ویښتان او دویښتانو فولکولونه
ویښتان او دویښتانو فولکولونه ((Hair and hair follicles :ویښتان دپوستکی دمحلقاتو له جملی څخه دی چی دپوستکی په ټولو برخو کی لیدل کیژی په استثنا دلاسنودورغوی ،شونډو او دپښودتلوپه بدن کی یی شمیر میلونوته رسیژی او په ټوله بدن کی په پاشلی توګه لیدل کيژی دموقعیت په لحاظ ویښتان په بدن کی ډول ډول شکلونه لری ویښتان ځانګړی دندی سرته رسوی دورځو او باڼو ګانو ويښتان لنډ او پنډ وی او ژده ویښتان په راس عانه ارتفاق ابطی ناحیه او دنارینوپه مخ کی دژیری او بریتو به ډول راشنه کیژی وښتان دمیلانین صباغ لرونکی دی دامیلانین په دری رنګه یعنی ژیړ،نصواری او تور رنګ لیدل کيژی او د Melanocyte په واسطه کوم چی دویښتانو به بصله کی قرار لری جوړیژی ويښتا له فولیکولونو څخه تولیدیژی او هغه برخه چی په فولیکولونو کی پوښل شوی ده د Root یاریښی په نوم یادیژی او دپوستکی په داخل کی قرار لری او دویښته بله برخه دپوستکی پرسطحه قرار لری د Shaft په نوم یادیژی
دویښتانو دندی Function of the hairs :ویښتان په بدن کی مهمی دندی ترسره کوی چی یو شمیر یی په لاندی ډول تشریح کيژی
نوکان (Nails) نوکان له هغه جوړښت څخه عبارت دی چی دEpidermis طبقی دشکل دتغیر په نتیجه کی رامنځ ته شوی دی اودلاسونو اوګوتو په نهایاتو کی قرار لری نوکان له لاندی برخو څخه جوړ شوی دی
دعضلاتو دندی Functions of the muscles
دعضلی اساسی دنده له تقلص څخه عبارت ده چی ددی مشخصی دندی په واسطه له نورو انساجو څخه یی توپير کیژي چی دعضلو د تقلص له وجی دانسان ټول بدن حرکات کوی
دبدن تحریکیت د اسکلیتی عضلاتو دتقلصاتو له امله منځ ته راځي اسکلیتی عضلات دفزیالوجی له نظره څلور عمده دندی اجرا کوی
داسکلیتی عضلاتو ډولونه
عضلات دبدن دمهمو غړو له جملی څخه دی چی دحرکت په ترسره کولو کی اهمیت لری عضلات د هدوکوپوستکی او غضاریفو سره پیوند لری
دشکل له نظره اسکلیټی عضلات په دریو برخو ویشل شوی دی
دبدن په مختلفو موقعیتونو کی اسکلیټی عضلات:
اسکلیتی عضلات هم لکه هدوکی په مختلفو ګروپونو باندی ویشل شوی دی دبیلګی په توګه دقحف عنق تنی صدربطن او علوی او سفلی اطرافو عضلات
دقحف او وجهی عضلات: دقحف او وجهی عضلات په دوو ګروپونو باندی ویشل شوی دی
دعنق عضله : دعنق عضلات په قدامی جنبی اوخلفی ګروپونوباندی ویشل شوی دی داډول عضلات درقبی فقراتو په قدام جنب او خلف کی واقع دی
دعلوی اطرافو عضلات:- دعلوی اطرافو عضلات داوږی دکمربند عضد ساعد او لاس په برخو کی مطالعه کیژی
داوږی دکمربند عضله : په اوږه کی شپږعضلی موقعیت لری چی مهمه یی دډیلټویډ عضله ده چی دهیمورس کلا ویکل او سکافولا سره ارتباط لری او یوه پنډه عضله ده
دمټ عضله : دمټ په قدام کی مهمه عضله ده Bicep عضله ده او په خلف کی مهمه عضله Tricep عضله ده چی دسکافولا څخه شروع کیژی او تر Ulna هډوکی پوری رسیژی
دساعد عضله : دساعد عضله د ساعد په قدام کی 8 عضلی په خلف کی 8 عضلی او په وحشی کی 4 عضلی موجودی دی
دکمربند دحوصلی عضلی : پنډ او پلن عضلات دی چی مهمه عضله یی د Glutes عضله ده او هغه زرقی محلولات چی اندازه یی تر 5 سی سی اضافه وی په ګلټیس عضله کی تطبیق کوو دزرق دځای معلومولو لپاره دغه عضله په څلورو خیالی مربع ګانو ویشو نوموړی عضله دورون حرکت وظیفه لری زرق یی په علوی وحشی برخه کی ترسره کیژی
دورون عضلات : دورون په قدام کی مهم عضلات Surturious او Uddricep عضلات دی
دساق عضلات : دساق عضلات په خلف کی مهم عضله Gastrinomeus عضلی څخه عبارت ده
حجاب حاجز Diaphragm دعضلی محیطی برخه دعضلی او منځنی برخه یی د Tendon څخه جوړه شوی ده حجاب حاجزیوه پرده ده چی دبطنی جوف دصدری جوف څخه جلا کوی او هم په تنفس کی رول لری
حجاب حاجز دپښتیو سټرنوم او ستونی فقرات سره ارتباط لری په حجاب حاجز کی دری فوهی موقعیت لری چی له یوی څخه یی مری او دوه نورو څخه دوینی رګونه تیریژی
لمفاوی سیستم : Lymphatic system : په لمفاوی سیستم کی لمفاوی رګونه عقدات او لمفاوی انساج شامل دی دوینی ددوران څخه یوه اندازه مایعات دحجراتو تر نمنځ مسافوته تیریژی ددی دجملی څخه تولی بیرته نه جذبیژی او دغه پاته مایعات دلمفاوی سیستم په واسطه بیرته دوینی دوران ته داخلیژی
لمف : هغه مایعات چی لمفاوی رګونوته داخل شی دلمفاپه نامه یادیژی
لمفاوی رګونه : هغه رګونه دی چی لمفاوی مایع دوینی دوران ته داخلوی
Hemo stasis:
یا دوینی بهیدلو دریدل وینه درګونو به داخل کی جریان کوی کله چی رګ پری شی نو وینه بهیدل رامنځ ته کیژی او دوینی دریدلو لپاره دری مرحلی منځ ته راځي
کله چی وینه بهیدل رامنځ ته شی نو تخریب شوی ناحیی ته مویه صفحات یا Platlet راجمع کیژی او یو فلګ منځ ته راوړی Plug او دمویه صفحات په دی وخت کی دسیروتونین په نوم هورمون ازادوی او دا هورمون درګونو تنګیدل منځ ته راوړی همدارنګه په دی وخت کی تخریب شوی انساج دترومبوپلستین Thromp plastin په نوم یوه ماده جوړوی او دا ماده بیا دکلسیم او تحثر فکتورونوسره یو ځای دوینی یوه بله ماده د Prothrombin په Thrombin بدلوی او ترومبین بیا دوینی یوه بله ماده Fibrinogen په Fibren بدلوی او فیبرین بیا دتار په ډول تخریب شوی ساحه تنګوی او دوینی علقه جوړوی په تخریب شوی ناحیه کی دګاز اویښودل دعلقه کیدو پروسه تیزوی