبب ګرځي چې د عرضې په منحنی باندې د حرکت له مخې لاس ته راځي.
  • د عواملو په قیمت، د نورو کالیو په قیمت، ټیکنالوجۍ، امیدونو او نورو کې تغیرات د عرضې د کرښې د انتقال یا شیفټ لامل کیږي.

متوازن قیمت یا د بازار توازن

 Market Equilibrium

تر اوسه مو د یو وګړي تقاضا، د مارکیټ تقاضا، د یو فرم یا تولیدي واحد عرضه، د ټول مارکیټ عرضه او هغه عوامل چې په تقاضا او عرضه کې د بدلون لامل کیږي مطالعه کړل. په دې برخه کې دې پوښتنې ته ځواب وایو چې زمونږ د بیلګې پر بنسټ د پسه د یو کیلو غوښې قیمت او یا د بازار د بل هر توکي بیه څه ډول ټاکل کیږي؟ د مارکیټ دوه ګوني ځواکونه تقاضا او عرضه د یو توکي لپاره د مارکیټ د متوازن قیمت د ټاکلو لپاره څه ډول عمل کوي؟ خو تر هر څه له مخه غواړو متوازن قیمت وپیژنو.

متوازن قیمت د هغه قیمت څخه عبارت دی چې د تقاضا مقدار پکې د عرضې د مقدار سره مساوي وي یعنې:

Quantity Demanded (Qd) = Quantity Supplied (Qs)

په یو رقابتی بازار کې دا ډول قیمت د عرضې او تقاضا د شریکو اغیزو له امله رامینځ ته کیدای شي. په لاندیني جدول کې 350 د بازار متوازن قیمت دی ځکه چې د عرضې او تقاضا مقدارونه پکې سره مساوي دي.

 

د پورتني جدول څخه په مشترک ډول د تقاضا او عرضې ګراف رسموو او ځینې هغه مسایل چې د عرضې او تقاضا له امله رامینځ ته کیږي تر څیړنې لاندې نیسو:

 

د ګراف هغه نقطه چې د تقاضا او عرضې منحني ګانې پکې یو بل قطع کوي د بازار د توازن د نقطې یا د متوازن قیمت څخه عبارت ده چې دلته د (E) توري په وسیله ښودل شوې. زمونږ په پورتني مثال کې نوموړې نقطه پنځه ده چې د تقاضا او عرضې مقدارونه پکې سره مساوي او ګرافونو یې پکښې سره قطعه کړیدي. که قیمت د توازن د حالت څخه کم یا زیات شي نو په یایله کې یې کمښت یا Shortage او زیاتوالی یا اضافه والی Surplus رامینځ ته کیږي.

Shortage: هغه حالت ته ویل کیږي چې په موجوده قیمت کې د عرضې د مقدار څخه د تقاضا مقدار زیات شي یعنې

Qd > Qs

Surplus یا excess supply: هغه حالت ته ویل کیږي چې په موجوده قیمت کې د عرضې مقدار د تقاضا د مقدار څخه زیات شي.

کمښت او زیاتوالی د بازار هغه دوه حالتونه دي چې په متوازن قیمت کې د بدلون له امله رامینځ ته کیږي. د ښه روښانتیا په موخه فرض کړئ چې د پسه د في کیلو غوښې قیمت د یو وخت لپاره 250 ته رالویږي. نوموړی هغه قیمت دی چې د جدول له مخې پکې د یاد جنس تقاضا (9)ده په داسې حال کې چې د غوښې عرضه کوونکي په دې قیمت کې یوازې دوه واحده (کیلو) عرضه کوي ځکه خو دلته د 9 او دوو 2 تر مینځ د تفاوت(9 -2 = 7)  یعنې اوو 7 په اندازه اضافي تقاضا رامینځ ته کیږي.

 

همدارنګه که قیمت د 350  څخه لوړ د بیلګې په ډول 450 ته لوړ شي نو د جدول له مخې مارکیټ 9 کیلو غوښه عرضه کوي په داسې حال کې چې مصرف کوونکي په دغه قیمت کې یوازې یو کیلو غوښې ته تقاضا لري او د اته کیلو په اندازه اضافي عرضه یا excess supply او یا هم Surplus رامینځ ته کیږي.

د بازار دا ډول عدم توازن تل دوام نه کوي او د بازار دواړه اړخونه یو وخت یو ځل بیا د تعادل نقطې ته رسیږي. که قیمت د تعادل د قیمت 350 څخه ټیټ شي نو اضافه تقاضا یا excess demand رامینځ ته کیږي. څرنګه چې د مولدینو عرضه نسبت تقاضا ته کمه ده نوطبیعي ده چې قیمتونه لوړيږي او د بازار دواړه خواوې عرضه او تقاضا یو ځل بیا د بازار د تعادل یوې بلې نقطې 300 ته رسیږي.

 

 

نوشته شده در تاريخ ۱۳۹۲/۱۰/۱۸ توسط دروح الله روحانی